No-IMG

سيمه ايز او نړيوال سياست

ايډوکيټ همايون کاسي

 

د موجوده حکومت د ختمېدو او ټول شموله حکومت د جوړېدو خبره له ډېره وخته روانه ده.

په اوسني وخت کې د تحریک انصاف بشرا بى بى له جېله را وتل او بيرته تحریک پېلول او د پيپلز ګوند پر عېن وخت له مسلم ليګ سره اړيکې ورانېدل دا ټول سره تړلي خبرې دي.

اوس به کتل وي چغپه اصل کې د اسټبلشمنټ او عمران خان تر منځ کوم ډيل شوى دى?

په امریکا کې سياسي بدلون راغلى دى، او ټرمپ د چين ډېر سخت مخالف دى. دغه د اوسنى يعنې د نوازشریف مسلم لیګ همېش د امریکا په مقابل کې چين پلوه ګوند پاته شوى دى.

داسې ښکاري لکه د ټرمپ تر راتګ لمخه چې په پاکستان کې حکومتي بدلون راوړل کېږي. عمران خان به هم له جېله څخه راباسي.

فلحاله د تازه ټاکنو کولو يو امکان نه شته. نه خو سيکيورټي حالات د ووټونو له پازه سازګاره دي او نه معاشي او سياسي.

ځکه به عبوري ټکېنوکرېټ او لا ټول شموله حکومت جوړوي. خو د دې خبرې امکان زيات دى، چې د دغه حکومت مشري پيپلز ګوند ته و سپارل شي. او پر دا خبره ټول سره متفق وي. پيپلز ګوند هسې هم امریکا پلوه ګوند دى او له امريکايي اسټبلشمنټ او سياسيانو سره ښې اړيکې لري.

ځکه پيپلز ګوند امریکا ته هم قبول دى او سعودي عرب ته هم. بلکې تر يوه بريده د عمران خان په مقابل کې چين ته هم قبول دى.

د مسلم لیګ حکومت امریکا ته نه دى قبول او د تحریک انصاف يعنې عمران خان حکومت نه سعودي عرب ته قبول دى او نه چين ته.

د دغه دواړو ګوندونو په مقابل کې د پيپلز ګوند په مشرۍ کې حکومت ټولو ته قبول دى.

که اوس د عمران دغه سياسي لوبې نتیجه ورکړه او اوسنى حکومت ختم شو. نو را روان حکومت که دغسې جوړ شو، ک

لکه دا کا چې نقشه جوړه کړې ده. نو مطلب دا شو، چې پاکستان د چين په مقابل کې له امریکا سره د درېدو پرېکړه کړې ده.

دوى د ټرمپ تر راتګ لمخه خپله سف بندي داسې کوي، چې وروسته ستونځه نه شي ورته جوړه.

لهزا دا بدلون د امریکا په مرسته روان دى او اسټبلشمنټ چې کومه نرمي او په پالیسي چې بدلون راوستلى دى دا د امریکا تر فشار لاندې دى.

ځکه په دغه بدلون کې سل سلنه لاس د امریکا ښکاري. په بنګال کې هم امریکا پلوه حکومت د دغسې جعلي سياسي تحريک په نتیجه کې راوستل شو او په پاکستان کې هم دغه اوسنى بدلون د امریکا په امر دى.

مهمه خبره دا ده چې هيندوستان هم د اوسني امریکايي حکومت په مقابل کې په ټرمپ زياته خوشاله دى. او د هيندوستان او امریکا اړيکې به هم سمي شي. حالانکې د امریکا اوسني حکومت له هيندوستان سره اړيکې وراني کړي دي. اوس يې تازه په تازه د هيندوستان پر اډاني د کرپشن کېس هم کړى دى.

خو د ټرمپ له راتګ سره به د هيندوستان او امریکا اړیکې هم سمې شي.

دا ټوله دوسه چين او ايران ته جوړېږي. له روس سره ټرمپ د جنګ په حق کې نه دى.

البته له چين او ايران سره به امریکا معاشي جنګ هم کوي او پوځي جنګونه هم.

د دغه له پاره په افغانستان کې د ټاليبانو په شکل کې لمخه بدلون راوستل شو، بيا په بنګال کې بدلون راوستل شو. او اوس داسې ښکاري لکه په پاکستان کې چې هم بدلون راوستل کېږي.

ځکه د امریکا جاسوسي ادارې وايي چې ايران د ټرمپ تر راتګ لمخه پر اسرائیل يو بل بريد هم کولى شي. خو دا خبره لا څرګنده نه ده، چې دغه بريد په په کوم شکل کې وي. يعنې لکه څه رنګه چې اسرائیل هدفي وژنې و کړې، دوى هم دغسې کوي او که غټ بريد کوي.

په دغه لړ کې تېره ورځ يو يهودي ملا په متحده عرب اماراتو کې په نښه شوى دى.

ځينې خلګ فکر کوي چې ټاليبان خپلواکه دي، ځکه يې له چين سره کاروباري اړيکې جوړي کړي دي. خو حقیقت دا دى چې امریکا ټاليبانو ته د د حکومت چلولو له پاره د کال خوا او شا سپږ اربه ډالره ورکوي. که دغه امداد نه وي، د ټاليبانو له پاره خپل حکومت چلول وي امکان هم نه لري.

نو ټاليبان که له چين سره کاروبار کوي، دا د امریکا په اجازه کوي. او چې کومه ورځ امریکا ورته وو ويل د کاروبار دغه سلسله به هم و درېږي.

 

په دا ټول مجلس کې د افسوس خبره دغه ده، چې د پاکستان په دغه ممکنه سياسي بدلون کې ټوله وينه د پښتنو توئېږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک