No-IMG

انسان مجبور دی په خپل ژوند چې د ځان قانع کولو لپاره په ډېرو مواردو کې تنازل وکړي

انسان اجتماعي مخلوق دی، په ټولنه کې د ښه ژوند لپاره مجبور دی لوړې ژورې وويني او ځان مخکې له مخکې دغو لوړو ژورو لپاره ذهنا چمتو وساتي، په انسانانو کې څوک چې څومره ډېر قانع دی، هومره به په رواني لحاظ خوښ وي، او څوک چې څومره بې قناعته وي، په هماغه اندازه به يې ذهني ناارامي ډېره وي.

انسان مجبور دی په خپل ژوند چې د ځان قانع کولو لپاره په ډېرو مواردو کې تنازل وکړي، ايثار او قرباني يې زده وي او بايد يې عملي کړي، ځکه چې دا د ژوند طبيعت او فطرت دی.

زه شخصاً په ډېرو مادي شيانو کې تنازل ته ذهنا آماده يم، البته يوازينی شی چې تنازل په کې نه شم کولای، هغه ذهني قناعت دی او په پټو سترګو په يو شي باور کول دي.

زما په نظر انسان بايد په دې برخه کې بشپړه ازادي ولري او نه بايد په پټو سترګو هره اورېدلې خبره پرته له ذهني تحليل او تعليل او قلبي قناعت ومني، همدا د ايمان تقاضا هم ده او په همدې دليل د ايمان د اعتبار لپاره يو بنيادي شرط قلبي قناعت (تصديق بالقلب) ګڼل شوی.

قلبي_قناعت

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک