No-IMG

له علماوو سره د عثماني خلفاوو مینه او اړیکې

     عثمان بن أرطغرل (656هـ= 1258م)، د ترکانو د عثماني خلافت پلار او مؤسس بلل کیږې، دا لوړ تاريخ د ده د زیږیدو نيټه ده. او په همدې کال مغولو بغداد ونیو او کاواکه  عباسي خلافت یې رانسکور کړ، د عثمان په ژوند د څه لیکلو اراده نه لرم بلکي دلته خپل زوی  اورخان ته د ده د وصیت څو خبرې راخلم. په "مأساة بني عثمان"  نومي کتاب  کې خپلې کورنۍ او زوی ته د عثمان بن ارطغرل اوږد وصیت راغلی ده چې څو جملې یې دا دي

    زویه! د امت له علماوو سره به پام کوې،  د هغوی درنښت او احترام به کوې او د دوی په مشورو به کارونه ترسره کوې، ځکه دوی خامخا د ښو او خیر مشوره درکوي، زویه! په کوم کار کې چې د الله رضا نه وي هغه به نه کوې او که کومه موضوع درته سخته شي نو د شریعت له علماوو پوښتنه کوه، دوی به خامخا د خیر لاره درښیې، زویه! په دې دنیا کې زموږ یواځنۍ لاره د الله لاره ده او یواځنۍ موخه مو د الله د دین خپرول دي او موږ هیڅکله د واک او دنیا غوښتونکي نه یو.

    له علماوو سره د عثماني خلفاوو د مینې او تودو اړیکو په اړه د عثماني خلافت د یوه پیاوړي او سرلوړي خلیفه سلیمان القانوني دوه خوندورې کیسې درته راخلم، کیسه کا چې د سلطان سلیمان القانوني ( 1520-1566) د قصر (د توب قابي قصر) مسؤلینو هغه ته خبر ورکړ چې د ونو په بیخونو کې ډېر زیات مېږیان پیدا شوې دي ، هغه د ونو بوټو ماهرین را وغوښتل او مشوره یې ورسر وکړه، هغوی یو ډول ځانګړې تیل ورته وښودل چې باید ونې په هغو تیلو غوړې شي نو مېږیان به ووژني او ورک به یې کړي . خو د سلطان سلیمان عادت و چې هر ووړ او غټ کار به یې د شیخ السلام په فتوی سره کاوه او په دې کار کې یې هم د هغه فتوی ضرور وبلله.

    سلطان شیخ الاسلام ابو سعود الافندي ته په خپله ورغی، څو فتوی ورنه واخلي، شیخ الاسلام په خپله په ځای نه و، په یوه کوچني کاغذ یې استفتاء په یوه شعر کې ورته ولیکله : إذا دب النمل على الشجر ** فهل في قتله ضرر ؟ یعني چې په ونو کې مېږیان پیدا شي په وژلو کې خو به یې ستونزه نه وي ؟ شیخ الاسلام ورته ولیکل: إذا نُصبَ ميزان العدل ** يأخذ النمل حقه بلا خجل!! یعني کله چې د عدل تله ودرول شي مېږیان په بې شرمي سره خپل حق اخلي .

     د دې کیسي موخه دا وه چې د عثماني خلیفه ګانو دې نېک او صالح خلیفه دومره کوچنی کار هم د وخت د شیخ الاسلام له فتوی پرته نه کاوه . را ځو د دې عثماني صالح خلیفه د وفات بلې  عجیبه کیسې ته.

     کله چې سلطان سلیمان القانوني ویانا ته د سفر په مهال د زیکتور په جګړه کې وفات شو بېرته یې د هغه مړی اسطانبول ته راوړ ، د دفن لپاره یې چې هدیرې ته ووړ معلومه شوه چې ده وصیت کړی دی چې د ده یوصندوق به له هغه سره په قبر کې ږدي ، علماء چې خبر شول هغوی پوه شول چې دا به خامخا ډېر مال او یا ځانګړې جواهر وي، نو  ویې ویل چې له خاورو لاندې د دې قیمتي مال ضایع کول ناروا دي .

    په دې پرېکړه وشوه چې صندوق باید خلاص او وکتل شي، کله چې صندوق خلاص کړل شو او په صندوق کې پروت سامان وکتل شو ټول علماء هک حیران شول!! ځکه په صندوق کې د سلطان سلیمان القانوني یواځي هغه فتواوې پرتې وې چې په خپل ژوند کې یې له علماوو نه اخیستې وې!! او په قبر کې له ځان سره د دې صندوق کېښودلو نه یې مطلب داو چې الله ته به یې د حجت په توګه وړاندي کوي چې ای الله ما ټول کارونه ستا د دین د علماوو په فيصلو سره سر ته رسولي دي.

د وخت شیخ السلام ابوسعود آفندي سخت ډېر وژړل او ویې ویل: سلیمانه ځان دې خلاص کړ !! موږ به څه کوو که په دې فتواو کې خطا شوې وو !!.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟