د ملگرو ملتونو په امنیت شوریٰ کي د غزې په اړه د سمدستي اوربند په تړاؤ قرارداد امریکا وېټو (رَد) کړ
د ملگرو ملتونو په امنیت شوریٰ کي د غـ-ـ ـزې په اړه د سمدستي اوربند په تړاؤ قرارداد امریکا وېټو (رَد) کړ؛ د قرارداد په ملاتړ کي ۱۴-څوارلس رأیي وکارول سوې او په مخالفت کې یوازینۍ (پرېکنده) رأیه د امریکا وکارول سوه. د نورو مخ تور سو.
نن هم امریکا په پوره نظامي، مالي او حقوقي بڼه د خپل نازولي خوگ ملاتړ کوي؛ اروپا ئې په خپل نه بخښونکي جنایت کارانه سکوت د هري پرېکړي هرکلی کوي؛ په دې شوریٰ کي د اسلامي هېوادونو غړیتوب پر نشت حساب دئ... په وېټو پاور درلودونکو هېوادونو کې هیڅ یو اسلامي هېواد نسته... دا د غرب د ملگرو ملتونو د سازمان معیار دئ؛ تر دې وړاندي د ليگ آف نېشنز وضعیت ته دې هم بدتر وو؛ هغه سازمان خپلي ټولي نیمگړي او غیرِمنصفانه پرېکړي همدې سازمان UN ته انتقال کړې او دې سازمان بیا هغه ستونزي نه یوازي لاینحل پرېښودې بلکي په هغو ټولو ستونزو کې د مظلومانو لاسونه د ظالم پر وړاندي تر شا وتړل؛ د دې نیمگړتیاوو او ظالمانه پرېکړو ډېر مثالونه سته خو زه به ئې یو مختصر مثال درکړم؛ نور مثالونه ئې پر فېسبک نسي نشرېدلی؛ د هغه لپاره به په کمنټ کي څرگند کتاب مطالعه کوئ!
د مقدسي زمکي په تړاؤ د ملگرو ملتونو د ظالمانه پرېکړو په پای کي یوه دا پرېکړه هم شامله وه چي یروشـ-ـلم به د تل لپاره آزاد حیثیت ولري او د همدې سازمان تر سېوري او ادارې لاندي به موجود وي او د نړۍ هر فرد به کولی سي دې تاریخي ښار ته د زیارت کولو په موخه راسي؛ ولو که ملعون قوم په رسمیت هم ونه مني... خو د پېړۍ سودا چي کله پیل سوه او امریکا وغوښتل دا ښار د ملعون قوم د مرکز په صفت ومني او حتی خپل لوی سفارت همدلته را انتقال کړي او آن نوم ئې هم رسماً یروشلم نه بلکي تل ابـ-ـیب غوره کړي نو د ملگرو ملتونو بې واکه سازمان یوازي د خاموش تماشايي کردار ولوبوی او په خپل غافلانه سکوت ئې خپل مخ تور کړ... دوی تر دې وړاندي یوازي ۶% سلنه خوگانو ته د مقدسي زمکي تر ۵۰% سلنه ډېره زمکه ورکړه او د ۶% سلنه غیر قانوني کډوالو لپاره ئې د سیمي ۹۴% سلنه اصیل اوسېدونکي (مسلمانان) بې کوره کړل... دا او دې ته له ورته ناخوالو که خبرېدل غواړئ لاندینی کتاب مطالعه کړئ!