سعودي د پېړۍ د سودا تر څنگ چي کله دوی د کنسرټونو او وِژن ۲۰۳۰ عملي کولو رزالت ته مخه کړه
چا چي د قبور پرستۍ پر ضد تحریک پیل کړی وو؛ اپډېټډ ورژن ئې آن په عراق او سوریه کي د صحابه کرامو پر مزاراتو تعمیرات ونړول، د پېړیو پېړیو موزیمي آثار ئې مات کړل؛ بلې هو دا همغه افراطيان ول چي د عثمانیانو لخوا ئې په حرمین الشریفینو کي لگول سوي د اوبو نلکې په حنفیه ونومولې او هغوی ته ئې د بدعت نوم ورکړ... دوی نن هم له قبر پرستۍ سره د دښمنۍ اظهار کوي؛ چي کله ئې کوم دیکتاتور مړ سي نو په یوه ساده خاورین قبر کي ئې ښخ کړي خو د قبر پرستۍ په مقابل کي بیا قصر پرستي پروموټ (تشهیر) کوي؛ امامان ئې پر منبرونو د قصرونو ساتني ته دعاوي کوي؛ د همدغو قصرونو قیصر و کِسری، یا سلطان او ملک ته د أولوالامر نوم ورکوي او په ډېره سپین سترگي وایي؛ دا د دوی شخصي تېروتني دي او یوازي به دوی پرې محاسبه کېږي... هدف ئې دا وي چي خاموش اوسئ!
د پـېړۍ د سودا تر څنگ چي کله دوی د کنسرټونو او وِژن ۲۰۳۰ عملي کولو رزالت ته مخه کړه نو په اسلامي نړۍ کي ئې کردار تر پوښتني لاندي راغی، د همغه امېج برابرولو په هدف ځیني کارونه کوي؛ مثلاً د OIC تېره بې واکه غونډه ئې راوبلله او په ډېره تلواره ئې پای ته هم ورسوله؛ د دې غونډي لاسته راوړني ئې هم د تېرو دوو غونډو په څېر وې...
مختصر وضاحت: چي کله پر سلفیانو نیوکي کوو هدف مو ټول سلفیان نه وي؛ په دغه نیوکه کي دوې طبقې سلفیان راځي؛ یو هغه چي د ریالو په مقابل کي د تېر جهاد په دوران کي کنورټ سول؛ د پلار نیکونو برحق مذهب ئې یوازي د یو څو ریالو لپاره ترک کړ؛ دا د دوی تحقیقي ابتکار نه وو بلکي دوی له دیکتاتورانو متأثر سوي ول؛ یوه کورنۍ پېژنم چي د خپلي ټولي کورنۍ د ځوانانو نومونه ئې د همدغو دیکتاتورانو پر نومونو ایښي دي؛ دوهمه طبقه هغه گونگ شیطانان دي چي د علماوو او مربیانو په نوم پر منبرونو ناست دي او خلک د دغو فرعانونو تعظیم او تکریم ته اړ کوي او تل د دوی له هر رزالت څخه دفاع کوي... تر ۷-اکټوبر وروسته د دوی حیثیت ډېر روښانه سو... دغه دوهمه طبقه ئې دومره شرمنده دي چي د گونگ شیطان طبیعت ئې خپل کړی او د خپل أولو الأمر میم بن سلمان په اړه هیڅ نه وايي... له نورو سلفیانو سره هیڅ ستونزه نسته؛ دلته ډېر ستر ستر سلفي مجاهدین راغلل او تل ئې یوازي خپل اصل هدف (جـ-ـهاد) تعقیب کړ. شهـ-ـید عبدالله عزام د احنافو سره په لمونځونو کي امین بالجهر او رفع الیدین نه کاوی؛ علت ئې دا وو چي نه ئې غوښتل دلته مذهبي اختلافاتو ته وده ورکړي بلکي تل به ئې ویل چي څوک دلته بل مذهب راوړي هغه له دې مقدس جهاد سره جفا کوي...