به د کائناتو تر ټولو لوی کهکشان وي
دا تصوير د جيمز ويب ټيلي سکوب په واسطه اخيستل شوي ، دا د شګو تصوير ندي بلکې د کهکشانو ,, اينډروميډا,, تصوير دي. دا هره نقطه يو ستوري دي او هر يو,, ستوري,, د بل ستوری څخه کافي په فاصله کي دي اګر که په ليدو کي يو بل ته ډير نږدي په نظر راځي ليکن دلته هره نقطه (ستوري) د بل څخه په دومره فاصله کي دي چې ناسا د ماډرن ټيکنالوژۍ پر اساس د هر نقطي ( ستوری) تر بل پورې کم ترکمه 200 کالو څخه هم زيات دي ځکه چې تر ټولو کم ترکمه فاصله 37600000000000 کلو ميټره دي يعني څلور نورې کلونه دي. کهکشان زموږ د زمکې څخه 2.5 مليونه نوري کلونو په فاصله موقيعت لري چې په هغه کي تقريبا تر 400 مليارده ستوري موجود دي چې د هغه اوږدوالي 260000 نوری کاله دي.
که تاسو فکر وکړي چې دا به د کائناتو تر ټولو لوی کهکشان وي نو ستاسې قکر يقينا سم ندي ځکه چې دا تر ټولو لوی کهکشان ندي...... بلکې دا ټول Alcyneus کهکشان پر واړندي د يو شکي مثال کړي او د alcyneus کهکشان يي په مقال کي ډير لوي دي. د الله تعالی لوي قدرت ته انسان حيران شي چي د alcyneus کهکشان اوږدوالي 16.3 مليونه نوري کاله دي.
د مثال په ډول که مونږ په خلا کي په يوه طياره کي سپاره شو او هغه د روښنايي په سرعت رفتار وکړي يعنې په يوه ثانيه کي د ځمکې څخه 7 ځل تاو راتاو شي په دغه سرعت د alcyneus کهکشان د يوه خوا څخه تر بلې خوا د 16 ميلونو څخه زيات وخت ته ضرورت دي.
په داسې حال کي چي دغه ډول رفتار د ممکناتو څخه ندي ، ستوري پيژندونکي او خلايي تحقيقاتو ماهرين وايي چې په ټول کائناتو کي دغه ډول تقريبا 200 ملياردو څخه زيات کهکشان موجود دي ، معنا داده چې په دغه ټولو نقطو کي داسي نقطه (ستوري) نشته چې د زمکې سايز څخه کوچنۍ او يا يي برابر وي بلکي دا هره نقطه د ځمکې څخه ډير لوي او په مراتبو فراخه ده.
پوښتنه دا ده چې آيا دا پرته له کوم خالقه خودبخو منځ ته راځی او دغه منظم کائناتو چلول پرته د کوم لوي قدرته امکان لري ؟
هيڅکله نه!
الله تعالی د ستورو په موقعیتونو قسم خوري او وايي : که تاسو پوه شي دا ډير لوي او عظيم قسم دي.
لا اقسم بمواقع النجوم
انه قسم لو تعلمون عظيم
د تعجب خبره خو دا ده چې نن کافر د مباح علم له برکته د زمکې مدار څخه لوړ په خلا کي د ناسا تحقيقاتي مرکز جوړ کړي او له هغه ځایه د ماډرن ټيليسکوبونه او تکنالوژي په واسطه د کائناتو په اړه تحقيقات کوي او مونږ مسلمانانو ته يي راکوي..
د مواقع النجوم په اصل مفهوم مو کافر پوه کوي او بس مونږ يواځې دغه خبرو ته تکړه يو::: چي ګوري قرآنکريم څوارلس سوه کاله پخوا دا خبره کوله او اوس کافر چي سپوږمۍ او خلا ته پورته شول او څيړنې وکړي د قرآنکريم کريم تصديق وشو..
هيڅکله داسې مو ندي کړي چې مباح علم له برکته خپله سپوږمۍ او خلا ته لاړ شو او تحقيق وکړو او بيا کافرو ته ووايو چي دا دي د مواقع النجوم مفهوم چې الله تعالی د هغه په عظمت قسم خوړلی..
مونږ دا علم دنيوي علم په نامه بدنام کړي ، او هر ځاي حوصله شکني کوو او د علماوو يي کردار کشي.....
او تر شاه يي د دين په جامه کي د دين د دښمنانو فتواګانې دي.........