No-IMG

كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ په ځمکه باندې هر څه فنا کېدونکي دي

ایمن العلی يو ۲۳ کلن اردنی ځوان دی، چې ډېر ښکلی، ښايسته او د سوشل ميډيا مشهوره شخص دی. هغه ټک ټوکر، بلاګر، او فېشن موډل دی، او په عرب نړۍ کې د ټرېنډ جوړوونکی ګڼل کېږي. هغه په انسټاګرام، سنيپ چیټ او ټک ټوک باندې لکونه فالووران لري، او د هغه يوه ويډيو ته په يوه ورځ کې له ۱۲ څخه تر ۱۵ لکه پورې کتنې ترلاسه کېږي. هغه په هر مشهور عرب ټلويزيوني چينل کې د مېلمه په توګه برخه اخلي، او په ۲۰۲۲ کې ورته د "ملك جمال الأردن" يعنې "د اردن د حسن بادشاه" لقب ورکړل شو.

په ۲۰۲۳ کې، هغه د اردن له هاشميه پوهنتون څخه د ماسټر سند ترلاسه کړ، او په فراغت مراسمو کې یې د خپلې ځانګړې ټوپۍ پر سر "ملك الإرادة" يعنې "د ارادې بادشاه" لیکلی و. د هغه دې ویډیو د لکونو خلکو خوښي ترلاسه کړه. د خپلې مشهورتیا له کبله، هغه په اردن ټلویزیون کې د "هام وشاهة" په نوم مشهور بدوي سریال کې هم اداکاري کړې ده. هغه په ټک ټوک باندې د خوښونکو او دلچسپو ویډیوګانو جوړول کوي، چې هر څه چې وايي، هغه په یو ټرېنډ بدل شي.

په ۲۰۲۳ کې، د هغه بخت په لوړ عروج کې و؛ د فراغت مراسم یې ترسره کړل، له سوشل میډيا څخه يې لکونه ډالر ترلاسه کړل، په سلګونو اعلانونو کې د ماډل په توګه درنه معاوضه يې ترلاسه کړه، د مصر او اردن د سيلانیانو لپاره یې ویډیوګانې جوړې کړې، او د خپلې خور شانداره واده يې وکړ. خو په ۲۰۲۳ کې، د هغه په بدن کې د معدې او هډوکو د کينسر تشخیص وشو. له دې کينسر سره سره، هغه پرېکړه وکړه چې په هېڅ ډول به تسلیم نه شي او خپلې ټولې مصروفيتونه به جاري ساتي.

خو د تېرو دوو ورځو راهيسې، د هغه يوه نوې عکس خلک په خپګان کې اچولي دي، چې په دې عکس کې هغه په روغتون کې بستر دی، په هډوکو کې یې وزن ختم شوی او خېټه یې د ناروغۍ له کبله پړسېدلې ده. د عکس لاندې د دعا غوښتنه ليکل شوې ده. نن د عرب رسنيو په هر لوی اخبار کې د هغه ذکر شوی، مینوال يې په ژړا دي، او هر څوک د هغه لپاره دعا کوي. په اخبارونو کې د هغه د ناروغۍ په اړه، د هغه د ژوند پېښې او اوسنی حالت په تفصيلاتو سره خپاره شوي دي. مشهور ډيجيټل اخبار (MSN) په هغه يو ځانګړی مضمون خپور کړی دی.

آیا د رسول الله ﷺ له هغه دعا څخه، چې خپل صحابه کرامو ته یې ورزده کړې وه، ستاسو په ورځني معمول کې شامله ده؟

اللهمَّ إنَّي أعوذُ بك من زوالِ نعمَتِك ، و تَحَوُّلِ عافيَتِك ، و فجْأةِ نقمتِك ، و جميعِ سَخَطِك

 "ای الله! زه له تا څخه د تیری نعمت د زوال، د عافیت د له منځه تلو، ناڅاپي نیولو او ستا له هر ډول ناراضۍ څخه پناه غواړم."!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک