ښېګڼه وکړئ، اللّٰه تعالی ښېګڼهکوونکي خوښوي
له بده مرغه زمونږ په ټولنه کې ما حتی له ډېرو ښو او نېکنامو خلکو دا اورېدلي چې نورو ته په توصیه کې وايي: ښه مه کوئ، بد نشته! له خپلو تجربو يې وايو، مونږ ته تل زمونږ ښېګڼې بدې شوې دي!!
مطلب ښکاره خلک هڅوي چې که له چا سره ښېګڼه ونه کړئ نو د خلکو له بدو به په امن کې ياست، او دا خبره اکثراً د خپلوانو او ملګرو په حق کې کېږي.
مګر دا خبره د قرآن کريم او د صحيحو احاديثو د صريحو لارښوونو خلاف ده، اللّٰه تعالی په عمومي ډول عام حکم فرمايي:
﴿وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ﴾(١٩٥) البقرة
ښېګڼه وکړئ، اللّٰه تعالی ښېګڼهکوونکي خوښوي.
همدا ډول له هغه چا سره چې بدي راسره کوي، د هغوی په اړه د قرآن کريم خصوصي فرمان داسې دی:
﴿ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ السَّيِّئَةَ نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَصِفُونَ﴾(٩٦) المؤمنون
د بدۍ ځواب په ښیګڼې ورکوه، مونږ ډېر ښه پوهېږو چې دوی څه وايي/کوي.
مونږ اکثره په خپلو کې له يو چا سره ښېګڼې د دې په خاطر پرېږدو چې هغه (فلانکی او بستانکی) په ښېګڼو نه ارزي يا په ښو نه پوهېږي...
د قرآن کريم له مختلفو آيتونو معلومېږي چې اللّٰه تعالی د همدغې خبرې رد په دې کړی چې ﴿نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَصِفُونَ﴾ يعنې راته وايي، تاسو د دوی د خبرو په اړه اندېښنې مه کوئ چې ستاسو د خبرو او ښېګڼو په اړه څه وايي، څه ډول ځواب درکوي او يا پرې پوهېږي او که نه، ستاسو لپاره همدا بايد کافي وي چې ستاسو په ښېګڼو اللّٰه تعالی ډېر ښه پوهېږي، له اللّٰه تعالی هيڅ شی نه هېرېږي، ﴿وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا﴾ او اللّٰه تعالی د محسنينيو اجر نه ضايع کوي، فرمايي: ﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ﴾.