د ټرامپ انتخاباتي بريا ؛ د نړۍ پر زياتو هېوادونو زلزله ګډه کړې !!
نوموړی د بل هر ولس مشر په نسبت په زياتو رايو ټاکنيزې سيالۍ وګټلې ؛ د امريکا په تاريخ کې دا يوه حيرانوونکې پېښه وه چې د ولس مشريزو ټاکنو يو نوماند يې ؛ هم خپله ډېر وټونه واخيستل ؛ او هم يې پارلمان او سنا مجلسونو ته په غوڅ اکثريت لاره و موندله ! دا مسئله د نړۍ په چارو کې ټرامپ ته خلاص لاس ورکوي ؛ نوموړی کولی شي په هر اقدام کې د مجلسينو حمايت له ځان سره ولري !! د نوموړي قاطعيت ، شدت او ذاتي کاواکيو ته پر کتو ؛ نړيوال په نړۍ کې د نويو بحرانونو زېږون اټکلوي !! که څه هم هغه په انتخاباتي سياليو کې تر ګټاټ وروسته وويل ؛
« نوې غميزې نه زېږوي ؛ بلکې جنګونه به پای ته ورسوي »
؛ خو نړيوال د نوموړي کاواکه مخينې ته په پام ؛ ډاډمن نه دي ؛ ځکه خو د کامنولټ هېوادونو له افغانستان پرپوله د امنيتي دېوال د ايجاد پرېکړه وکړه !! ياد پرېکړه په داسې مهال تر سره کېږي ؛ چې ټرامپ د امريکا په ټاکنيزو سياليو کې بريالی را و ووت !! زموږ شمالي ګاونډيان پوهېږي چې افغانان چاته ننګونې نه شي راولاړولی ؛ خو شونې ده ؛ امريکا يې له استراتیژیک اهميت نه ګټه واخلي !!
د اکراين ولس مشر هم خپل برخليک تياره ګوري ، نوموړي له ټرامپ سره په ۲۸ ملټيزو تلفوني خبرو کې د ډاډ وړ خبرې وا نه ورېدې ، ټرامپ د انتخاباتي سياليو په بهير کې ويلي ؤ چې ؛ د بري په صورت کې به د اکراين جګړې ته په څلېريشت ګنټو کې د پای ټکی ږدي ، دې موضوع زيلينتسکی نهيلی کړی او اټکل کوي چې ؛ شونې ده پر ميدان يوازې پاتې شي ؛ خو خبره داده چې په داسې صورت کې به د هغې لويي سيمې برخليک څنګه کېږي چې په ۲۰۱۴ کال روسانو له اکراين څخه جلا کړه ، روسانو په ياد کال کريميه اشغال کړه ، او ورپسې يې لوهانسک او دونیتسک ښارونه هم لاندې او د مستقلو هېوادونو په حيث په رسميت و پېژندل ،
« د يش پوشلين » يې د دونتسک او « لئونيد پاسچنيک » يې د لوهانسک ولس مشران وټاکل !! په دې سربېره به د اکراين برخليک څنګه کېږي ؛ له ناټو سره د انضمام غوښتنه به يې په تعویق کې ولوېږي او که به ناټو پخپل څنګ کې ځای ورکړي ؟
په ۲۰۲۴ کال د اکراين ځواکونو هم د کورسک په نوم د روسانو زر کيلو متره زمکه او ۲۸ ښارګوټي لاندې کړل ؛ معلومه نه ده چې د ياد دواړو سيمو برخليک به څنګه شي ؟ د سياسي کتونکو په آند ؛ شونې نه ده چې ؛ روسان نيول شوې زمکې بېرته اکراين ته و سپاري ، او يا/ هم اکراين ته له ناټو سره د الحاق اجازه ورکړي ، روسان د اشغالي سيمو خلک له ځان سره لري ؛ ځکه چې روسي نژادي دي او له روسانو سره خوښ ؛ که د ياد سيمو خبره ریفرنډم ته لاړه شي ، پايلې به يې بيا هم د روسانو په ګټه اعلانېږي !! خو په مقابل کې يې د کورسک خلک شايد له اکراين سره په انضمام خوشاله نه وي .
په داسې صورت کې به ډېره ګرانه وي چې ټرامپ د طرفینو په خوښه پرېکړه وکړي ، ضمناً که ټرامپ په منځني ختيځ کې د اور بلولو اراده ولري ؛ نو بيا مجبور دی چې روسيې ته امتياز ور کړي او په مقابل کې يې د منځني ختيځ په چارو کې ځانته د مداخلې لاره خلاصه کړي !! په داسې صورت کې به اروپايي هېوادونه په دې راضي کوي چې د فلسطين جګړه د اسرائيلو په ګٹه تمامه شي او د ناټو رُخ د آسانه اهدافو تحقق ته واوړي!!
بايد وويل شي چې ټرامپ د ولس مشرۍ په لومړۍ دوره کې بيت المقدس د اسرائيلو پايتخت و ټاکه او مريکا لومړنی هېواد ؤ چې خپل سفارت يې ورته را نقل کړ !!