No-IMG

موږ افغانان د نړۍ د سترو زبرځواکونو له سیاسي، نظامي او اقتصادي ګواښونو او سختو کړاوونو سره مخ یو

موږ افغانان د نړۍ د سترو زبرځواکونو له سیاسي، نظامي او اقتصادي ګواښونو او سختو کړاوونو سره مخ یو. سره له دې چې الله تعالی موږ ته څو ځلې د بریا، یووالي او پرمختګ طلايي فرصتونه په لاس راکړي، خو له بده مرغه موږ نه د دې فرصتونو ارزښت وپېژاند او نه مو له خپلو تېروتنو عبرت واخیست.

اوس مهال د هېواد د پام وړ اکثریت مسلکي، هوښیار او پوه اشخاص شته چې د هېواد د ټولو مسئلو په اړه ژوره څېړنه او پلټنه کوي. هغوی په دې باور دي چې افغان مسئولین د هېواد د داخلي ستونزو د حل لپاره په ګډه کار نه کوي.

د دې ستونزې دوه مهم لاملونه ښکاري:

1. د هېواد ځینې مسئولین یوازې د قدرت، شهرت او شتمنۍ په لټه کې دي او هېڅ بل افغان ورته د منلو وړ نه ښکاري.

2. ځینې مسئولین ممکن دا واک او اختیار ونه لري چې د هېواد داخلي ستونزې په خپله حل کړي. واقعیت دا دی چې له هغه ځایه چې ډالر راځي، هماغه ځای د هېواد سیاسي او اقتصادي چارې کنټرولوي.

له بده مرغه، د تېر وخت شمالي ټلوالې او د کرزي او اشرف غني حکومتونو په خپلو شخصي ګټو تمرکز وکړ، او په تورو کڅوړو کې ورکړل شويو ډالرو یې یوازې خپلې ګټې تضمین کړې. که څه هم امریکا او ناټو په ملیاردونو ډالر ورکړل، خو هغوی اوس نه د ملت لپاره د منلو وړ دي او نه تاریخ ورته په درنه سترګه ګوري.

موږ چې د اسلام او مسلمانۍ دعوه کوو، څنګه کولی شو له خپل مسلمان او مجاهد افغان ورور سره د ورورګلوۍ او تفاهم په روحیه چلند ونه کړو؟

هدف دا ده چې د هېواد او ملت د برخليک پر سر د پیسو ترلاسه کول اسان کار دی، خو د هغې اغېزې او پایلې زغمل ډېر سخت دي.

هوښیارانو ته یوازې اشاره کافي ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک