۴۰۰ ورځي!
تصور وکړئ که تاسو تر پرلپسې بمباریو لاندي ژوند کوئ؛ د الوتکو ږغونه ستاسو په سرونو کي څړېکي کوي لکه دا چي یو بد شگون وي او له اسمان څخه نه وځي؛ د توپونو برښناوي درانده ږغونه کوي او د مرمیو آوازونه د بې خوبه وحشت تارونه کړنگوي.
۴۰۰ ورځي!
هغه اوبه چي تاسو ئې څښئ د مالگو او خفگان خوند ولري؛ دا به داسي ښکاري لکه زمکه چي خپله خلکو ته د هغه شي له ورکولو ډډه کوي چي د هغوی اړتیاوي پوره کولی سي؛ داسي یو کیفیت چي خولې د کموالي له خوند سره عادت نیسي؛ نسونه محرومیتونه زغمي او زړونه بیا د لوږي او سکوت ښکار سي. خو دا هر څه بیا د هغه نه بیانېدونکي وېري پر وړاندي هیڅ هم نه وي چي د انسان په زړه کي موجوده وي.
۴۰۰ ورځي!
هره شپه تاسي د پوره بیدارۍ له احساس سره د خوب غېږي ته ورځئ! تاسو د هر ډول حیرانتیا لپاره چمتووالی لرئ او پوهېـږئ چي دا شپه ممکن له ځان سره بمباري یا یرغل راوړي او یا مو دا خوب د هغو نامعلومو شېـبو انتظار وي چي تر هغه وروسته به یو نوی سهارنی لمر ستا سترگي ونه ځلوي.
۴۰۰ ورځي!
له تاوانونو او زیانونو ډکي؛ هره ورځ داسي ده چي یو خپلوان مو تاسو ته الوداع وایي او یا مو کوم دوست له تاسي څخه مخ اړوي او تاسو په خپل زړه کي یو درک پټ کړئ چي هغه مو ډېر ښه پېژني؛ دا د نوي بېلتون خپ ږغ او هغه مأیوسي وي چي د سړي ارواح خوري.
ایا د دې عذاب د پای ته ورسېدلو وخت نه دئ را رسېدلی؟!
ایا اوس د انصاف وخت نه دئ چي نور د غزې خلکو ته د دوی د ژوند حق او د دوی مسکا چي تر ایرو (کانکريټو) لاندې له لاسه ورکړې بیرته ورکول سي؟!
داسي ۴۰۰ ورځي چي زړونه ئې چاودولي او سترگي د نه هېرېدونکو صحنو کیسې انځوروي.
زه له تا څخه پناه غواړم تر څو د هغو کسانو له جملې څخه اوسم چي له دغو صحنو سره عادت سوي دي.