امریکایانو چې کله شوروي مات کړ فکر یې کاوه چې د نړۍ تلپاتې پاچاهي یې وګټله
امریکایانو چې کله شوروي مات کړ فکر یې کاوه چې د نړۍ تلپاتې پاچاهي یې وګټله. دوی په دې فکر ؤ چې څرنګه دا پاچاهي تل لپاره وساتي. دوی چې دغه هدف لپاره کوم وسائل استفاده کړل په ټولو کې یې تاریخي درسونه واخستل:
» جګړې: د اعمارو مطابق له ۱۹۹۰م څخه تر ۲۰۱۹م پورې امریکا په ۳۰ اشغالونو کې ښکېله شوې ده. له دې شمېرو له مخې په دې مرحله کې هر کال امریکا څه کم څلورو هیوادونو کې لاسوهنه کړې. له افغانستان تر عراق، لیبیا، سوریې او نورو ټولو هغوی هیوادونو کې چې امریکا په دغه وختونو کې جګړې وکړې د حل پر ځای یې نا امنۍ او بې ثباتیو کې پراخ لاس درلودلای. همداراز، د دوی په منطق دوی ځکه جګړه کوله چې د دغو هیوادونو مشرانو د بشر حقوق له پامه غورځولي ؤ، نتیجه دا شوه چې امریکایي جګړو په دې سیمو کې د وینو سینونه وبهول او لا روان دي…
» رژیم بدلون: دا هغه مرحله وه چې دوی فکر کوه د افغانستان، عراق، لیبیا، سوریې او ځینې نورو هیوادونو مشران له خپلو خلکو سره ظلم (!) کوي، دوی یې له بېلا بېلو لارو د رژیمونو بدلولو تګلاره په نظر کې ونیوله. د دوی همدا رنګین او شنه انقلابونه ؤ چې د رژیم بدلون په واسطه یې په لوی لاس د منځنی ختيځ، شمالي افریقا او ځینې نور هیوادونه کورنیو جګړو ته ټېل وهل. د همدوی د رژیم بدلون ستراتیژیو تر ننه پورې دا هیوادونه د رژیم له تشې سره مخ کړي. دوی دا لوی او قوي هیوادونه په ضعیفو او بې سر پوخه هیوادونو بدل کړل. د منځني ختیځ خلکو ته امریکا د نړیوالې پاچاهۍ د دور لویه تحفه همدا وه.
» دوی په دې وخت کې دا جګړې دې لپاره هم کولې چې په دې هیوادونو کې باید لبراله ډیموکراسي حاکمه شي تر څو دوی خپل (د سپینو بار White man burden) له اوږو ښکته کړی وي. د دوی په فکر شرق او مسلمان ملتونه له معاصر تمدن څخه ډېر لرې ؤ. دوی باید له تمدن (!) سره آشنا کړی وای. ۳۳ کاله وروسته اسلامي نړۍ نه د دوی فکر ته ټیټه شوه او نه دوی وتوانېدل خپل بې خدایه تمدن د ویاړمن اسلامي تمدن پر ځای حاکم کړي. دوی په دې برخه کې هم تاریخي شکست وخوړ.
» د شرقي قدرتونو مخنیوی: دوی وغوښتل په دې سیمو کې د نوو راپورته کېدونکو قدرتونو مخه ونیسي. مونږ وکتل چې په همدې ۳۳ کلونو کې د شرق پخواني لوی قدرتونه او تمدنونه بېرته د خپل تاریخ په څېر د عروج په لور حرکت کې دي. هغه منځنی ختيځ چې دوی د جګړو، رژیم بدلون او لبرالې ډیموکراسۍ له امله پرې خپله آیډیالوژي تپله، نن له هر وخت زیات د خپلې داعیې سپېڅلي او ویاړمن عسکر لري. چین، روسیه، ترکیه او هند د شرق هغه نور هیوادونه دي چې خپل طبعي حالت ته د ستنېدو په لور یې حرکت پیل کړی.
د تاریخ په اوږدو کې ښايي داسې امپراطوري، تمدن او حاکمیت نه وي تېر شوی چې د خپل عروج پر مهال له داسې لویو شرمېدلو ناکامیو سره مخ شوی وي.