د سوریې جگړه او ښکېل اړخونه ئې!
په سوریه کي د بشار الأسد ځواکونو، اشغالگرو روسي او ایراني پوځونو او ایراني تروریسټي ډلگیو همغه څه وکړل چي اسرائیل په غزه کي وکړل؛ دوی جوماتونه په نښه کړل، قتلِ عام ئې وکړ، د خلکو کورونه ئې تباه کړل، په لوږه او تنده ئې انسانان ووژل، ولسونه ئې کډوال کړل؛ بلکي پر هغو تېرو جنایاتو ئې اکتفاء ونکړه؛ اته کاله ئې پرلپسې هره ورځ پر هغو سیمو بمباردونه وکړل چي د اسد د مخالفینو تر واک لاندي وې؛ دوی په مقبوضه سویو سیمو لکه حلب او ادلب کي قتلِ عام وکړ چي بالاخر ئې اپوزیسیون پر ضد د "ردع العدوان" په نوم پرېکنده عملیات اعلان کړل... دا عملیات خورا چټک، قاطع او بریالي ثابت سول؛ یو عامل ئې هم شاید د اسد د متحدینو په نورو نړئوالو جبهو کي ښکېلیتا وي؛ د اسد مخالفینو له وخته اعظمه گټه پورته کړه؛ په ادلب کي د هیئت التحریر الشام د اعلان سوي حکومت مشر محمد البشیر وویل: "دا عملیات هغه وخت پیل سول چي کله دیکتاتور حکومت (بشارالأسد) پر خپلو محاذونو پوځونه راغونډ کړل او پر ښاري سیمو ئې هوائي بریدونه پیل کړل؛ خلک کډوالۍ ته اړ سول."
رښتیا هم په دې ورځو کي د اسد پوځونو او روسانو سخت بمباردونه وکړل؛ دا عملیات د اپوزیسیون د وروستیو میاشتو د منظم چمتوالي په نتیجه کي ترتیب سوي ول؛ د سوریې د جگړي په نوعیت پوهېدلو په موخه به ۲۰۱۱م ته ولاړ سو...
په ۲۰۱۱ کال کي په سوریه کي هم د عربو پسرلی راغی؛ ملت د بشار الاسد د دیکتاتورۍ پر ضد راووتی؛ دوی د وحشیانه زور په کارولو سره ځپل کېدل چي وروسته بیا دغه د لاریونونو تحریک په وسله وال غورځنگ بدل سو؛ د بشارالاسد نظامي اپوزیسیون جیش الحر له پوځي افسرانو او پرسونل څخه جوړ سو چي د ملگرو ملتونو په گډون د نړئوالو لخوا اهمیت ورکول سو؛ په همدې موده کي په عراق کي د اسلامي دولت د مشر أبوبکر البغدادي په امر یو شامي مشر أبو محمد الجولاني سوریې ته ولېږل سو؛ جولاني هلته جبهة النصرة جوړه کړه او د داعش پر ځای ئې له القاعدې نړئوال تنظیم سره بیعت وکړ... دې شامي مسلح تنظیم ته ازبک، چېچن او چینایي جنگیالي هم ور شامل سول؛ د ازبکانو اکثریت د داعش برخه سول او د شام سیمه اییزي ټولگۍ بیا د احرار الشام سره ودرېدې؛ د جولاني په گډون ځیني کردان او د القاعده خالد السوري د داعش لخوا په نښه سول بلکي داعش تر بشارالاسد زیات بریدونه پر دوی وکړل؛ داعش اصلا همدلته خپلي تگلاري ته په څرگنده تغییر ورکړ چي دغو مشکوکو کارونو ئې د دوی په تړاؤ ډېري پوښتني راولاړي کړې؛ د دوی مؤیدین ترې ووېرېدل؛ ځکه د دوی فعالیتونه خطرناک ول او عقلاً هم د توجیه وړ نه ول. جبهة النصرې هم لکه ټي ټي پي له خپلي نړئوالي جهادي نظریې څخه تـنازل وکړ، له القاعدې سره ئې بیعت مات کړ او د تحریر الشام په نوم ئې د مختلفو گروپونو په گډون یوه نوې اتحادیه جوړه کړه؛ په القاعدې پوري مربوطه ډله اوس غالباً د حراس الدین یا انصار په نوم هلته فعالیت کوي؛ پر حلب د برید مرکزي کردار همدا تحریر الشام لوبوي؛ دغو آزادو ځواکونو د روسیې او ترکیې په منځگړيتوب د ۲۰۲۰م کال د اوربند تړون پر توافقي حدودو بریدونه پیل کړل او وړاندي ولاړل؛ حلب او ادلب مکمل فتح سول او تر دې وروسته پر حمص او حماه ښارونو زورور بریدونه روان دي؛ روسي پوځونو د حماه ښار هوائي میدان تخلیه کړ. د سوریې د دې اپوزیسیون د مسلحو تنظیمونو په ارتباط یو څه وضاحت مهم دئ.
غواړم د دغو تنظیمونو او طرفونو مختصر لنډیز ولیکم؛ داعش چي عملاً د ټولو اسلامي او سني گوندونو مخالف پاته سوی دئ او د سوري دیکتاتور اسد پر ځای ئې له شامي متحد اپوزیسیون سره ډېري نښتي کړیدي؛ او له همدې امله باید د داعش یادونه د بشار الاسد، روسیې، ایران او د هغه د نیابتي ملېشو په نوملړ کي وسي؛ که څه هم د دوی تر منځ کوم تړون او توافق نسته خو د سوري اپوزیسیون پر ضد د دوی فعالیتونه د هغوی تر بریدونو چندان کم نه دي؛ دلته زه د داعش یادونه ځکه په پیل کي کوم چي د سوريې د دیکتاتور پر ضد د ولسي انقلاب د ناکامه کولو یو مطرح اړخ همدا داعش وو... داعش ته به د صفر ټکی کښېږدم؛ ځکه دوی چي له هر چا سره ضرب سويدي د هغوید صفر کولو هڅي ئې کړيدي...
۰- داعش:
په سوریه کي د مسلح مقاومت سرپرستي یو خواته ترکي او سعودي عرب کوله؛ د سعودي نیابتي جنگیالۍ ډله د جیش الاسلام په نوم متحرکه وه؛ سعودي عرب تر ۲۰۱۹م وروسته د ډېرو نړئوالو گروپونو له سرپرستۍ څخه لاس پورته کړ؛ د وژن ۲۰۳۰، د پېړۍ سودا، له اسرائیل او ایران سره ئې د اړیکو نورمال کولو او سیاحتي پرمختگ ته کار ووایه؛ شهزاده میم بن سلمان ځیني اعترافات وکړل مثلاً: نوموړي وویل چي موږ په اسلامي نړۍ کي سلفي دعوت د امریکا په اشاره کاوی؛ همداسي ئې بل ځای وویل: زه د فلسطین په قضیه کي هیڅ علاقه نلرم؛ البته زما ملت ئې لري. د دې تر څنگ ئې دا وېره څرگنده کړه چي ممکن د مصري دیکتاتور انور سادات په څېر ترور سي؛ ځکه ده هم د هغه د کمپ ډېويډ تړون په څېر له اسرائیل سره د اړیکو عادي کولو هڅي کړيدي. دلته نو په سوریه کي د دوی سلفي جنگیالي یتیمان سول خو بیا ئې هم خپلو فعالیتونو ته د مستقلو تنظیونو په صفت ادامه ورکړېده. داسي تنظیمونه خپل وجود ځکه له لاسه نه ورکوي چي له ډېرو نړئوالو استخباراتو سره جذب سوي وي او وروسته له خپلو عوامو د محصول او شرعي ذکات و عشر په نومونو باج ټولوي تر څو خپله بقاء پرې تضمین کړي. البته ترکیې د خپلو ملاتړو جنگیالیو سرپرستۍ ته ادامه ورکړه او له کردانو د خپلو سرحداتو ساتلو په موخه د هغوی تر شا ودرېدل.
بل طرف ته بیا ایران او روسیه د بشارالاسد ملاتړ ته راووتل؛ له لبنان څخه حزب الله، له پاکستان څخه زینبیون، له افغانستان څخه فاطمیون او عراق څخه د الحشد الشعبي په زرگونو ځوان شیعي جنگیالي د آزاد شامي پوځ، دولة الاسلامیة، جبهة النصرة او ترک او عرب هېوادونو د ملاتړو جنگیالیو پر ضد د جگړي میدان ته راوستل سول؛ دا وخت د دولة الاسلامیة (داعش) او القاعدة تر منځ فکري اختلاف متشدد کیفیت ته تغییر وکړ؛ د داعش ویاند العدناني ایمن الظواهري ته خبطي بوډا وویل؛ د ده په قول ظواهري د بغدادي له خلافت څخه منکر وو؛ همداسي داعش د طالبانو اسلامي امارت قامپرست او صوفي تنظیم وبلی او ادعاء ئې وکړه چي دوی په محدوده کرښه کي مقاومت کوي او له خپل پخوانۍ مفکورې نړئوال اسلامي نظام له جوړولو غافل سويدي او نشنلیزم ته ئې انزوا کړېده؛ همدلته ئې دوی هم تکفیر کړل؛ لنډه دا چي داعش پر ټولو هغو گوندونو چي د دوی دولت چي په اسلامي خلافت مسمي سوی وو؛ ئې نه منی شدید بریدونه وکړل؛ له پاکستان څخه د القاعدې ځیني خلک شام ته ولاړل او په داعش ورگډ سول خو د دوی شمېر د پام وړ نه وو؛ د داعش لخوا د ټي ټي پي سره د ملگرتیا هڅي هم ناکامه سوې؛ له ټي ټي پي څخه جلا سوي او بیرته ورسره یو ځای سوي ځواکمن قوماندان عمر خالد خراساني ته هم داعش د بیعت وړاندیز وکړ خو دلته هم دوی ناکام سول؛ البته د شاهد الله شاهد او سعید خان په گډون له اورکزي او باجوړ څخه د ټي ټي پي ځینو مهمو قوماندانانو لومړی له داعش سره بیعت وکړ او بیا د ډرون په بریدونو کي له منځه لاړل؛ دا وړې ډلگۍ له حلب څخه ایراني متحدینو را شړلي وې.
د داعش تر مختصري تبصرې وروسته راځم د شامي متحد اپوزیسیون او ردع العدوان عملیاتو منتظمینو جوړښت ته؛ د دوی په تړاؤ له عوامو سرعه معلومات ډېر لږ دي؛ د ردع العدوان بریاليو عملیاتو اداره کولو چاري یوه مشترکه اجرائیه شوریٰ (د پوځي عملیاتو اداره) Administration of Military Operations پر مخ وړي؛ په دغه اداره کي لاندیني گروپونه شامل دي:
۱- هیئت التحریر الشام:
د سوریې د آزادۍ تحریک چي Levant Liberation Committee هم بلل کېږي یو سني جهادي تحریک دئ چي د ۲۰۱۷م د جنورۍ پر ۲۸-مه د جبهة فتح الشام (پخواني النصرة تحریک)، انصارالدین فرنټ، جیش السنة، لواءالحق او د نورالدین الزنگي تحریک تر منځ د انضمام په شکل کي را وټوکېدی؛ بلکي په پیل کي په جبهة النصرة هم مشهور وو؛ تر اعلان وروسته ځیني نور افراد او واړه گروپونه هم ورشامل سول... البته چي وروسته د انصار الدین محاذ او د زنگي تحریکونه ترې جلا سول. په ۲۰۱۹م کي ئې شل زره جنگیالي درلودل. دا تنظیم د شام په شمالي څنډه کي تر ټولو ستر او مطرح تنظیم دئ؛ دا تنظیم د ادلب پر ډېرو برخو کنټرول لري او هلته د شامي اپوزیسیون د دولت "حکومة الانقاذ السوریة" تر کنټرول لاندي فعالیت او حکومتولي کوي.
۲- حرکة احرار الشام الاسلامیة:
د احرار الشام اسلامي گوند د ځینو نورو جهادي او ځینو وړو سلفي ډلگیـو مجموعه بللی سو چي د هغوی تر انضمام وروسته جوړ سو؛ په دغو ډلگیـو کي کتائب احرار الشام، حرکة الفجر، جماعة الطلیعة او کتائب الایمان المقاتلة شاملي وې؛ دا گوند د ادلب او حلب په اطرافي سیمو کي فعال وو؛ نوموړی گوند د سوریې د ائتلافي اسلامي جبهې زورور غړی دئ او په ۲۰۱۳م کي د بشارالاسد تر ځواکونو را وروسته په متحد اپوزیسیون کي د سوریې دوهم مقتدر او مؤثر گوند شمېرل کېږي.
۳- الجبهة الوطنیة للتحریر:
په آزاد سوري پوځ Free Syrian Army پوري تړلې دا جبهه یوه پوځي اتحادیه ده؛ په دې جبهه کي د تېر حکومت پخواني منحرف پوځیان او نوي رضاکاران شامل دي؛ په دې کي الفرقة الساحلیة الأولیٰ، الجیش الثاني، لواء شهداء الاسلام او نوري مسلحي ډلي ورگډي دي؛ دوی په زرگونو مسلح روزل سوي جنگیالي لري. دې گوند مثبت کار دا وکړ چي د اسدي پوځ په ساحو بالخصوص دمشق کي ئې چریکي بریدونه ترتیب کړل؛ دوی د زمکو فتوحاتو ته ډېر لېوال نه دي بلکي هڅه کوي د اسد په پوځونو کي اختلافات، بې باورۍ او وېري ته وده ورکړي؛ دوی د هغه پوځ په نفسیاتو ډېر ښه پوهېږي او تر ډېره بریالي هم دي.
۴- الجیش الوطني السوري:
دا د ترکیې تر ملاتړ لاندي پر وسله والو ډلو مشتمله نظامي اتحادیه ده چي په ۲۰۱۷م کال کي رامنځ ته سوه؛ د دې گوند مشرتابه د سوریې د اپوزیسیون د موقت حکومت تر لاس لاندي ده؛ بله جالبه لا دا ده چي دا گوند د ترکیې لخوا د کردي باغي ملېشو پر ضد عملیاتو کي هم ښکېله پاته سوېده؛ تر څو له هغوی سره په گډه د ترکیې سرحدي سیمي خوندي وساتي.
۵- کتائب نورالدین زنگي:
دا اسلامي ډله هم د سوريې د انقلابي شوریٰ غړيـتوب لري؛ دا ډله د "حرکة احرار الشام" سره تر اتحاد وروسته "جبهة تحریر سوریا" بلل کېږي.
دا ټولي ډلي د سوریې د دیکتاتور پر ضد د منظمو بریالیو او گډو عملیاتو گډونوالي دي؛ دوی د قوت په حالت کي دي؛ راتلونکي ورځي به پرېکړه کوونکي وي؛ دا چي شیطاني اتحاد (ایران، حزب الله، روسیه، اسد او نوري ایراني شیطاني ډلي) څه کوي او څومره وحشت کوي او یا هم د ماتي او تېښتي ذلت او مجبوریت زغمي؛ هغه به وخت ثابته کړي!
د سوریې انقلاب یقیناً ټکنی او ځنډنی سوی دئ؛ نړئوالو شیطاني کړیو پراخي لاسوهني وکړې، په درځنونو گوندونه، ډلگۍ او احزاب جوړ او مات سول، نومونو ته ئې تغییر ورکړل سو؛ د ځینو نومونه ذکر کوم؛ لکه: حراس الدین، جیش الاسلام، جیش البادیة، جیش الملاحیم، فیلق الشام، جیش الفتح، جیش النصر، جیش العزة، جیش ابوبکر، کتیبة الشیشان، انصار الله، اجناد شرقیة، انصار التوحید، لواء التوحید او... همداسي د شیعي تروریسټي ډلو نوملړ هم مختصر نه دئ؛ مثلاً: سپاه پاسداران قدس، حزب الله، فاطمیون، زینبیون، الحشد الشعبي، مالکیون، ایراني پوځي جنرالان، اسدي پوځ. همداسي نړئوال مقتدر هېوادونه: روسیه، ایران، امریکا، ترکیه، سعودي او نور عرب هېوادونه او...
پورتني نومونه مي یوازي په دې هدف ذکر کړل تر څو پوه سئ چي په سوریه کي څوک لاسوهنه نه کوي؛ خو بیا هم د سوریې د آزادۍ لپاره هڅاند اپوزیسیون تر ډېره حده سوریه له بې مهاره وحشت څخه خوندي ساتلې ده؛ یقیناً د دوی خپلمنځي اختلافاتو او جگړو ته وده ورکول سوه خو بیا هم د الله تعالی حکمت دئ چي د دومره شیطاني لاسوهنو باوجود هم دوی متحد دي او د شیطان پلوه اشغالگرو په مقابل کي زورور فتوحات لري؛ هغه څوک چي مجاهدین نقد کوي هغوی باید پوه سي چي د افغان جهاد پر وخت همداسي لوبي ترسره سوې؛ سوریه ئې نن غوره مثال دئ. دلته هم یو ستر متحد حزب پر ټوټو تقسیم سو؛ هر کس و نا کس به د رهبر په عنوان ونومول سو او یوه مختصره ډلگۍ به د نړئوال گوند په مقابل کي تمویل کېدله؛ په ملاتړ به ئې نړئوالو رسنیو لابي کوله او د مؤثرو او مقتدرو احزاب رول به ئې ورباندي پیکه کاوی...
رب تعالی دي د سوریې مبارک انقلاب بریالی کړي. الحمد لله چي سوري ولس پر خپلو آزادو اتلانو باور لري؛ د هغوی هڅي او قربانۍ ستایي؛ ترې بېزاره سوي نه ده؛ دغو گوندونو هم تر ډېره خپل رسالت او وفاء ثابته کړېده؛ د دوی د اتحاد چانسونه لا هم نه دي ضایع سوي. د عملیاتو پر څرنگوالي، د اپوزیسیون پر نظامي صلاحیتونو، قربانیو او لاسته راوړنو به بیا بحث کوو... اَللّٰهُمَّ أَرِنَا الْحَقَّ حَقًّا وَارْزُقْنَا اِتِّبَاعَهُ؛ وَأَرِنَا الْبَاطِلَ بَاطِلًا وَارْزُقْنَا اجْتِنَابَهُ.