مهم ترين های امروز دوشنبه
✒️: د ٢٠٢٥ کال هند کرېکټ غوره لیګ لپاره نن د لوبغاړو پېرلو بولي پیل شوه چې د نن شپې تر پایه پکې دوه افغان لوبغاړي دوو لوبډلو ته غوره شول. د نن شپې په بولۍ کې توپ وهونکی، رحمن الله ګربز د کلکټې لوبډلې لپاره په دوه کروړه او ورو توپ اچوونکی، نور احمد لکڼوال د چینای سوپر کېنګ لوبډلې لپاره په ۱۰ کروړه هندي کلدارو غوره شوي دي.
د بولۍ دغه لړۍ به سبا هم دوام وکړي چې ښایي نور افغان لوبغاړي هم پکې غوره شي.
✒️: اسلام اباد کې د اسلامي امارت سفارت پر اېکس خپلو مراجعینو ته خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د روان وضعیت له امله نن (نومبر ۲۵مه) سفارت هیڅ ډول چارې پر مخ نه وړي او رخصت دی. پاکستان کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د پخواني لومړي وزیر، عمران خان پلویانو له بنده د هغه د راخوشې کولو لپاره پراخو لاریونونو ته دوام ورکړی چې له امله یې پلازمېنې اسلام اباد ته ټولې غځېدلې لارې تړلي، انټرنیټونه او د مبایل خدمتونه هم بند دي.
✒️:: د روغتیا نړۍوال سازمان په بلخ کې د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې د یوه مرکز له پرانیستې خبر ورکړی دی.
دغه مرکز چې بلخ ته د روغتیا نړۍوال سازمان د سیمه ییزې مشرې، حنان بلخي د سفر پر مهال پرانیستل شوی، په راتلونکو لسو میاشتو کې به پکې د ۶۲۰ ښځو او ۱۲۰ ماشومانو درملنه وشي.
✒️: د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایو یونګ د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست، امیر خان متقي سره کتلي دي.
بهرنیو چارو وزارت د دغې ویډیو په خپرولو سره ویلي، په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او چین پر دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو چارو خبرې وکړې.
د چین ځانګړي استازي ټينګار وکړ چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې غونډه کې دې د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي ګډون وکړي.
✒️: د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د دغه وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي د ترکیې په رسمي بلنه به د استانبول په حلال نړۍوال نندارتون کې ګډون وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي عزیزي کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره په دې اړه خبرې کړې دي. د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه نندارتون د نومبر له ۲۷ تر ۳۰ پورې جوړيږي.
✒️: برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه شرکت د رییس، عبدالباري عمر او د تاجېکستان "د تاجېک برېښنا سهامي شرکت" د رییس، عسازاده ترمنځ د ۲۰۲۵ زیږیز کال لپاره د برېښنا د پېرلو تړون لاسلیک شو. خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه تړون په ترکیه کې لاسلیک شوی دی.
✒️: سنجی ویجسکارا مدیر منطقهای یونیسف در جنوب آسیا تاکید کرده است که اجرای برنامه واکسیناسیون پولیو بدون حضور واکسیناتورهای زن ممکن نیست.
او در ایکس نوشته که «تنها واکسیناتورهای زن قادرند اعتماد مادران را جلب کنند و اطمینان حاصل کنند که کودکان به واکسن پولیو دسترسی پیدا میکنند.»
✒️: د روسیې د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو له خپل مل پلاوي سره د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دغې کتنه کې د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ کچې پر زیاتېدو او همداراز افغانستان کې د روسي پانګوالو پر پانګونې خبرې اترې شوې دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، ښاغلي برادر په دغې کتنه کې ویلي چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړیکو د کچې لوړوالی به په اقتصادي برخه کې د عملي پرمختګونو بې شمېره فرصتونه رامنځته کړي او د افغانستان اسلامي امارت به د سیمې د یو مسوول اقتصادي شریک په توګه مثبت رول ولري.
په دغې کتنه کې د روسیې د ملي امنیت شورا عمومي منشي هم ویلي چې، په نږدې وخت کې به، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه، د اسلامي امارت نوم د روسیې له تور نوملړه لېرې کړای شي.
✒️: مولوی محمد یعقوب مجاهد سرپرست وزارت دفاع، با هیأت روسی به رهبری سرگئی شویگو دبیرکل شورای امنیت روسیه، دیدار کرده است.
وزارت دفاع در خبرنامهای اعلام کرده است که سرپرست وزارت دفاع در این دیدار از تلاشهای روسیه برای حذف نام امارت اسلامی از فهرست سیاه و تقویت روابط دوجانبه قدردانی کرده است. خبرنامه افزوده است که دو طرف درباره موضوعات گوناگون، از جمله گسترش همکاریها در زمینههای اقتصادی، تجاری و امنیتی، گفتوگو کردهاند.
✒️: اردوغان: زنان شریف فلسطین با موضع والای خود در برابر وحشیگری شبکه قتل عام، در برابر ظالم سر فرود نمیآورند و الگویی برای جهان و تمام زنان هستند.
هر کس که به زنی دست بلند کند یا مرتکب خشونت جسمی یا روانی شود باید مجازات شایسته را دریافت کند، این وظیفه اصلی دولت است.
با صرف نظر از فشارهای لابی صهیونیستی واکنش خود را نشان خواهیم داد و از دفاع از حق زندگی شما (زنان فلسطینی) که اساسیترین حقتان است، دریغ نخواهیم کرد.
✒️: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه: دولت خونخوار نتانیاهو هر روز دهها زن، کودک و سالخورده را وحشیانه میکشد، درست مانند قاتلان زنجیرهای که از کشتن لذت میبرند.
✒️: در حملات 15 روز گذشته ارتش اسرائیل اشغالگر به نوار غزه 523 نفر جان خود را از دست دادند و 1709 نفر مجروح شدند.
✒️: اکثریت کشورهای اروپایی حکم بازداشت نتانیاهو و گالانت را که توسط دیوان کیفری بینالمللی صادر شده، اجرا خواهند کرد.
حکم بازداشت نتانیاهو ، نخستوزیر اسرائیل و یوآو گالانت وزیر دفاع پیشین که توسط دیوان کیفری بینالمللی صادر شده است، همچنان در صدر اخبار قرار دارد.
✒️: د راپورونو له مخې؛ حزب الله غورځنګ پر اسراییلو شاوخوا ۳۴۰ توغندي توغولي چې له کبله یې ۱۱ تنه ټپيان شوي دي.
راپورونو کې راغلي چې توغول شوي توغندي د اسراییلو پر پلازمېنه تل ابیب ښار لګېدلي دي.
✒️: ایران له جرمني، فرانسې او بریتانیا سره د اټومي وسلو پرسر مذاکرات پیلوي.
د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت مسوولینو څرګنده کړې چې دغه مذاکرات به د نړیوالو مسایلو له مخې د نومبر په ۲۹مه پيل شي.
✒️: د فیلیپین ولسمشر مرستیالې سارا دوترته ویلي چې د نوموړې وژنې په صورت کې به یې ولسمشر فردیناند، د هغه مېرمن او د استازو جرګي مشر ترور شي.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس راپور له مخې؛ دوترته دغه څرګندونې په انلاین کنفرانس کې کړې او د فیلیپین ولسمشر یې په "دروغو" تورن کړی دی.
راپور زیاتوي چې د فیلیپین د قانون له مخې دا ډول څرګندونې جرم دی او لا په ډاګه نه ده چې د نوموړې پر وړاندې به څه ډول اقدامات ترسره شي.
✒️: هندي رسنیو راپور ورکړی چې اترا پردېش ایالت کې پرون د جيپياېس تېروتنې له کبله درېیو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
راپور زیاتوي چې موټر کې ناستو کسانو د جيپياېس په کارونې سره غوښتل له یوې سیمې بلې ته ولاړ شي چې د دې چارې لپاره باید له یوه پله چې د سېلابونو له کبله ویجاړ شوی و، تېر شوي وی.
راپور کې راغلي چې موټر له پله لاندې سیند ته لوېدلی او دغه پېښه رامنځته شوې ده.
✒️: لندن کې پر لارویانو د چاقو برید کې درې تنه ټپيان شوي.
راپورونو کې راغلي چې دغه برید په وېست منسټر پله باندې رامنځته شوی او پولیسو یاد پل د تګ راتګ پرمخ تړلی دی.
تر اوسه د دغې برید د انګېزې په تړاو جزییات نه دي خپاره شوي.
✒️: راپورونه کاږي چې له جرمني څه تلونکې کارګو الوتکه د لیتوانیا پلازمېنې ویلنیس هوايي ډګر ته نږدې له یوې استوګنیزې ودانۍ سره لوېدلې ده.
راپورونو کې راغلي چې تر دې دمه د یوه تن مړینه او درېیو تنو ټپيانېدل تایید شوي او د سقوط څرنګوالي په موخه څېړنې روانې دي.
✒️: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې چمتو دی څو بریتانیا په سایبري بریدونو سره په نښه کړي.
راپورونو کې راغلي، پوتین څرګنده کړې چې مسکو د بریتانیايي سوداګرۍ په نښه کولو ته "دوه ځله فکر نه کوي."
✒️: ملګري ملتونه وايي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو لپاره یو کمپاین چې هر کال د نومبر له ۲۵مې د ډسمبر تر ۱۰مې پورې دوام کوي، پیلیږي.
دغه سازمان څرګنده کړې چې د دې کمپاين په لړ کې له حکومتونو غواړي څو د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي برخه کې پانګونه وکړي.
✒️: حسینعلی سنچولی قوماندان انتظامی ولسوالی سراوان در ولایت سیستان و بلوچستان ایران، از بازداشت ۱۱۰ مهاجر بدون مدرک اقامت خبر داده است.
به گزارش رسانههای ایرانی، این بازداشتها در جریان اجرای طرحی با عنوان «ارتقای امنیت اجتماعی» صورت گرفته است.
سنچولی هرچند جزییات بیشتری درباره ملیت مهاجران یا شرایط بازداشت آنها ارایه نکرده است، اما این در حالی است که بیشتر مهاجران در ایران افغان هستند.
✒️: حسن کاظمی قمی سفیر و نماینده پیشین رییسجمهور ایران در افغانستان، با یو شیاو یونگ نماینده ویژه چین برای افغانستان، دیدار کرده است.
سفارت ایران در کابل در خبرنامهای گفته است که در این دیدار، دو طرف بر لزوم مقابله با هراسافگنی و «ضرورت تقویت ابتکار گروه تماس منطقهای با هدف ایجاد صلح و ثبات و جلوگیری از مداخلات تفرقهافگنانه بیگانگان در افغانستان» تأکید کردهاند.
✒️: علی خامنهای رهبر مذهبی ایران در سخنرانی خود گفته که حکم بازداشت نتانیاهو کافی نیست؛ حکم اعدام او باید صادر شود.
اظهارات خامنهای پس از آن مطرح شد که دادگاه کیفری بین المللی (ICC) اخیراً حکم بازداشت بنیامین نتانیاهو نخستوزیر اسراییل، را به اتهام جنایات جنگی صادر کرد.
✒️: علی لاریجانی مشاور علی خامنهای رهبر مذهبی ایران گفته که تهران در حال آماده شدن برای پاسخ به اسراییل است. او در گفتوگو با تسنیم افزوده که «درکل من فکر میکنم این مسالهای است که باید اجازه بدهیم مسوولان مربوطه نظامی در این زمینه تصمیم درستی بگیرند. من هم میدانم که درباره راهکارهای مختلف آن فکر میکنند.»
✒️: حزب الله د اسرايیل پلازمېنې ته نږدې توغندیز بریدونه کړي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د لبنان حزب الله د اسراييل پر پلازمېنه تل ابیب درانه توغندیز بریدونه کړي دي.
راپور د اسراييلي ځواکونو له قوله کاږي چې په دغو بریدونو کې کورونه ویجاړ شوي خو د انساني تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي. دغه بریدونه وروسته له هغې کیږي چې اسراييل د لبنان پر پلازمېنه بېروت خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړی او تازه یې په دغو بریدونو کې ۲۹ تنه وژلي دي.