هغه پوښتنې چې موږ او بل هر مسلمان ته بايد اندېښنې را ولاړې کړي
پر موږ داسې خبر ښه لگي چې واورو؛
چېرته او چېرته څومره انسانانو ايمان راوړی، او پر هغو خو مو زړونه باغ، باغ شي چې تر علمي څېړنو وروسته يې علماً اسلام منلی وي، موږ ځکه په علمي خلکو ډېر حساب کوو چې ډېری لار ورکو ته د هدايت څراغ په لاس ورکولی شي، « ډاکتر عطاالله
کوپانسکی » او مېرمن « ريډيلي » يې بېلګې یادولی شو چې تر ايمان راوړلو وروسته يې په سلګونو وګړي اسلام ته را وبلل .
موږ اسلام ته « ښه » ويلي ځکه خو يې غېږې ته را تاند خلک ستايو؛ خو ددې تر څنګ د هغو افغانانو آيندې ته هم اندېښمن يوو چې زموږ په څنګ کې يې سکون ونه موند؛ ووېرېدل، او / يايې له مادياتو سره د مينې له کبله غربي هېوادونو ته پناه يووړه !!
آيا دا خلک به خپل فرهنګ او آيين وساتلی شي ؟
آيا اولادونه به يې د پرديو رنګ وانخلي ؟
آيا اجانب به يې له نيازه سؤ استفاده ونه کړي ؟
آيا د اسلام خلاف به جبهه پرا نـنـزي ؟
دا هغه پوښتنې دي چې موږ او بل هر مسلمان ته بايد اندېښنې را ولاړې کړي، موږ بد گمانه، نه یوو او نه هم پر چا تورې ټاپې لګوو؛ خو دا ډول تشويشونه ځکه لرو چې محيط، مُربي، پردی کلتور او پردي تعاملات پر انسان اغېز لري، يوسف عليه السلام همدې محيطي تاثيراتو ته پر کتو د زندان لاره ونيوله او مسلمانانو ته يې دا پيغام په ميراث پرېښود چې؛ ګنده چاپېريال د مسلمان ايمان زيانمنولی شي !! موږ ته د کمونيستانو بېلګې په مخ کې پرتې دي؛ افغانانو عملاً وليدل چې پرون څو تنو بوالهوس ځوانانو له ماسکو نه کمونيزم راووړ او د غوړېدو لپاره يې اسلام او مسلمانان دواړه وننګول !!
ستونزه يوازې دا نه وه چې هغوی دلته پردۍ ايډيا راوړه؛ بلکې ستونزه دا وه چې له ځانونو سره يې غميزې راوړې او افغانان يې پر داسې غمونو واړول چې تاريخ يې په خپلو پاڼو کې بېلګې نه لري !! غربي هېوادونو ته د تلليو افغانانو ډېری برخه هم؛ کمونيستان تشکيلوي، هغوی نه يوازې خپله پر کمونيزم کلک ولاړ دي، لاچې اولادونو يې هم د کمونيستانو تګلاره نيولې او تر پلرونو موډرنيزه کفر غږوي !! تاسې په فيسبوک او نورو رسنيو کې
و ګورئ چې؛ هغوی په څومره خطرناکه بڼه اسلام ننګوي !! طبيعي خبره ده چې راتلونکي نسلونه به يې تر دوی هم خطرناک تمامېـږي !! ضمناً دا هم بايد و منو چې؛ په لوېديځ کې وړوکی افغان نسل له چاپېـريال نه رنګ اخيستای او خپل فرهنګ هېـرولی شي، هغوی شايد د پلرونو په موجوديت کې هلته ذوب نه شي؛ خو د پلرونو په نه شتون کې يې د پرديو په خُم کې د رنګېدو وېره ځکه شته چې محيط او پردی کلتور پر انسان اثر لري .