موږ يې تهذيب ته دوه لاسې سلامي ووهله
یو معمر سپين ږيري د استاد عبدالرحيم نيازي پر علمي فوقيت، حميده اخلاقو، قوي استدلال او خورا اوچت منطق بحث کاؤ ...
که څه هم سپین ږيری کمونيست پلوی او د چپيانو يو پاو آشنای ؤ؛ خو د استاد نيازي پر علمي فوقيت يې اغماض ونه کړ ...
نيازی څنګه سړی ؤ؛
پر کومو ځانګړنو استوار ؤ؛
د دعوت اسلوب يې څنګه ؤ؛
دا هغه خبرې وې چې هغه ګرسره د نيازي برازندګۍ ته يووړې ...
هغه په دې اعتراف وکړ چې نيازی د ستېج بلبل ؤ او مسلمانان څه چې چپيانو يې هم پر فصاحت او بلاغت اغماض نه شو کولی !! د هغه په وينا د نيازي هره خبره د زړه له تله را ټوکېدله؛ ځکه خو پر زړونو کېنستله؛
« چې له درده را ولاړ د چا پيغام شي
په زړه پرېوځي د زخمي زړه التيام شي
د غمجنو پام همغو لره اوړي
چې غمجن وګړي وويني غمام شي .»
سپين ږيري زياته کړه :
يوه ورځ مو و پتېيل چې هغه ته د مرګ تر بريده زيان واړوو !!
تر اوږدو بحثونو وروسته پر دې پلان سلا شوو چې په يوه جدلي مناقشه کې يې احساسات را و پاروو او داسې خبرو ته يې و هڅوو چې خبره سوک څپېړې ته لاړه شي !!
دا کار څنګه ترسره شي؛
څوک يې وکړي؛
کوم کوم کسان پکې برخه واخلي؛
پر دې ټولو دقیق بحث وشو او پرېکړه وشوه چې يوه داسې ورځ دې کار ته ځانګړې شي چې نيازی له ځانه دفاع ونه شي کړی، نيازی مو په همدغسې يو مجلس کې مستدلو او کراته بازو چپيانو ته کېناؤ، طرح کړي سوالونه مو يو، يو ور وړاندې کړل ...، چې هغه به د کوم سوال ځواب نيمايي ته لا نه ؤ رسولی، موږ به پرې ور غور ځار شوو؛
« دغسې نه ده، غلط وايې، هسې ده، او داسې ده ... » !
موږ غوښتل چې هغه غصه شي او موږ ته يې د وهلو پلمه په لاس راشي؛ خو نيازی به موسکی شو او په مُسکا، مسکا به يې زموږ احساسات کنترول کړل، او بيا به يې خبره په هومره خواږه استدلال او قوي منطق را پيل کړه چې زموږ زړونو ته به يې ناخواسته لاره وکړه !! د نيازي خبرې ډېرې خوږې، پستې، او په هومره خواږه منطق ولاړې وې چې زموږ د زړونو بړاس ورسره تس نس شو !! مجلس مو پای ته ورساؤ او د نيازي، حکمت، علمي فوقيت او لوړ تهذيب ته مو دوه لاسې سلامي ووهله .