زموږ حال او ماضي!
موږ ته یوازي د آس او توري خاوندان اتلان معرفي سويدي؛ یقیناً هغوی اتلان ول؛ تر هسپانیې د اسلام ځلا وړل د کمزورو انسانانو کار نه وو؛ خو وروسته هلته علم او پرمختگ ته داسي کار وسو چي اروپایان گوته په غاښ ورته پاته ول؛ د دوی شهکار تعمیر سوي ودانۍ او د هغه وخت د زکړو جالب نظام چي د معاصر او متمدن علم بنیاد ئې وضع کړ او تر ننه هم بشر حیران ورته پاته دئ. خو موږ له دغو اتلولیو څخه بې خبره پرېښودل سوي یو.
سیکولران مو گورئ چي له پرنټر ماشین سره د عثمانیانو دروغجني کیسې ته هوا ورکوي خو برعکس ئې بیا د امویانو په مترقي دوران نه یوازي خولې گنډلي دي بلکي په ډېره بې شرمۍ خپلو وروڼو ملتونو ته پېغورونه ورکوي؛ د احساسِ کمترۍ ښکار دا بې دینه مخلوق نن د غرب ظاهري ښکلاوو دومره مجذوب کړيدي چي خپل نیکونه ښکنځي. جالبه لا بله کوي: یو خوا به دي تاریخ مسخره کوي خو چي په مقابل کې داسي کوم دلیل ووایې وايي: داشتم داشتم را بگذار؛ دارم دارم را بگو! د خدای بدبخته دا تا تاریخ ته منډه نکړه؟ خو چي هلته دي مخ تور سو د پښېمانۍ پر ځای بیا هم د لج بازۍ له ټټو څخه نه کښته کېږې!
تاسي غور وکړئ! په ۳۵۰-هجري کال کي د قرطبې ښار څنگه جوړ وو؟! د عبدالرحمن الناصر تر وفات وړاندي؛ یعني له نن څخه ۱۰۰۰-زر کلونه وړاندي. په دې ستر ښار کي:
• اتــه ویشت ښارگوټي/محلې وې؛ له دې څخه د ښار اندازه اټکل کېدلی سي.
• دیارلس زره کورونه ول؛ هر کور سره په څنگ کي یوه کوچنۍ باغچه وه لکه د یوې ویلا (مجلل کور) په څېر.
• درې زره جوماتونه موجود ول.
• پنځه لکه اوسېدونکي ئې ول او دا د نړۍ دوهم زیات نفوس درلودونکی ښار وو؛ هغه وخت د نفوس له لحاظه د نړۍ لومړی ستر ښار بغداد وو چي دېرش لکه اوسېدونکي ئې درلودل؛ درېیم ستر ښار بیا اشبیـلیه وو چي څلور لکه نفوس ئې درلودی. دا د نړۍ په سترو با نفوسه او مهذبو ښارونو کي شمېرل کېدی.
• ټولي لاري کوڅې ئې په ډبرو پخې سوي وې او قرطبه د اروپا یوازینی ښار وو چي هلته ټول څړکونه پاخه سوي ول.
• دا د اروپا یوازینی ښار وو چي د شپې پر مهال به ئې کوڅې او څړکونه بې ځنډه په څراغونو روښانه کېدل.
• د اوونۍ په مختلفو ورځو کي به ځانگړي بازارونه جوړېدل؛ لکه د سـ-ـلاوو بازار، د سبزیو او مېوو بازار، د حیواناتو د پلور بازار، د کیمیـ-ـاوي صنعتونو بازار، د درملو بازار او نور مختلف بازارونه... په وطنونو کې مېلې بولي چي دا ئې یو متفاوت ډول دئ.
• په قرطبه کي ستر علمي پوهنتونونه جوړ سوي ول لکه د عمویة پوهنتون، د قرطبې پوهنتون او دا د نړۍ په سترو پوهنتونونو کي شامل ول.
• روغتونونه جوړ ول؛ پاریس خپل لومړی روغتون د قرطبې د روغتونونو تر جوړېدلو ۷۰۰-اوه سوه کلونه وروسته جوړ کړ؛ په قرطبې کي هغه وخت ۵۰-پنځوس روغتونونه موجود ول چي په دغو روغتونونو کي شخصي مِلکیتونو روغتونونه هم شامل ول؛ له ټولي اروپا څخه ناروغان د تداوي په موخه د قرطبې روغتونونو ته راتلل.
قرطبې ته "د نړۍ گېــڼه" ویل کېدله او خلک (مسلمان او نا مسلمانان) به د سیاحتي اهدافو لپاره قرطبې ته راتلل تر څو مدینة الزهراء، قرطبه جومات، قنطرة، قرطبه کتابتون او قرطبه پوهنتون وگوري. دا هر څه د اندلس په یوه مرکزي ښار (قرطبې) کي موجود ول؛ پورتني معلومات د داستانِ اسلام / ډاکټر راغب السرجاني او اسپین میں عربوں کی کہانی / اسټینلې لین پول له کتابونو اخیستل سويدي.
نه زدکړي ناروا وې؛ نه د دیني او عصري افراط نظریه وړاندي سوې وه؛ دلته منظم کار وسو؛ تعلیمي نصاب او سیسټم ئې داسي جوړ سول چي ځوانان ئې له سنتي ټولني څخه بغاوت ته وهڅول؛ اوس دا د اسلامي نظام وجیبه ده چي داسي یو نصاب او تعلیمي سیسټم جوړ کړي چي نارینه او ښځينه دواړه ترې مستفید سي؛ ټولني ته ډاکټراني، معلماني او مربیاني وړاندي کړي نه بې تجربې او بې علمه قابله گانې او دایانې. منع کول حل لاره نه ده؛ که همداسي وضعیت روان وي زموږ ټولنه به له داخل نه وخوړل سي؛ د آنلائن پوهنتونو سړي خور وینه منتظر دي چي زموږ نوي نسل ته هغه څه انتقال کړي چي حتی په خپل موجودیت کي ئې دلته نسول راوړلی. د کورونو له داخل نه به مو غربي کلتور را وټوکېږي او بیا به ئې الله مکړه مهارول ممکن نه وي. نور نو غفلت ناورین زېږوي.