دا حالت په طبيعي ډول ځوان قشر هم د انحطاط کندې ته ور غورځوي
د رضاشاه پهلوي د سقوط لومړۍ ورځې د ايرانيانو لپاره ځکه خوش آيندې وې چې له شاهي نظام نه پکو ول؛ رضاشاه اوږده موده پرې مسلط پاتې شوی ؤ او نور يې د واک تمديد پر خلکو غمېدلی ؤ، ضمناً کپيټاليزم نور د چا لپاره د قناعت وړ نه ؤ او ايرانيانو د يو نوي مترقي « نظام » د ايجاد انتظار لاره . هغه مهال نه يوازې ايرانيان؛ بلکې د نړۍ اکثر مترقي اقشار له پانګه والي نظامونو ستړي شوي وو؛ ځکه خو ايرانيانو د خميني راتګ په نېک تفاول ونيو؛ لږ وخت لا نه ؤ تېر شوی چې ايرانيان له اقتصادي فقر سره مخامخ او له خميني نه هومره ماړه شول چې د رضاشاه انځور ته پر کتو به يې بې اختیاره وويل :
« مرګ بر ما که ميګفتيم مرګ بر شاه » !!
شايد يو مهال دلته هم ورته حالت راشي او د اسلامي نهضت پاشلي او له يو بل سره ښکر په ښکر وګړي ټول يو پر بل لعنت ووايي !! دا به هغه وخت وي چې وروستي فرصتونه يې هم ضايع کړي وي او د انقلاب پر لاسته راوړنو يې تر ټولو لوېدلي خلک شخوندووهي !! د اسلامي نهضت منسوبينو يو په بل پسې سيادت له لاسه ورکړ؛ را ولوېدل؛ بدنام شول او د انقلاب په عظيم نعمت يې بل چا خېټه واچوله؛ خو دوی نه ترې پند واخيست او نه يې د خپل ذلت پر لاملونو فکر وکړ؛ ای کاش ټولو د خپل ذلت عوامل له خپل منځي اختلافه ناشي ګڼلي وای او د بيا انسجام په پار يې يو بل ته د وروړي لاسونه ورکړي وای، له بده مرغه دوی اوس هم د پرون په خرګي سپاره دي او هر يو يې تر خپل قيادت لاندې د اقتدار خيال پلو وهي !! ځوان قشر يې هم د اختلاف پر بوی لړلي جنګرېز اخته دی؛ په ځای ددې چې د پروني اختلاف له بد انجام نه پند واخلي؛ پرعکس يې يو بل ته اړم دي؛ څوک ديو مشر مذمت کوي، څوک پر بل خاورې اړوي، څوک د ننني ذلت اسباب د یو رهبر په عملکرد پورې تړي او څوک يې پړه پر بل اچوي !
دا ډول حالت په طبيعي ډول ځوان قشر هم د انحطاط کندې ته ور غورځوي او میدان به هرو مرو هغه چاته پاتې کېږي چې د نادرخان دور په څېر؛ د انګرېزانو ماتوونکي اتلان د توپ خولې ته تړلی شي !!
« ته خپل کار په بې غمۍ کوه رقيبه
موږ په خپلو کې ډېر وران يوو نه جوړیږو » !!