اي عمر عدالت دی کړي ، ځان دي په امن کړي نو ځکه دغه ډول ويده يي
دا د امريکا مشهور قاضي Frank Caprio دي
مشهور لدي لپاره دي چې د هغه محکمه کي دوسيي په خپل وخت فيصله کيږي. عدالت او شفافيت ورکي وي. خلکو ته ګران دي او ورسره په ټوله نړي کي هم مشهور دي.
د هغه عدالت او شفافيت په دومره اندازه دي چې د فيصلو او عدالتي اجرااتو پر مهال يي کړني په ژوندي بڼه په تلويزونونو کي ښودل کیږی..
په ټوله امريکا کي عامو خلکو په منځ کي په عادي ډول ګرځي يواځې سفرونه کوي. نه ورسره کوم پروتوکول وي ، نه هم کوم نوکر ، نه کوم باډي کارډ خپل بيګ يي خپله په لاس کي نيولي وي او يواځې تګ او راتګ کوي..
بل لوري ته زموږ اسلامي نظام کي د ستري محکمي ريسانو او نورو وزيرانو او واليانو او چارواکو د موټرو قطارونه ، بي شميره باډي ګاډان او نوکران ، داسې ښکارې چې دنيا کي لدوي پرته نور څوک نشته او دا ټول د غريب او بیچاره عوامو په پيسو....
غرور ، تکبر ، د عوامو سره تضحيک امیزه او تهديد اميزه رويه او نور.... او دعوي هم د عمري عدالت د عمره عدالت څخه يوه درجه هم نه ښکته کيږي..
داسې حال چي کله حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه خليفه وه د فارس امپراتورۍ څخه يو وفد د هغه ملاقات لپاره مديني ته راورسېد ، هغوي داسې ګمان کاوه چې مدينه د خلافت د مرکز په حيث به له فارس په ډول ښکلي او عظيم دربار او ماڼۍ ولري ، حيران شول چې د تيږو او خټو کورونه او ډير عادي ځاي يي وموند...
د خلکو څخه يي پوښتنه وکړه چې ستاسو باچا چرته دي؟
خلکو ځواب ورکړ : مونږ باچا نلرو..
وفد: حضرت عمر ښايو
خلک: هغه زمونږ امير دي
وفد: چرته دي ؟
خلک: شايد جومات کي وي
وفد جومات لوري ته لاړه ، هلته يي پوښتنه وکړه چا ورته آدرس ورکړ چې هغه پوري خوړ لوري ته لاړه چې کله خوړ ته ورسيد ګوري چي يو سړي په خوړ کي سوري ته په شکو کي ويده دي خپله امسا يي د سر لاندې يښي او بي غمه خوب کوي نو دغه مهال د وفد مشر خپله مشهوره وينا وکړه.
اي عمر عدالت دی کړي ، ځان دي په امن کړي نو ځکه دغه ډول ويده يي..
محترمو ورونو:
چې عدالت دي تامين کړ ته به په امن کي يي نو ځکه بيا قطارونو ته ضرورت پاتي نشي....