د اسلامي امت اوسني حال د قلم په ژبه
يو طاقتور حکمران چې ځان ته يي خليفه او امير المومنين لقب ورکاوه او خپل اطاعت يي په خلکو واجب ګاڼه او مخالفت يي بغاوت! د خپلي زمانې يو نامتو عالم امام ابوحنيفه رحمة الله عليه ته د خپل حکومت د قاضي القضات منصب پشنهاد کړ ليکن د امام انکار څخه ورسته امام زنداني کړاي شو.. دغه حکمران نوم امير المومنين ، خليفه المسلمين ابو جعفر عبدالله بن محمد المنصور وو چې دوهم عباسي خليفه يادېږي..
امام ابوحنيفه رحمة الله عليه د حکمرانانو او چارواکو له دربارونو د لريوالي کوښښ کاوه - کله چي امير المومنين خليفه منصور امام ابوحنيفه رحمة الله عليه ته د قاضي القضات ( ستري محکمي ريس) منصب پشنهاد وکړ نو امام ورته وویل: زه دغي عهدي لپاره مناسب نه يم ، نشم کولاي چي عدالت تامین کړم.
منصور دغي خبري سره په غصه شو او امام ته يي وويل: ته درواغ وایی!
امام ځواب ورکړ: چې درواغجن يم بيا خو واقعي دغي عهدي لپاره مناسب نه يم..
منصور آمر وکړ چي امام زنداني کړي او هره ورځ يي 10 دوري ووهي
او بيا يي د هغه شاکرد امام ابو يوسف قاضي القضات مقرر کړ.
په زندان کي امام ته اذيت او وهل ورکړ شو تر څو د اميرالمومنين خليفه منصور خبري ومني ليکن د امام مسلسل انکار او استقامت د وخت حکمران دومره په غصه کړ چې زندان کي يي زهر ورکړل او په شهادت يي ورساوه چې بلاخره شهيد او مظلوم امام جنازه له زندان څخه ووتله..
په بغداد کي لوي شمير خلکو د هغه په جنازه کي کډون وکړ..
اميرالمومنين خليفه منصور امام جعفر صادق رحمة الله عليه هم په زور خپل اطاعت ته مجبور کړ هغه يي ونيوه او ځينو روياتو په اساس امام جعفر صادق رحمة الله عليه ته يي هم زهر ورکړل..
همدارنګه د فقه بل مشهور عالم امام مالک رحمة الله عليه هم د اميرالمومنين خليفه المسلمين جعفر منصور د جبري او انحصاري فيصلو منلو انکار وکړ. کله چي د مديني والی اعلان وکړ چي خليفه اطاعت او بعيت په ټولو خلکو واجب دي نو امام مالک رحمة الله عليه دا کار ناجايز وګاڼه او استدلال وکړ څرنګه چی جبري طلاق نه صحیح کيږي همدارنګه جبري بيعت هم جواز نلري.. چې بيعت صحيح نه شو نو جبري اطاعت هم ندي واجب..
د مديني والی هغه ونيوه او امام يي په خر سپور کړ او جزايي ډول يي د مديني کوڅو وګرځاوه له هغه ورسته يي بيا په درو وواهه . امام پر ځمکه پريوت او چپ لاس وګه يي ماته شوه..
کله چي امام ابوحنيفه ، امام جعفر صادق او امام مالک رحمهم الله د يوه جابر حکمران مقابل د حق آواز پورته کړل او سليقوي او انحصاري فيصلو يي مخالفت وکړ او بالاخره يي ځانونه قربان کړل په همدغه دوره کي په سلګونو داسې علماء هم ول چې د منصبونو او دنيوي امتيازاتو او خود غرضي او چاپلوسیو له امله خاموشه ول او د وخت خليفه او امير المومنين هر حکم يي په خاموشي استقبالوه...
چې د وخت د اميرالمومنين او خليفه المسلمين طبیعت خوشحالۍ او خفګان یی د ملی مصلحتونو خلاف ځانونو ته معیار ګرځولې وه او ځانونو ته یی کاذب تلقین ورکړی وه چی همدا ډول خلک د دربار او خليفه منظور نظر هم ول..
همدارنګه امام شافعي رحمة الله عليه او امام أحمد هم په خپل وخت د خليفه ګانو او دربار لخوا وزوريدل ، زندانيان شول او تعذيب او ووهل شول..
ليکن نن ټول د درسونو او تقريرونو کي دغو امامانو د معاملاتو فقه تدريس کوي او پر ځان او نورو لازموي ليکن هغه سياسي فقه چې د ټولو څخه اهمه وه او همدي لپاره يي ځانونه قرباني کړل له پامه عورځولی، ځکه که په هغه فقه عمل وکړی حاکم ، سلطان ، ولسمشر ، نور چارواکی او د وخت خلیفه او امیرالموممین به خفه شی ، منصب ، شهرت او مادیات به د لاسه ورکړی ، هيڅ څوک د انحصار او استبداد او سليقوي فيصلو مقابل خبره هم نشي کولاي او د خپل ذاتي خو غرضي او مفادپرستي پخاطر هر څه په خاموشه استقبالوي او پدي فکر دي چې په دغه تملق ، چاپلوسی، خوف ،او خود غرضي سره سره به جنتيان وي.......
هغه وخت هم دغه دول درباريانو کمښت نه وه او نن هم نشته..