د امریکا جنګي کمپنيانې غواړي چې دغه جنګونه په يوه حال کې هم و نه درېږي
همايون کاسي
په امریکا کې ټاکنې و شوې او تر ټاکنو لمخه ټرمپ اعلان و کړ، چې جنګونه به پايي ته رسوي او د ده هدف به معيشت وي.
خو د امریکا د معيشت يوه غټه برخه د پوځي ټکنالوژي او وسلو په پلورلو ولاړه ده. ځکه د ټرمپ تر راتګ لمخه اوسنى حکومت هڅه کوي، چې جنګونه دومره پراخ کړى، چې وروسته د ټرمپ له پاره د ګنډلو نه وي.
په دغه لړ کې اوس خبر دى، چې امریکا يوکراين ته اجازه نه ورکړې، چې په روس کې دننه بريدونه و کړي.
دغه بريدونه به جنګ هغه ځاى ته و رسوي، چې د جنګ بندولو امکان به ختم شي.
د امریکا اوسنى حکومت د ټرمپ تر راتګ لمخه دغه کار کول غواړي. حالانکې ټرمپ د اېلان مسک له لارې له ايران سره هم د خبرو دروازه خلاصه کړه. خو اوس هڅې روانې دي، چې دغه جنګ ته هم نور پوک ورکړل شي او پراخ کړل شي.
په دغه لړ کې د نومبر او دسمبر مياشتې ځکه ډېرې مهمې دي. که چېرې دغه دواړه جنګونه نور پراخ شو او تېز شو. يوه خوا د روس او يوکراين جهګړه تېزه شوه، بلکې له څو ورځو له دواړو لورو بېخي زياته توده شوې ده. او دا به نوره تودېږي.
دغسې که چېرې اسرائیل او ايران مخامخ سره شکېل شو، نو هم خبره بيا د ګنډلو نه ده. حالانکې اسرائیل چې پر ايران کوم بريد کړى وو، او ايران ته چې څومره تاوانونه رسولي وو. ايران تر امريکايي ټاکنو لمخه د بدل اخستل تودې خبرې کړي وې. خو په عمل کې غلى پاته شو.
پروند بيا د اسرائیلي اولسمشر پر کور بريدونه شوي دي. او هغه پخپله هم دغه جنګ بندول نه غواړي.
ځکه د ټرمپ تر راتګ لمخه امریکايي اسټبلشمنټ لګيا دى داسې هڅې کوي، چې جنګونه پراخ شي. او په نتیجه کې د ټرمپ له پاره ګواښونه زيات شي.
د امریکا جنګي کمپنيانې غواړي چې دغه جنګونه په يوه حال کې هم و نه درېږي. او په امریکا کې د جنګي کمپنيانو څومره سياسي لاسرسى دى، دا خبره اوس پټه نه ده.
ځکه اوس خبرې کېږي، چې د بائيډن حکومت نړۍ د درېيمې نړيوالې جهګړې پر لوري بيايي.