No-IMG

دوى په خپلو ژبو هغه څه وايي چي په زړونو کې نه وي

تر ۴۰۰-ورځو وروسته دا راپور نشر سوی دئ: د مقدسي زمکي د ادارې د معلوماتو دفتر اعلان کړی چي د تېر کال د ۷-اکټوبر راهېسي تر اوسه په کلابنده سیمه کي ۴۳.۵۵۲-تــنه شهـ-ـیدان سوي او ۱۰۲.۷۶۵-تــنه ټپـ-ـیان دي.

همداسي د ملگرو ملتونو د بشري حقوقو دفتر وایي: د شهـ-ـداوو ۷۰% سلــنه مېرمني او ماشومان دي. د بشري حقوقو نړئواله اداره پر ۳۲-پاڼـو مشتمل خپل راپور کي همدې ته ورته شمېرې تائیدوي او وایي دا پایلي پر ټولو بین المللي بشري قوانینو او اوصولو سربېره د بنیادي بشري حقوقو څخه هم څرگنده او منظمه سرغړونه ده.

تر ۴۰۰-ورځني قـ-ـتلِ عام وروسته عربانو ته ورپه یاد سوه چي په کلابنده سیمه کي چي ضایع کېږي هغه د دوی اوښان نه بلکي د دوی وروڼه دي؛ ۴۰۰-ورځي وروسته د لومړي ځل لپاره د میم بن سلمان له خولې ووتل چي هلته باید سمدستي اوربند وسي او بشري مرستي ورسول سي؛ تر دې وړاندي ئې اعتراف کړی وو ي له دې ستونزي سره هیڅ خواخوږي نه لري. ۴۰۰-ورځي وروسته د اردن باچا شاه عبدالله وایي: باید هڅه وکړو چي سمدستي کلابندي پای ته ورسېږي؛ په داسي حال کي چي امریکایانو ته تضمین ورکوي چي خپل نازولی پوه کړي چي ژر تر ژره خپله قصابي سرته ورسوي او هلته دده په قول زمریان چي اصلاً اخـ-ـوانیان دي له منځه یوسي. دا غونډه هم د مسلمانو ملتونو د فشار کمولو په موخه دائره کېږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک