No-IMG

استاد قانت او د توريث بحثونه!

د تحريکونو په بقا کې د توريث قضيه ډېره اساسي وي، دا انساني تجربه ده، کله چې هم په تحريکونو کې د قيادت جوړونې تمرين او امادګي نه وي او د يو نظم له مخې د مشرۍ انتقال صورت نه نيسي نو هلته د ثبات، پرمختګ او پراختيا تصور مړ کېږي.

 

زمونږ په وطن کې په سياسي او اجتماعي جريانونو کې د توريث مسئله هغسې نه پالل کېږي څنګه چې ورته اړتيا وي. د تحريکونو په ژوند کې انقلابي بدلونونه ډېر لږ کارنده او ډېر ځپونکي وي، زه چې څومره له استاد سره مصاحب پاتې شوی يم نو د توريث په قضيه کې مې د استاد لېوالتيا کتله، هغه په يوه متوازنه طريقه او دوامداره تسلسل د توريث قايل و.

 

متوازنه طريقه دا وي چې د تحريکونو په ژوند کې د تحريکونو د مشر نسل خپل مقام او ځای خوندي وي، که د تحريکونو مشر نسل له مخې لرې کېږي او په انقلابي او يو مخيز ډول د تحريک واګې ځوان قشر ته سپارل کېږي نو دا متوازن توريث نه دی، دا د تحريک اصالت او اصلي مسير له ګواښ سره مخ کوي، موخو، مقاصدو او تګلارو ته انحراف ورکوي او کېدای شي د جذبو په يو توپان کې د تحريک وجود په داو کېښودل شي.

 

په وروستيو کې څو ځل د توريث پر قضيه له استاد سره زما او ډاکټر سيد خالد راشد بحثونه وشول، د استاد په نظر توريث يوه سټراټيژيکه قضيه وه، او توريث بايد يو مخيز بدلون نه وي.

 

اساساً توريث بايد د تربيت، تجربې، علم، داعيانه هنر او وړتياو له مخې په تدريج سره تر سره شي، څومره چې د توريث نه شتون خطرناک واقع کېږي همغومره د توريث لنډې لارې، بيړه او يو مخيز ځوانول خطرناک دي.

 

د تحريکونو له سټراټيژيکو، پاليسي جوړوونکو او تصميم نيونکو محورونو څخه شکلي مجالونو ته د مشر نسل ګوښې کول د تحريکونو باور او اصالت ته تاوان رسوي، په تحريکونو کې بايد داسې مشران وي چې د تحريک ځوان نسل ورته د قدوې او مشر نسل په توګه وګوري او دا تش کتل نه دي بلکه دا په تحريکونو کې د نوي او مشر نسل تر منځ د عاطفې، درناوي، همغږۍ او مقاصدو د شراکت اړيکه او باور دی، په بيروني چاپېريال کې هم د تحريکونو مشر نسل د اړيکو يو دوران رامنځته کړی وي چې که يو دم ترې مشر نسل ووځي نو دا دوران له څرخېدو پاتېږي او په دې ډول حرکت په داخلي او بيروني دواړو مجالونو کې جمود خوا ته ځي.

د استاد په اړه زما د ليکنې (استاد قانت، د نظرياتي ژوند سپړنه) يوه برخه...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک