مهم ترين های امروز جمعه
✒️: د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې پر څه باندې لس تنو ډزې شوې دي. سیمه ییزو سرچینو طلوعنیوز ته ویلي، تېره شپه د بغلان نهرین ولسوالۍ اړوند یوه زیارت کې پر څه باندې لسو تنو د نامالومو وسله والو له لوري ډزې شوې دي.
✒️: سرچینو طلوعنیوز ته تایید کړې چې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، جرمني ته سفر کړی دی. دغه سرچینې زیاتوي چې ښاغلی کرزی دوه ورځې وړاندې د سترګو د درملنې لپاره جرمني ته تللی دی. دا په داسې حال کې ده چې هغه مخکې هم د غبرګولي میاشتې په ۳۱مه د درملنې لپاره جرمني ته تللی و.
✒️: د بغلان د امنیه قومندانۍ رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې په نهرین ولسوالۍ کې د لسو لمونځ کوونکو د وژل کېدو خبر تایید کړی او زیاته کړې یې ده چې هغوی تېره شپه د دغې ولسوالۍ د زاړه ښار په یوه جومات کې وژل شوي دي.
د بغلان امنیه قومندانۍ دغه پېښه «مرموز برید» یاد کړی او د وژل شویو شمېر یې لس تنه ښودلی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو د پېښې اړوند څو تنه مظنونین نیولي او لا زیاتې پلټنې دوام لري.
✒️: د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال، محمد اسحاق صاحبزاده، ایران ته د سفر پر مهال په جلا جلا غونډو کې د خراسان رضوي له والي او یو شمېر ایراني او افغان سوداګرو سره خبرې کړې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند وايي، د خراسان رضوي له والي سره په کتنه کې د وسپنې پټلۍ له لارې د ټرانسپورټي همکاریو او سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې شوي او د خراسان والي ژمنه کړې چې په بېلابېلو برخو کې به اړینې همکارۍ وکړي.
✒️: تورخم ښارګوټي کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو مدیر، عرفات مهاجر رسنيو ته ویلي، ځانګړو ځواکونو په یوه بار وړونکي موټر کې ۶ زره ٩٤٩ کیلو ګرامه تاریخي اثار، څه باندې ۱۱ سوه کیلو ګرامه تاریخي سکې او له ۱۲ سوو ګرامو زیات ګران بیه ډبرې نیولي، چې پاکستان ته قاچاق کېدې.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم تورخم ښارګوټي کې پاکستان ته د ګڼو تاریخي اثارو او قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
✒️: ویکتور اوربان، نخستوزیر هنگری، یک روز پس از صدور حکم دیوان بینالمللی کیفری، بنیامین نتانیاهو، نخستوزیر اسرائیل را با ضمانت عدم بازداشت به کشورش دعوت کرد. اوربان گفت که باید از حکم دیوان بینالمللی کیفری مبنی بر بازداشت نتانیاهو سرپیچی شود.
✒️: روز پنجشنبه، ایالات متحده امریکا بار دیگر و برای چهارمین بار، جلوی تصویب قطعنامه آتشبس فوری در غزه را در شورای امنیت گرفت.
پیش از رایگیری برای این قطعنامه که با وتوی نماینده امریکا مواجه شد، ماجد بامیه، معاون نماینده فلسطین در سازمان ملل، جامعه جهانی را به برخورد دوگانه با اسرائيل متهم کرد. او گفت اسرائيل باید دیگر چکاری در فلسطین بکند که شورای امنیت، به مسئولیت خود و اجرای فصل هفتم منشور ملل متحد عمل کند؟
فصل هفتم منشور ملل متحد به شورای امنیت اجازه میدهد در برابر هر گونه « تهدید برای صلح یا اقدام تجاوزگرانه» اقدامات نظامی و غیرنظامی انجام دهد.
✒️: خیبرپښتونخوا کې د سپرلیو پر موټر د برید قربانیانو شمېر ۴۴ تنو ته ورسېد.
یاد برید پرون ماسپښین مهال په کوزه کورمه کې رامنځته شوی چې ۱۶ تنه پکې ټپيان شوي دي.
د دغې برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
✒️: ترکي پولیسو ۳۰ افغان کډوال او ۴ انساني قاچاقبران نیولي دي.
راپورونه کاږي چې یاد کسان غري ښار کې د یوه بار وړونکي موټر د تلاشۍ پرمهال نیول شوي دي. راپورونو کې راغلي چې نیول شوي کسان د بهرنیو وګړو ایستلو مرکزونو ته انتقال شوي دي.
✒️: ټلېګراف ورځپاڼې کاږلي چې که چېرې د اسراییلو اشغالګر لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو بریتانیا ته ولاړ شي، نو د جرمونو نړیوالې محکمې له پرېکړې د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر په ملاتړ سره به د نیول کېدو له ګواښ سره مخ شي.
د جرمونو نړیوالې محکمې پرون د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، مخکېني دفاع وزیر یو اف ګالانت او د حماس قوماندان محمد دیف د نیولو حکم صادر کړ.
✒️: د راپورونو له مخې؛ د لندن ګټوېک هوايي ډګر سویلي ترمینل د "امنیتي پېښې" له کبله تخلیه شوی دی.
راپورونو کې راغلي چې یاد ترمینل په احتیاطي توګه تخلیه شوی څو د امنیتي پېښې څېړنه بشپړه شي.
راپورونه زیاتوي چې د دغې هوايي ډګر مسافرینو ته سپارښتنه شوې څو تر ثانوي خبرتیا په تمه شي.
✒️: اروپايي ټولنې د زده کړو اونۍ په مناسبت پر اېکس لیکلي، دغه ټولنه په افغانستان کې د ښځو او سړو د زده کړو د مساوي فرصتونو ملاتړ کوي.
دغې ټولنې زیاته کړې چې لوستی افغانستان په اقتصادي خپلواکۍ او دوامداره پرمختګ کې مهم رول لوبوي.
✒️: د اسټرالیا حکومت افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو له لوري د ترسره شویو جنګي جرمونو قربانیانو ته د غرامت ورکړې لپاره روټ مککال استازی ټاکلی دی.
د اسټرالیا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکړه به نغدي او یا هم غیر نغدي وي.
د اسټرالیا د لومړي وزیر مرستیال د غرامت ورکړې لپاره د دغه استازي ګومارنه په ۲۰۲۰ کال کې د یوه اسټرالیایي قاضي پاول بریرټن لخوا د چمتو شوي راپور د پایلو پر وړاندې د دغه هېواد د محاکمې په برخه کې یو مهم ګام یاد کړی دی.
پاول بریرټن په خپل راپور کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو لخوا ترسره شوي هغه جنګي جنایتونه په ډاګه کړي وو چې، په پایله کې یې ۳۹ بې ګناه افغانان وژل شوي وو.
✒️: عباس عراقچی وزیر خارجه ایران گفته که این کشور براساس قوانین بینالمللی بار دیگر به اسراییل حمله خواهد کرد و تاکید کرده که این حمله قطعی است.
عراقچی گفته است: «در اجرای این حمله نه تعلل میکنیم نه عجله. عملیات "وعده صادق ۳" همانگونه که جمهوری اسلامی ایران وعده داده انجام خواهد شد.»
✒️: سفارت ایران در کابل نوشته که حسن کاظمی قمی نماینده ویژه ایران در امور افغانستان با جورجیت گانیون معاون جدید نماینده ویژه سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، دیدار کرده است.
در این دیدار، دو طرف درباره موضوعات مرتبط با مواد مخدر تبادل نظر کردهاند.
قمی در این دیدار تاکید کرده که تهران از هرگونه ابتکار سازنده جامعه جهانی برای حمایت از افغانستان حمایت میکند.
✒️: افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، یو شاویونګ د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره کتلي او د دواړو هېوادونو ( چین او ترکمنستان) ترمنځ یې پر دوه اړخیزو اړیکو او افغانستان خبرې کړې دي. د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو خواو ترکمنستان کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې پر ترسراوي هم خبرې کړې دي. خبرپاڼه کې راغلي، دغه کتنه کې د افغانستان پر ثبات او د ټولنیز او اقتصادي وضعیت پراختیا په برخه کې د نړۍوالې ټولنې پر رول هم خبرې شوې دي.
دواړو هېوادونو د اقتصادي بیارغونې په برخه کې د افغانستان پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
✒️: رویترز گزارش داده است که شورای حکام آژانس بینالمللی انرژی اتمی با تصویب قطعنامهای جدید علیه برنامه هستهای ایران، از تهران خواسته است همکاری خود با این آژانس را بهبود بخشد.
در جریان رایگیری، ۱۹ کشور از ۳۵ عضو شورای حکام به این قطعنامه پیشنهادی رای مثبت دادند، در حالی که ۱۲ کشور رای ممتنع دادند و تنها روسیه، چین و بورکینافاسو با آن مخالفت کردند.
✒️: کیم جونگاون رهبر کوریای شمالی ایالات متحده را به تشدید تنشها و رفتارهای تحریکآمیز متهم کرده و گفته است که شبهجزیره کوریا هرگز مانند اکنون با خطر جنگ هستهای روبهرو نبوده است.
رویترز به نقل از خبرگزاری دولتی کوریای شمالی گزارش داده که کیم جونگاون روز پنجشنبه در سخنرانی خود در یک نمایشگاه نظامی در پیونگیانگ گفت که مذاکرات با واشنگتن را امتحان کردهاند، اما نتایج این مذاکرات نشان داده است که سیاست امریکا در قبال کوریای شمالی «تهاجمی و خصمانه» است. رهبر کوریای شمالی همچنین در این سخنرانی خواستار ارتقای تسلیحاتی کشورش شده است.
✒️: پوتین: د اوکراین جګړه نړۍواله کیږي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له بریټانیایي او امریکایي وسلو په کارونې پر روسیې د اوکراین تر برید وروسته وایي، دغه جګړه د نړۍوالې کېدو په لور روانه ده. ولادیمیر پوتین لویدیځ ته خبرداری ورکړی چې، روسیه د دغو بریدونو ځواب ویلي شي.
پوتین ویلي، روسیې د اوکراین له لوري د بریټانیایي او امریکا وسلو د کارونې په غبرګون کې د کییف ګڼ پوځي مرکزونه د منځني واټن ویشتونکي او له غږه چټک توغندي په وسیله په نښه کړې دي. د هغه په خبره، روسیه به د دغه راز وسلو کارولو ته دوام ورکړي او تر برید وړاندې به ملکیانو ته هم خبرداری ورکړي. تر دې وړاندې اوکراین ادعا کړې وه چې روسیې پر دغه خاوره د لویې وچې ویشتونکی توغندی کارولی دی.
✒️: وزارت خارجه و سازمان انرژی اتمی ایران در بیانیهای مشترک، به تصویب قطعنامه شورای حکام آژانس بینالمللی انرژی اتمی واکنش نشان دادند و اعلام کردند که سانتریفیوژهای جدید و پیشرفته را راهاندازی خواهند کرد. در این بیانیه، تصویب این قطعنامه اقدامی «سیاسی، غیرواقعبینانه و مخرب» توصیف شده است.