راځي يو څه واقعيت لوري ته زير شو!
✅ ستا د تکفين، تجهيز او خاوره سپارلو ورسته به اکثره خپلوانو توجه د يو شمېر ملمنو رخصتولو او يو شمير ته د خوراک او څښاک لوري ته شي چې ورسته به يو يو رخصتوي
✅ يوي هفتي تيريدو ورسته به مکتبونو ته د ماشومان تللو سلسله شروع شي
✅ دوه هفتو له تيريدو ورسته به د تعذيت کونکو خلکو تګ او راتګ سلسله هم بنده شی
✅ درې هفتو تيريدو ورسته به قبر ته د خپل خپلوانو او کورنی تل او راتلل د نشت سره برابر شی
✅ يوه مياشت تيريدو ورسته به بيا ځل په کور تلويزيون کتل پيل شي
✅ تقريبا يوه نيمه مياشت ورسته به ستا اولادونو او کورنی ته د فلمونه کتل ، بدلو اوريدل او ماشومان لپاره به کارټونه ليدل عادي شي
✅ ستا څلويښتي به د عادي ډوډي خوراک او شکلياتي ختم سره هم تيره شي.
✅ دوه مياشتې ورسته به قبر هم زوړ شي او بوټي او ګياګاني به پري راوخيژي
✅ ورسره به په کور کي ټوقي ټقالي او قهقي شروع او د ستا استوګني د کوټي ترتيب بدل او اثرات به هم ختم شي
✅ شپږ مياشتو په تيريدو سره به ستا د قبر زيات کول په مياشتو کي کوم ځل ته ورسيږي
✅ يو کال ورسته!
د کور هر غړي به وايي: ډير وخت وشو له فکره مي وتي وي چې اخر ځل قبر ته څه وخت تللي وم ، او په وړه لفظي دعا به دا خبره هم ختمه شي.
✅ يقين وکړه يو کال ورسته به چې څومره هم کور کي ګران وي د سورت دهر دغه آيات عملي نمونه به وي
هل اتي علي الانسان حين من الدهر لم يکن شيأ مذکورا
په تحقيق سره په انسانانو داسې يو وخت هم راغلي چې هيڅ ياد شوي څيز نه وه
قدرمنو او محترمو ورونو:
همدا سناريو زموږ پيدايښت څخه مخکي او پيدايښت څخه ورسته ده
مونږ که هر څومره خلکو ته محبوب يو..
مونږ هيڅ هم نه يو او زموږ حيثيت هيڅ دي.
نورو سره ظلم ، استبداد ، کبر ، توهین پريږدو ، په خپلو اعمالو ، مالونو ، دولت ، ډله ټپلي ، منصبونو غرور پريږدو..
په نورو د کفر ، فسق ، ګمراهۍ او مختلفي ټاپي پريږدو ځکه چې زمونږ دغه حيثيت دی.
الله تعالی زموږ ټولو سره محبت کوي ، مونږ هم ورسره محبت کوه ، يا الله که د محبت اصولو خلاف کوم عمل زموږ څخه کيده يا الله ته د خپل محبت په پار مونږ وبښي
امين يا رب العالمين