No-IMG

آيا اجړاګان د مرګ وړ دي !؟

په انساني ټولنه کې يوه بد مرغي داده چې ځينې  د لور په پيدايښت خفه کېږي  او ځينې د نرښځي !! دا بد مرغي  د نورو قومونو په نسبت په پښتنو کې زياته ده ؛ آن تر دې چې ډېری پلرونه د لور پيدايښت نه خوښوي ؛ خاصکر هغه خلک چې بديدار وي  او / يا يې سر په سر لورانې پيدا شوې وي ؛ دوی هيڅکله د لور زېـږون نه خوښوي او حتا هغې مېرمنې ته په سپکه سترګه ګوري چې ؛ د دوی د انتظار خلاف لور زېـږوي !! د هغوی په آند ؛ ښځه کولی شي چې له الهي پرېکړې او طبي ايجاباتو پرته ، زوی و زېږوي ، او که يې پر زېـږون بريالۍ نه شي ؛ مېـړه يې حق لري چې و يې رټي ، او حتا زېـږولې لور ته يې هم په درنه سترګه ونه ګوري !! دا ډول مېـرمنې نه يواځې د ځينو نا اهلو مېـړونو له نظره مردودې وي ؛ لاچې د خاوند کورنۍ ته منسوب غړي يې هم سپکه تلي ، پېغورونه ور کوي او له مېـړه سره يې اړيکې خړپړتيا ته بيايي !!

يوه بله بدمرغي چې  په بې علمۍ کې پر پښتون قوم مسلطه شوې ؛  دا ده چې ؛ نرښځي اولاد ته د انسان په نظر نه ګوري ؛ او د جاهليت د دور په څېـر يې په مرګ محکوموي !! که د جاهليت په دور کې لوڼې ژوندۍ تر خاورو لاندې ښخېدلې او پيدايښت يې کورنۍ ته پېغورونه متوجه کول ؛ دلته هم کټ مټ همغه لوبه روانه ده !! نرښځی انسان نه ګڼي !! نرښځي ته د اولاد په سترګه نه ګوري !! د نرښځي لپاره د مرګ سزا حتميت ته وړي ؛ په مرګ کې يې نارينه وروڼه او پلار په ګډه برخه اخلي !! ټوټه ، ټوټه يې کړي او بيا يې په پټه خښ کړي او / يا يې سيند ته خطا کړي !! کوم نرښځی که چېـرته د خپلې مهربانې مور پر مټ په پټه له مرګه  بچ او په تېښته بريالی شي ؛ بيا هم داسې مرجع نه شته چې د مهربانۍ غېـږ ورته پرانيـزي او له شرعي تلازماتو سره سم يې د يو مسلمان په توګه را لوی کړي !! نه ورته مدرسه پناه ځای ګرځي ؛ نه د نظام په غېـږ کې ځائېـږي ، او نه يې کوم مسلمان ثروتمند د روزنې او پالنې مسؤوليت پر غاړه اخلي !! په دې ډول بې رحمه تعاملاتو کې ؛ هغه له ناکامه  بد اخلاقه خلکو ته پناه وړي !! يا ډانسر شي او / يا  د هوس بازانو د هوس مړولو وسيله !! د هغوی په دې ډول بد استعمال کې ؛ يا په بد لمنۍ  ملوث ګروپونه ښکېل دي او / يا بد اخلاقه بد ماشان !! ياد دواړه ګروپونه  هغوی د عايداتو مدرک ګرځوي ؛ نه يوازې خپله يې له مجبوریتونو سؤ استفاده کوي ، لاچې د بداخلاقه خلکو پښو ته يې هم غورځوي !!

درد ناکه داده چې  له نرښځيانو سره  د دې  ډول ظالمانه چلند په اړه نه دولت غبـرګون ښيـي ، نه په دعوت او انسانسازۍ مکلف نهادونه ، او نه هغه علماء چې د حلال او حرام ګرځولو تله يې په لاس کې ده !! ډېری علماء په ډېرو ، وړو ، وړو موضوعاتو شخوند وهي ، د يو بل خلاف جبهه نيسي ؛ خو د نرښځيانو پر مظلومیت يې د پټې خولې روژې  نيولې ؛ نه يې پر مظلومیت ژاړي ، نه يې پر وهلو او ناروا وژنو شرعي بحث کوي ، او نه يې د حقونو په تړاو د کوم کتاب انځاره ته اړ باسي  !!

اکثريت ملايان په دې بوخت دې چې خلکو ته د مسواک اندازه

وښيـي ؛ په قعده کې د ګوتې پورته کولو او نه پورته کولو په ثوابونو (؟) يې خبر کړي ؛ پر آمين بالجهر او آمين بالخفيه يې  خپل جوړ کړي مذهب ته و هڅوي ؛ خو په داسې موضوعاتو قطعاً بحث نه کوي چې د انسان ژغورونکي او جوړوونکي  لپاره ؛ غرونه ، غرونه ثوابونه پکې دي ! همدا خبره ده چې انساني قاتلانو ته د نرښځي وژنه لومړېتوب ښکاري ؛ لاچې جنت ته د تللو لنډه لار  ؛ ځکه خو يې نه پلار او وروڼه په مرګ صرفه کوي ، او نه يې بې علمه جاهلان !! ستونزه يوازې دا نه ده چې نر ښځيان په ځوانۍ کې په خپل ژوند پورې پکو دي ؛ لا چې د بوډاتوب په مهال يې هم د اميد سترګې چاته نه اوړي !! د بېمارۍ په مهال يې د تداوۍ مرجع نه وي ؛ حتا داسې څوک هم نه لري چې په مهربان سلوک يې و نازوي !! او تر دې هم دردناکه دا چې د ډېریو جنازه هم څوک نه کوي !!

نرښځيان يا اجړاګان په نوره نړۍ کې هم شته ؛ خو نه يې شخصيت ته  په بده سترګه کتل کېږي ، او نه يې استعدادونه مهمل پاتې کېـږي ؛ هغوی د پوهنتون په هره څانګه کې تحصيل کولی شي او د خپل مسلک مطابق په دندو ګُمارل کېـږي ؛ نه يې څوک په سپکه سترګه کسي او نه يې د انسانانو له قطاره باسي ؛ خو پښتون قوم  ټول حقوق ترې اخيستي ؛ ځکه خو نه چېـرته دنده موندی شي او نه په کورني چاپېريال کې خوندي پاتې کېـږي !! دوی په داسې حال کې د محروميت څپېړې پر مخ خوري چې اسلام تر بل هر مذهب زيات حقونه ور کړي ؛ په درنه سترګه يې ورته کتلي ؛ د نورو مسلمانانو په څېر يې « اشرف » بللي ؛ نه يې پر تحصيل انسداد روا ګڼلی ؛ نه يې د دندې د اجراء په لاره کې پر پاټکونو ترکېـز کړی  ؛ او نه يې له نورو انساني حقونو محروم کړي ؛ خو د ناپوه « پښتون » په لاس په ترسيم شوي اسلام کې د هغوی لپاره نه حقوق شته او نه د ژوند چانس ؛ ځکه خو بايد په شدت سره ووژل شي او / يا هم پر فساد ککړو کړيو ته وسپارل شي !!

دردناکه به دا وي چې د پښتون په غېـږ کې ناخوندي نرښځيان ؛  د غربيانو غېږې ته پناه یوسي او هلته له ډېرو حقونو برخمن شي !!

« ستا پرده ده ياره چې مې پټې څڅوم اوښکې

شرم به د چا وي که غربيان راسره و ژاړي » .

له درنو لوستونکو مې هيله داده چې دا ليکنه لاس په لاس تر نورو لوستونکو ورسوي .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک