No-IMG

د اعظم خان پر کلا، کندهار افغانستان

‏په کندهار کي د عظميانو کورنۍ يوه له احمدشاهي او پخوانيو مطرحو کورنيو څخه ده چي نيکه محمد اعظم خان د اعلحضرت تېمورشاه د واکمنۍ پر مهال [نساقچي باشي*](امنيت چارو وزير) وو.

پلار ئې [اسلام خان*] د پاني پت په ګډون په ډېرو احمدشاهي فتوحاتو کي ونډه درلوده.

محمد اعظم خان د کندهار ختيځ #دامان کي د کابل کندهار پر لویه لار شمال ۵۰۰ میتری کي يوه نسبتاً برجوره کلا جوړ کړه چي د استاد هوتک له قوله داحمدشاهي عصر یوازنۍ پخوانۍ کلا ده چي لا تر اوسه ثابته پاته ده او په [اعظم کلا] يادېږي.

کلا دننه طبيله، مسجد، د توپونو لرونکي شپږ برجه، کارېز او يو څو نقاشي لرونکي ودانۍ لري، دروازه ئې نقاشي او پخ سوي خښتي هم لري، برجونه یې دوه منزله دي: عکسونه يې کامنټ کي...

اعظم خان وروسته له هغه چي پلازمېنه د کندهار څخه و کابل ته ولېږدول سوه، د کابل په زاړه ښار کي مېشت سو چي هغه سیمه هم اوس په [ګذر اعظم خان] مسما ده او د کورنۍ يو ښاخ ئې هالته دئ.

‏اعظم خان په کابل کي هم يوه کلا جوړه کړه او له کابل څخه کندهار ته پر لار ومړ، او د  غزني کي د روحاني مشر او صوفي، علي لالا، په هديره کي ښخ سو.

دا ٢٥٠ کلنه کلا لا هم د رغېدو ده، کورنۍ، دولت او نور یې باید جدي د لټه وکړي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ

‏* نسقچي باشي د دولتي ادارو، دربار، بازار، او اردو د نظم او نسق مسول وو.

*اسلام خان: د اعظم خان پلار اسلام خان نومېدی.

‏اسلام خان ته د #احمدشاه_بابا د واکمنۍ له جوړېدو سره سم د هغه د دربار اداري مسوليت ور په غاړه کړل سو چي وروسته په حکومت کي نساقچي باشي سو.

‏احمدشاه بابا چي تيمورشاه د هرات والي وټاکی نو د بابا په هدايت د هغه د همکار او سرپرست په توګه د بابا تر وفات پوري ورسره و.

‏دده مقبره په هرات کي د خواجه عبدالله انصاري له زيارت سره ده.

سرچينه: استاد معصوم هوتک، محمد ادریس اعظمي او ډاکټر داود اعظمي

عکاس: سيد عبدالله ذاکر

Azam Khan Fort, Kandahar, Afghanistan:

Azam Khan was the Minister of Interior 250 years ago during the reign of Ahmad Shah Abdali. He built a large fort in Kandahar.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک