No-IMG

نړۍ کې څه تېرېږي ؛ افغان قضيه کومې خواته روانه ده؛ د مسلمان مسؤوليت څه دی ...

جوماتونه د مسلمانانو د تنور مرکزونه دي ، مسلمان پکې له حلالو او حرامو خبرېږي ، که يې امامان په اسلام او سیاست مسلط خلک وي ؛ نو مقتديان ترې دين او سياست دواړه زده کولی شي ، شهيد ډاکتر اياز نيازی يې بېلګه یادولی شو چې  وزير اکبرخان جومات يې د ښوونې او روزنې مرکز ګرځولی ؤ ، ويل کېږي چې په رمضان المبارک کې يې زرګونه ښځينه مقتديانې هم لرلې چې په لمانځه کې له ګډون نه علاوه يې له هغه  نه د قرآن او جُمعې ورځې پيغام اورېدو  ،  هغه  به معمولآ د جُمعې ورځې ويناوې د ورځنۍ اقتضاء مطابق  برابرولې ، هم به يې پر دين بحث  کاؤ ، هم پر سياست ،  ما يې هم د « نور » تلوېزيون له څپو نه پيغام اورېدو ، نه مې يادېږي چې له وينا سره مې يې ژړلي نه وي !! د هغه خبرې به په دین اوسياست دواړو را څرخېدلې ؛

نړۍ کې څه تېرېږي ...

افغان قضيه کومې خواته روانه ده ...

د مسلمان مسؤوليت  څه دی ...

دا هغه موضوعات وو چې شهيد نيازي به په خورا  علمي انداز پرې بحث کاؤ ....

د هجرت د لومړۍ دورې جوماتونه هم مسلمانانو ته په مسير ټاکلو بدل شوي وو ، د جهادي رهبرانو پر علمي - سياسي ويناوو سربېره به نړيوالو علماءوو هم کله ، کله پکې ويناوې کولې ؛ ځکه خو د هغه دور مهاجرين په ډېرو شيانو پوهېدل.

له بده مرغه اوس جوماتونه ، نه د مسلمانانو د لازم تنور مرکزونه دي او نه يې په امامانو کې  ژوندي او د ورځې په خبره پوه خلک شته !! مقتديان لاړ شي ، په جومات کې کېنې ؛ خو له امام نه هغه خبرې وانوري چې تنده يې پرې ماته او ورځنۍ  غوښتنې  ته يې ځواب شي!!

دا تشه که نن د ملت لپاره د ناپوهۍ په رنځ بدلېدونکې ده ، سبا يې تر نن هم خطرناکه اټکېدلی شي ، ملت شايد د ناپوهۍ  له کبله ، خپله تنده د پرديو سريالونو په کتلو او / یا د بربنډو ناولونو په لوستلو ماته کړي !!

دې خطر ته په کتو دې محترم طالبان په جوماتونو کې د هغو علماءوو پر ګُمارنه ټینګار وکړي چې د ورځنيو غوښتنو مطابق پيغام لېږدولی شي ؛ هم په دین و پوهېږي او هم په سياست .

دوی دې د مساجدو لپاره د داسې ملايانو پر ګُمارنه تاکيد نه کوي  چې ژمن وي ؛ خو د خلکو د تنور وړتيا ونه لري .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک