دا دنيا به دغه ډول روانه وي، دلته څوک ستا انتظار نه کوي
اسټریچر پر سر جنازه او فرش پر سر دسترخوان پروت دي، دا دنيا به دغه ډول روانه وي، دلته څوک ستا انتظار نه کوي، نه ستا د تدفین سره او نه له فاني دنیا څخه د رخصتيدو سره به څوک ستا لپاره خوراک پريږدي، له جنازي څخه به زيات ستا په خيرات کي حاضر وي، ستا په نشتون کي څوک ژوند نه پريږي، دا نړي به هماغه ډول روانه وي، دا څراغونه به روښانه او دا رونقونه به تازه وي،
آيا ته پدي يقين لري چې ستا له وفات ورسته ستا خپل او خپلوان، دوستان او احباب به له تا لپاره دومره عمل صالح وکړي چې ستا لپاره صدقه جاریه شي او ته وبښل شي ؟
دغه اولاد به ستا لپاره عمل وکړي چې ستا په وينا حتي لمونځ نه کوي؟
آيا دغه خپلوان به ستا لپاره صدقه جاریه شي چې حتي پر ژوندون درسره په ماديانو خفه وي؟
آيا دغه دوستان به درته څه وکړي چې يو اختر او بل اختر سره ګوري؟
اي غافل انسانه! دا هر څه هير کړه، هغه د خلوص زمانه تيره شوه اوس مونږ قيامت ته قريب يو..
دغه د ځان ځاني زمانه کي خلکو ژوندي هير کړي له مرګ ورسته به دي څوک يادوي؟
د خپل آخرت فکر خپله وکړه، قرآنکريم خپله ولوله، په خپل لاس صدقي ورکړه . د خپل هغه ځاي لپاره څه وکړه او بيا د فاني نړي سترګې پټي کړه او رخصتونه واخله! دا عقلمندي ده !
الله تعالی دي زموږ او ستاسي اخره خاتمه نيکه کړي،
امين يا رب العالمين