فقر د نورو ډېرو منکراتو مور ده
فقر يو لوی مُنکَر دی، رسول الله عليه السلام ترې په خپلو دعاګانو کې پناه غوښتې ده
بلکې فقر د نورو ډېرو منکراتو مور ده، ځکه چې ډېرې نورې بدبختۍ او منکرات د فقر په سبب راپيدا کېږي.
نبي عليه السلام د منکراتو په اړه عامه وينا فرمايلې ده:
((مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ، وَذَلِكَ أَضْعَفُ الْإِيمَانِ))
يعنې: څوک چې په تاسو کې منکر وويني نو د هغه د لمنځه وړلو لپاره دې لاس په کار شي، که يې توان نه درلود نو د دغه منکر د لمنځه وړلو لپاره دې په ژبه مبارزه وکړي، عامه پوهاوی، نيکې مشورې او اړوندو خلکو ته لارښونې دې وکړي، که يې دا هم په توان نه وو برابر، نو بيا د ايمان وروستی زور يې بايد دا وي چې د دغه منکر ښه دې نه وايي او له زړه يې بايد ښه ونه ګڼي.
فلهذا پکار ده چې حاکم نظام يا دولت په منکراتو کې د دغه لوی منکر له منځه وړلو لپاره جدي ګامونه پورته کړي، په عملي اقداماتو سره دې د دغه نبوي فرمان د (تغيير باليد) برخه عملي کړي، د عامه پوهاوي له لارې دې (د تغيير باللسان) برخه عملي کړي او څوک چې د تغيير باليد او باللسان کار کولی شي، نو قلبي اراده خو به يې طبعاً د دې کار لپاره موجوده وي.
فقر
نهي_عن_المنکر
له_بلې_زاويې