No-IMG

د سيدال خان ناصر پر سپېره مېنه، کابل، شکردره

سیدال حان ناصر د افغان تاریخ یو کثیرالابعاده شخص دئ. هغه یو زړه ور سپهه سالار، لایق دیپلومات، ښه ادیب او تکړه شاعر، ملی مبارز، قومی او سیاسی مشر او یو اولسي استازی وو.

کله چي په ۱۷۱۲ع کال کندهار صفوي ايرانيانو محاصره کړ، سيدال خان د وزيرستان په سپين واڼه [ډيله] کي اوسېده، او هلته ئې د کندهار څخه د صفوي لښکر د ايستولو په نيت د پښتنو يو لوی لښکر تيار او کندهار ته نږدې کلات ته راغلی، د ايرانيانو صفويانو له ماتي وروسته سیدال خان د هوتکو د دورې یو مهم او غښتلی نظامی سپهه سالار سو او د ملي زعیم #ميرويس_نيکه د وفات وروسته شاه محمود ددې ملي جنرال په مرسته د ایران مرکز اصفهان ونیو او د پښتنو شاهنشاهي یې تشکیل کړه.

د اصفهان له نيولو وروسته پښتنو اولسي سندره وه چي:

که سر ده اصفهان د ملکو سر ده***چی اصفهان نږدې کوی سیدال ناصر ده

د ميرويس نيکه له وفات وروسته د هغه د کورنۍ سياسي اختلافاتو سیاسی او پوځي تحریمونو زور تر سیدال خان ناصر وخوت چی پوځ یې د انساني قوت او تجهیزاتو له مخه په بیړه تحدید او کمزوره کیده، چي له امله يې شاه اشرف په عام ډول او سیدال خان په خاص ډول د عثمانی ترکانو، روسانو او ایراني قواوو تر سختو فشارونو او ضربو لاندی راغلل، شاه اشرف د کندهار او څرمه سیمو څخه د منظم کومک د نه رسېدو له امله مجبور سو چي پر ایراني اجیرو سپاهیانو، عربو او قومي ملېشو تکیه وکړی او هغوی جلب او جذب کړي چي دې کار نور هم زیانمن کړ ( افغانستان در پنج قرن اخیر ۹۸ مخ )

دې سره نادرشاه پر افغانانو غلبه وکړه او په ۱۷۳۰ع کال سيدال له خپلو ۲۰۰ چريکيانو سره د شېراز له محاصرې خلاص او کندهار ته راغلی، خو متاسفانه چي خپله کورنۍ، خپلوان او ګڼ شمیر افغانان په قزوین کي بند پاته سوه، ځکه چي لاره یې د نادر افشار قوماندانانو (حسین قلي خان او آغورلو خان) بنده کړې وه، دغه فراق او د هغوی نامعلوم برخه لیک دی روحأ ډیر وځوراوه.

تر ټولو زړه دردونکی جبر خو دا وو چي سیدال خان کندهار کي هغه واکمن[شاه حسين] ته پناه یووړه چي په ایران کي د ده د ټولو مهمو او پرېکنده جګړو د ماتي اصلي عامل وو، خو د افغان تاريخ دا اتل سخت ناارام او مجبور وو.

دا چي سيدال د هوتکي دورې د پر پښو درولو لوی سالار وو، کندهار ته په رسیدو سره شاه حسین د ده عزت وکړ او فورأ یې د سپهه سالار په توګه وټاکه، سیدال خان بیا هم د دې ټولو روحي فشارونو او پوځي شکستونو سره سره ځان خپل راتلونکي مسؤلیت او فعالیت ته وقف کړ، خو نور نو ډیر ناوخته سوی وو.

کندهار ته د سيدال په ورتګ او مايوسي خبرېدو ايراني نادر پر #کندهار يرغل وکړ او ډېر ژر ئې ونيو، سيدال #کلات ښار کلا ته وخوت، د نادر پوځ په محاصره کلات کي کوښښ کاوه چي پښتانه جنګ ته راوباسي مګر سیدال خان د جنګ پروګرام نه درلود او د پښتنو لښکرو د رارسیدو په طمع وو او دفاع يې کوله، ځکه چي په کلات کي د سیدال خان سره فقط څلور زره افغان عسکر وو خو ایراني پوځیان د دیرشو زرو په شاوخوا کی وو.

ایرانیانو د سیدال خان او افغاني عسکرو د لمسولو له پاره د ډیر ناوړه او نامردانه عمل څخه کار واخیست او غیر انساني رویه یې غوره کړه. هغه دا وه چي پښتنې ښځي به یې راوستلې او د کلا تر منځ به یې د افغاني عسکرو په وړاندي په تیوو راوځړولې چي دا ناره یې شاهدي وایی:

په قلات نادر په تو ځړوي ښځي

سیدال باندی ور ووت لوی لښکر یې د نادر کړې بزی-بزی

کرار-کرا په کلا کي د افغاني مړو او ټپیانو ځایونه خالي پاته کېدل خو د ایراني مړو او ټپیانو ځایونه به ژر ډکیدل. ځکه د محاصرې له امله افغانان د هر ډول مرستي څخه محروم وه، حتی یو څاڅکی اوبه هم نه ورته رسیدلې څو چي وار په وار له زوره لوېدل لکه دغه ناره چي وایي:

سیدال خان ویل ما په دې ځای ارمان نیسی

د ناصرو زڼی نسته اوس به خود ما د نادر پوځونه نیسی

بلآخره سیدال خان او پاته لږ ځلمي له څو مياشتي محاصرې او لوږي وروسته د زخمي زمريو په شان په لاس ورغلل. نادر ته فورأ د سیدال خان د ګرفتارۍ زیری واستول سو او ورپسې یې دوی بندیان کندهار ته روان کړل.

په کندهار کي چي نادر ته خپل دا زوړ رقیب په ګوتو ورغلی نو ستر جشن یې جوړ کړ، عام دربار یې آراسته کړ او ویې ویل: « به بسیار زحمات این ګرګ باران دیده را به چنګ اوردیم. اګر چه نمی زیبد که این چنین سردار بزرګ و قهرمان کشته شود، مګر من تحمل دو چشم این عقاب را ندارم. فلهذا هر دو چشمت ببخش»

نادر د سیدال خان داسی ستاینه وکړه لکه پخوا چی فاتح چنګیز خان د مفتوح جلال الدین خوارزمشاه په حق کي کړې وه ( افتخارات افغان : ۹۶ مخ )

نو یې امر وکړ چي دا قهرمان د سترګو د نعمت څخه محروم کړي، هغه سترګي چي ټول عمر یې د افغاني لوړتیا له پاره غړولې د دښمن په سیخانو وختلې.

نادر چی د سیدال خان سترګی وایستلې، ښکاري چي پر پښتنو یې ډیره بده اغیزه وکړه او ډیر کلونه یې په دې غم وژړل. د میرویس خان نيکه لور زينب ناره یې ښه انځوروي:

پښتنې لا د سیدال پر سترګو ژاړی

نادر له قامه نور سپین ږیری غواړی

نادر پر افغانستان خپله واکمني اعلان کړه او افغان اتلان ئې سره وشیندل، یو زیات شمیر یې د ایران خوا ته ولیږدول.

سیدال خان او ناصران یې د کابل خوا ته ولیږدول چي بیا سیدال خان د خپل قوم سره پخپله د کوهدامن په شکردره کي میشت سو او وروسته هلته وفات او د سیاه سنګ په هدیره کي په ابدي خوب بیده سو. د سیدال خان څخه یو زوی پاته سو چي شیر محمد نومېدئ چي د هغه اولاد تر ننه هم پاته دئ.

قبر ئې پر يوه سپېره غونډۍ دئ، ډېر لږ خلګ ئې د قبر څخه د وطن پالنی درسونه اخلي. د ده د قبر لوحه ئې دوه سوه اووه ویشت کاله وروسته د علامه حبیبی لخوا د څو هیوادپالو افغانانو په نوښت ولیکل سوه او پرې نصب سوه.[کندهار مجله، د ډاکټر نثار احمد واصفي ليکنه]

د سيدال خان خپل شعر او يوه روسي قومندان سره خبري کامنټ کي...

ــــــــــــــــــــ

خدایه!

د دغه زمري زړه زموږ په زړونو کي کښیږده او د ده سترګی هم زموږ د سر په کوپړه کي! آمین

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک