بایډن اوس په اوکراین کې عین لوبه کوي
ټرمپ د افغانستان په مسئله کې له امارت سره مذاکره وکړه خو د تړون بر خلاف یې په ټاکلې نېټه خپل عسکر له افغانستان څخه ونه ویستل. ټرمپ کوشش وکړ له افغانستان څخه عسکرو ویستلو موضوع د بایډن په غاړه واچوي. همداسې وشول، بایډن یې داسې انتخاب ته ودراوه چې د عسکرو له ویستلو پرته یې بله لاره نه درلوده. د امریکا د دې تاریخي ماتې پړه هم له دې پسې ثبت شوه.
بایډن اوس په اوکراین کې عین لوبه کوي. څور ورځې وړاندې د بايډن ادارې له اوکراین څخه د روسیې خاورې ته ویشتونکو امریکايي توغندیو ته اجازه ورکړه. له تېرو دوه کلونو بایډن دا کار نه کوه او فکر یې کوه چې له دې سره به د جګړې سطحه ډېره پورته لاړه شي. دا چې اوس د اوکراین حکومت د جګړې د بایللو په حال کې دیو بایډن کوښښ کوي د اوکراین په مسئله کې له تاریخي مسؤلیت ځان خلاص کړي او د ناکامۍ پړه یې د ټرمپ ادارې ته پرېږدي. په اوکراین کې د امریکا ناکامي به د دې پېړې دویم تاریخي درس وي.
د هغې ورځې په هیله چې اسلامي مقاومت د اسلامي خط په لومړي صف کې هم د دوی صهیونستي پروژې ته تاریخي درس ورکړي.