موږ به راستنېږو!
حلب هم د عاشقانو د ستنېدلو لاري څارلې؛
انقلابونه یقیناً تر بریا وړاندي بدمرغۍ او ناورینونه لري؛ تشدد ډېر گران تمامېږي خو دا چي سوري اولس دې قربانیو ته چمتوالی څرگند کړ او د عربو د سپرلي له کاروان سره یو ځای سو؛ نو د مقدس مقاومت ملاتړ ئې پر مسلمانانو واجب سو؛ د دې مسؤلیت احساس هم تر ټولو وړاندي اخوانیانو وکړ او لومړني اخواني ولسمشر شهیـد محمد مرسي د یوې دولتي فتویٰ په نتیجه کي د دوی له مقاومت څخه علني ملاتړ اعلان کړ او دې مقاومت ته ئې د جـهاد نوم ورکړ او حتی له هغوی سره ئې مرستي هم وکړي. د سعودي عرب ځیني مشهور علماء چي په رأس کې الطریفي حفظه الله دئ د همدې فتویٰ په سزا په زندانونو کي دي؛ هغوی ته له اخوان سره د مشترکي رأيي سزا ورکول سوېده. په وژن ۲۰۳۰م کي دوی ځای نه لري.
لنډه دا چي: د جلاد سلیماني لخوا مقبوضه سوی حلب ۸-اته کاله وروسته یو ځل بیا د دې عظیم تاریخي ښار د اصیلو وارثینو لاسونو ته ولوېدی؛ د ایران نیابتي قاتلان تېښتي ته اړ سول؛ نور چي هر څه تحلیلونه کېږي خو دا لکه لمر روښانه ده چي د دې زمکي اصل اوسېدونکي همدا اتل فاتحین دي او د دې خاوري د ښه او بد اختیار هم باید له دوی سره وي.