مهم ترين های امروز چهارشنبه
✒️: د عامې روغتیا وزارت وايي، د شري د واکسین تطبیق لپاره یې بودیجه په پام کې نیولې او راتلونکي کال به د ټول هېواد په کچه د شري (سرخکان) واکسینو عمومي کمپاین پیل شي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، نور جلال جلالي د روغتیا نړۍوال سازمان، GAVI ، یونېسیف له مسوولینو او د واکسین برخې له همکارانو سره انلاین کتنه کې دا خبرې کړې دي.
✒️: سرپرست وزارت دفاع با سفیر پاکستان در کابل دیدار و پیرامون روابط میان کابل و اسلامآباد گفتوگو کرده است.
مولوی محمد یعقوب مجاهد در دیدار با عبیدالرحمن نظامانی، افغانستان و پاکستان را دو کشور همسایه خوانده و افزوده است که دو کشور مشترکات زیادی با یکدیگر دارند و امارت اسلامی با حسن همجواری و احترام متقابل، آماده همکاری همهجانبه در عرصههای اقتصادی، تجاری و سایر موضوعات مشترک است.
وزارت دفاع در خبرنامهای اعلام کرده است که سفیر پاکستان نیز در این دیدار بر گسترش همکاریهای مشترک و تقویت روابط دوجانبه تأکید کرده است.
✒️: منابع محلی میگویند که پس از چهار روز، جسد یکی از قربانیان رویداد ترافیکی در بدخشان از دریا بیرون کشیده شده و تلاشها برای بیرون آوردن پنج جسد دیگر تا اکنون بینتیجه بوده است.
به گفته منابع، تلاشها برای بیرون آوردن سایر جسدها ادامه دارد؛ اما شدت جریان آب، عمق دریا و نبود تجهیزات پیشرفته، عملیات پیدا کردن جسدها را کند کرده است.
این در حالی است که چندی پیش یک موتر با شش سرنشین در مسیر شاهراه فیضآباد-بهارک، از جاده منحرف شده و به دریای کوکچه سقوط کرده بود.
✒️: سعودي نن په لومړۍ وار ریاض کې د بې ډرېوره مېټرو ټرین خدمات پیل کړل.
دمګړۍ به د ریاض دریو نقاطو ته میټرو ټرینونه ځي خو ډسامبر کې به د میټرو د ورتګ نقاط شپږو ته لوړ شي.
حکومت ټینګار کړی چې پر خلکو یې کرایې باید لوړې نه شي.
✒️: د سعودي پاچا له ۱۲ هېوادونو نه ۲۵۰ شخصیتونه د شاهي میلمنو په توګه د عمرې ادا کولو ته وربللي.
دوی به د عمرې د ادا کولو تر څنګ د تاریخي ځایونو او دیني زیارتونو له نږدې څخه د لیدلو فرصت ولري.
✒️: د روسیې پارلمان ته له تور لیسته د کابل د واکمنې ډلې د ایستلو لایحه وړاندې شوه.
د لایحې لیکونکی سناتور ارنسټ ولییف وایي، دا لایحه ځینې اقدامات او میکانیزمونه لري چې په عملي کولو یې نورې ترهګرې ډلې هم تور لیست نه ایستل کېږي.
✒️: په داسې حال کې چې ځانګړی استازی یې کابل ته تللی، د چین د مرکزي قومومندانۍ مرستیال اسلام اباد ته رسېدلی او د پاکستان د پوځ له مشر سره د سیمه ییزې ترهګرۍ د مخنیوي په اړه يې بحث کړی.
چین پاکستان کې پر خپلو وګړو بریدونو اندیښمن کړی او پاکستان دغو بریدونه ته د افغانستان له خاورې د ترهګرو د ورتلو تورونه لګوي.
✒️: رجب طیب اردوغان، رئیسجمهور ترکیه: از توافق آتشبس میان اسرائیل و لبنان که از سحرگاه امروز اجرایی شد استقبال میکنیم.
✒️: د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان د میانمار سرپرست ولسمشر مین انګ هیلینګ، د دفاعي خدماتو قوماندان او لوړ پوړي جنرال د نیولو امر لپاره غوښتنلیک صادر کړ.
د یادې محکمې خبرپاڼه کې راغلي، د دوی څېړونکې ډلې موندلې چې هیلینګ د روهینګیا اخراج او ځورونه چې په میانمار او بنګلهدېش کې ترسره شوې او همدارنګه د بشریت ضد جنایتونو کې پړ دی.
✒️: افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر وايي، افغانستان کې د درېیو کلونو په تېرېدو د خبریالانو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونې ۳۳۶ پېښې ثبت شوې دي.
اخوا د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد د يوناما راپور ته په غبرګون کې ویلي چې اسلامي امارت د افغان خبريالانو او رسنيو حقونو ته ژمن دی.
✒️: د بلجیم پاچا فیلیپ دغه هېواد کې د فلسطین لومړنۍ سفیرې په توګه د امل جادوا باورلیک منلی دی.
جادوا پر خپله اېکسپاڼه کښلي چې نوموړې د فلسطین لومړنۍ سفیرې په توګه خپل باورلیک د بلجیم پاچا ته سپارلی دی.
✒️: راپورونه کاږي چې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د مېرمنې په مشرۍ د مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې د څلورو پوځیانو په ګډون لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي.
✒️: قطر او سعودي عربستان په جلا جلا خبرپاڼو کې په لبنان کې د اوربند له هوکړې هرکلی کړی دی. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې هیله څرګنده کړې چې، دغه هوکړه وکړای شي، په غزه کې د روانې جګړې او په لوېدیځه غاړه کې د اسراییل د بریدونو د درولو لپاره، د ورته هوکړې د بېلګې په توګه وکارول شي. قطر له ټولو لورو غوښتي چې، د اوربند هوکړهلیک ته ژمن پاتې شي او ژر تر ژره دې نظامي عملیات ودروي. دواړوه هېوادونو، دغې هوکړې ته د رسېدو په پار، له نړۍوالو، په ځانګړې توګه د امریکا او فرانسې له هڅو ستاینه کړې ده.
✒️: د پاکستان د پخواني لومړي وزیر، عمران خان ګوند خپل لاریونونه د لنډمهال لپاره وځنډول. په دغو لاریونونو کې چې د تحریک انصاف ګوند لسګونه غړي پکې ونیول شول او بندیان شول، نن سهار ودرېدل.
له بنده د عمران خان د راخوشې کولو په تړاو د لاریونونو په پایله کې شپږ کسان وژل شوي، چې څلور سرتیري او دوه لاریون کوونکي وو.
✒️: جي ۷ هېوادونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له افغان وګړو ملاتړ ته ژمنتیا څرګنده کړې ده.
اعلامیې کې راغلي چې له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان یوځایېده او له ګاونډيو هېوادونو سره سوله ییزې اړیکې هغه مهال شوني دي چې ټولګډونی او استازی سیاسي بهیر رامنځته شي.
اعلامیې زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې لمخې افغان ښځو ته هم په سیاسي بهیر کې د بشپړ، مساوي او خوندي ګډون غوښتونکي دي.
✒️: روسي رسنیو د کرملېن ماڼۍ ویاند، دېمتري پاسکوف له قوله راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اسلامي امارت سره د اړیکو جوړول غواړي.
پاسکوف زیاته کړې چې د اړیکو پراختیا مهمه ده ځکه افغانستان د روسیې نږدې سیمه ییز هېواد دی.
✒️: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په لبنان کې د حزب الله او اسراييل ترمنځ د اعلان شوي اوربند هرکلی وکړ.
ګوترش پر اېکس ليکلي، هیله لري چې د اوربند دغه تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي، کړاونو او ویجاړۍ د پاېته رسېدو لامل شي.
اخوا د فرانسې ولسمشر، ایمېنیول ماکرون هم د دغه اوربند ملاتړ او هرکلی کړی دی.
✒️: اسراييل هم له حزب الله سره د اوربند تړون ومانه.
رویټرز خبري اژانس د اسراييل د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو له قوله ویلي، اسراييلي کابینې دغه تړون منلی دی.
د اسراييل او حزب الله ترمنځ د اوربند منځګړیتوب امریکا او فرانسې وکړ.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، دغه اوربند به په لبنان کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو مخنیوی وکړي او اسراييل به هم د لبنان له سرحدي سیمو بېرته په شا شي.
✒️: د اسټرالیا ولسي جرګې یو قانون تصویب کړ چې لمخې یې له ۱۶ کلونو کم عمره ماشومانو لپاره د ټولنیزو شبکو کارول منعه اعلان شول.
د اسوشیټیډ پرېس د راپور لمخې، په ټولنیزو شبکو لکه؛ ټېک ټاک، فیسبوک، سنپچټ، ریډیټ، اېکس او انسټاګرام کې د ماشومانو لپاره د حساب پرانیستل تر ۵۰ میلیونه اسټرالیايي ډالرو (۳۳ میلیونه امریکایي ډالر) جریمه لري.