د سوریې انقلاب؛ خوښۍ، خوشباورۍ او اندېښنې!
شیخ محمود الحسنات وایي: د فلسطین ستونزه پر منافقینو د سهار د لمانځه په څېر درنه ده. نن د سوریې د انقلاب قضیه یو ځل بیا پر ځینو همدومره درنه تمامه سوېده؛ کیسه داسي ده چي د عربو د سپرلي له کاروانه د سوریې نیمگړی پاته سوی انقلاب یو ځل بیا د بریا زېري اوروي؛ د تکمیل پړاؤ تېروي؛ دلته نو د کاپي پېسټ نظریې یو ځل بیا جسارت وکړ او د آزادۍ په لار کې پر بهېدونکو وینو د شک او تهمت مهرونه ووهل.
زه د عربو د سپرلي په تړاؤ مثبت نظر لرم؛ دا د دیکتاتورانو د ټغر ټولولو مبارک بهیر گڼم؛ دې سپرلي د هغو دیکتاتورانو زېړي پاڼي له صحنې گوښه کړې چي په لسیزو ئې خپل ملتونه محکوم او مجبور ساتلي ول؛ دوی په خپل دومره لوی اقتدار کي هم ملت ته کومه اوږدمهاله مترقي پروژه او شرکتونه ور نکړل بلکي یوازي ئې خپلي ستري ستري مجمسې جوړي کړي وې؛ چي پرون ئې په حلب کي د ماتېدلو (د حافظ الاسد مجسمه) شاهد وو. تر دې سپرلي وروسته د فراعنه وو مصر لا جمهوریت تجربه کړ؛ دا چي وروسته څه پېښ سول هغه بېل بحث دئ؛ د دې انقلاب پر ناکامۍ قطعاً دلالت نه کوي؛ په مصر کي شفافي ټاکني ترسره سوې، د پوځ لخوا د ټاکنو د پایلو تر معمولي ځنډ وروسته جمهوري نظام راغی او یو کال وروسته کودتا ورباندي وسوه؛ په لېبیا کې هم پوځ د انقلاب نتائج ټکني کړل؛ خو دا د انقلاب ناکامي نه بلکي د پلورل سویو اجیرو پوځي جنرالانو جنایات گڼلی سو؛ دوی هم د مخکنیو فرعونانو لاره تعقیب کړه او له ولســواکۍ سره ئې خپله دښمني څرگنده کړه؛ ځینو تر انقلاب وړاندي او ځینو وروسته د خپلو ملتونو پر وړاندي جنایات ترسره کړل. د دوی په موجودیت کي به هیڅکله نه کوم سوله ییز او نه هم متشدد انقلاب ثمر ته ورسېږي؛ دا پوځونه او خائن جنرالان ئې هغه چینجي دي چي غرب د درېیمي درجې هېوادونو کي په مرداریو را ستر کړي؛ دوی هر هغه بدلون ټکنی کوي چي له هغه سره ئې د ولس اراده ملگرې وي. د دغو عرب پوځونو په تړاؤ د شهید سید مشهور قول صدق کوي چي وايي: دا عرب پوځونه چي تاسو ئې گورئ دا د اسلام او مسلمانانو د دفاع لپاره نه دي بلکي یوازي ستاسي د وژلو او محکوم کولو لپاره دي؛ دوی به هیڅکله ستاسي پر دښمنانو او یهودانو حتی یوه مرمۍ هم فیر نکړي. د سید دا تعریف اوس پر بشپړه اسلامي نړۍ صدق کوي؛ استاذ وحید الله مصلح صاحب په همدې ارتباط څومره ښکلې خبره کوي: له بده مرغه شرقي ولسونه او سياسي/نظامي قيادتونه يې د واکمنۍ هغه ظرفيتونه نه لري چې د خپلو ولسونو د خوښې او د ولسونو د باورونو حکومتونه رامنځته کړي، د دوى هغه اردوګانې ځواکونه چې بايد بهرني يرغلونه مات کړي؛ پرې خپل ولسونه ماتوي. شرقي دولتونه د واک سولييزې لارې او تجربې نه پېژني او نه يې مني، نه نور له ځان سره پر واک ګډوي او نه يې وړتيا لري همدا لامل دى چې تر پايه ملت د يوې ځانګړې کورنۍ او حلقې په واک کې محصور او زنداني وي، او کله چې د ولس قهر په څپو شي نو بيا په کې ښارونه ويجاړېږي.
همدلته دې وضاحت ته د پای ټکی ږدم او راځم د سوریې د انقلابي کیسې تسلسل ته.
تېره ورځ ناڅاپه د سوریې آزاد پوځ د خپل پرمختگ ویډوگاني او خبرونه خپاره کړل؛ حتی د حلب د نیولو ادعاء هم وسوه؛ د ۲۰۲۴م کال د نومبر پر ۲۹-مه یعني ۸-اته کاله وروسته پر حلب ښار د ایراني ملېـشو ولکه ختمه سوه؛ د اپوزیسیون یا په بله اصطلاح آزاد شامي پوځ ۲۰۰۰۰-شل زره پوځیان حلب ته داخل سول او د سلگونو سوري ځواکونو او ایراني غاصبو ملېشو د وژلو خپرونه نشر سول او همداسي د روسي ځواکونو د شاتگ ویډیوگاني هم نشر سوې. په سلگونو ایراني او سوري یرغلگر ځواکونه ژوندي نیول سويدي. د ایراني سفاک جنرال قاسم سلیماني چي د سنیانو په جلّاد مشهور وو؛ لخوا مقبوضه سیمي آزادي سوې. دغو پراخو بریالیو عملیاتو ته د "ردع العدوان" یعني له تشدد څخه د مخنیوي عملیاتو نوم ورکول سو؛ داسي ناڅاپي او غیرِمتوقع پرمختگونو ځیني اندېښنې راپورته کړې؛ ایران او د هغوی مؤیدینو دا ټول جریان د امریکا - اسرائیل دسیسه وگڼله؛ ویې ویل: امریکا په خلیج کي د روسیې د نفوذ کمولو او ایران د کمزوري کولو او فلسطین - اسرائیل جگړي د شور کمولو په پار دا کار وکړ... هغه کسان د چي د ۷-اکټوبر تر بریدونو وروسته ئې د فلسطین د قضیې په تړاؤ د ایران مثبت دریځ ستایلو هغوی حیران سول چي باید کوم موقف غوره کړي؛ د دې دوه لاملونه دي؛ یو د معلوماتو کمښت؛ د خلیج د ستونزو او د ایران د رول په تړاؤ کم معلومات او بل لامل هلته له یوې مستقلي نظریې څخه ملاتړ نه کول.
مثلاً په خلیج کي اسلامپالي ډلي ډېري دي؛ په هغوی کي د یوې نه انتخاب دلته خلک په خپلو دریځونو کي مشکوک او متذلذل کړي... زه د اخوان د نظریې مؤید یم؛ هغوی په سیاست او مبارزه کي د ځان امامان گڼم او تل هڅه کوم د همغوی د معتدل دریځ پلوي وکړم... د اخوان پر همدې نظریه به یوه مختصره تبصره وکړم: اخوانیان لله و في اللهِ دوستۍ او دښمنۍ ته قائل دي؛ له صهیونیسټانو سره د همدې تعریف پر اساس دښمني کوي او د غزې تود محاذ ئې ورسره پرانیستی دئ. هملته د ایران او شیعي نیابتي تنظیمونو دا احسان هم مني چي پر هغه مقدسه قضیه ئې د دوی ملاتړ کړیدئ: برعکس بیا په ورته وخت کي د سوریې او ځینو نورو عربي سیمو پر لانجوله ایران سره په ټکر کي هم دوی واقع دي؛ غوره مثال ئې د شهید محمد مرسي دئ چي کله ایران ترې وغوښتل چي دوی ته اجازه ورکړي تر څو دوی په مصر کي د فاطمیونو مزارات ورغوي او زیارت کولو ته ئې عیار کړي خو مرسي (اخوان) منفي ځواب ورکړ او لامل ئې دا وو چي اخوانیانو نه غوښتل ایرانیان مصر ته خرافات او د متعې په څېر کرکجن کلتور راوړي. همداسي د حماس د مشرۍ په تړاؤ د خالد مشعل د نه ټاکلو یو لامل همدا په گوته کېږي چي هغه له ایراني چارواکو سره غوره اړیکي نلري او د سوریې پر قضیه ئې ایرانیان ناراضه کړي ول؛ له سوري مجاهدينو ئې ملاتړ اعلان کړی وو؛ یوسف القرضاوي د اسد او ایراني ملېشو پر ضد د جهاد فتوی صادره کړې وه؛ خو د خالد مشعل د نه ټاکلو په تړاؤ دلیل لا تائید سوی نه دئ. په لاندینۍ اعلامیه کي هم اخوانیانو د حق د پلويتوب څرگندونه وکړه او په ډېر وضاحت سره ئې د حق ملاتړ وکړ او ظالم ایران ئې نقد کړ...
د ردع العدوان (له تشدد څخه مخنیوی) عملیاتو په اړه د اخوان المسلمین - سوریې نظر:
په همدې شپه یعني د نومبر پر ۲۸-مه د سوریې اخوان المسلمین گوند پر ډېر مناسب وخت خپله قاطعه او جالبه اعلامیه نشر کړه؛ د اعلامیې عنوان ئې په دې تورو کښل سوی وو: د بشار الاسد د ډلو او ایراني ملېشو جرمونه... او د تېري د مخنیوي لپاره جگړه. ورپسې ئې لیکلي ول: د بشار الاسد ډله له جنایتکارو ایراني فرقه ایزو ملېشو سره یو ځای پر آزادو سویو سیمو باندي په خپلو بریدونو کي دومره زیاته وړاندي تللې ده چي پر ملکي خلکو بمبارۍ کوي او هره ورځ د ښځو او ماشومانو په گډون بې گناه انسانان په شهادت رسوي؛ فلهذا د همدغو تکراري او حتی دایمي، پاروونکو او پر ملکي وگړو د پرلپسې وحشیانه بمباریو د مخنیوي په پار او د دغو جنایتکارو قاتیلنو له منگولو څخه د سیمي د پاکولو په موخه د تشدد څخه د مخنیوی (ردع العدوان) عملیات پیل سول. موږ یعني په سوریه کي د اخوان المسلمین گوند مجاهدینو ته د دوی د بریا مبارکي وایو، د هغوی لاسنیوی (مرسته) کوو او هغوی ته د استقامت او ثبات دعا کوو. تر څو دوی د گراني سوریې وروستۍ ټوټه زمکه لا ازاده کړې نه وي. موږ دوی ته وایو: صبر وکړئ او ثابت قدم اوسئ! بریا یوازي د یوه ساعت صبر دئ او: والله غالب على أمره ولكن أكثر الناس لا يعلمون.
د ردع العدوان عملیاتو جدیت او تند پرمختگ:
دا عملیات دومره تېز او تند ول چي نړئوالي رسنۍ ئې په انعکاس ستړي سوې؛ څوک چي د تحلیل لپاره مواد چمتو کوي په همدومره وخت کي نوي نوي ستر ستر بدلونونه راغلي وي؛ دا یوازي ۴۰-ساعته عملیات ول؛ راتلونکي ورځي به فیصله کوونکي وي؛ د اسد پوځ شاتگ کړی، ایراني ملېشې او روسي ځواکونه د تېښتي په حال کي دي؛ ممکن هغوی د بیا منظم کېدلو تابیا نیسي؛ بشار الاسد روسیې ته تللی تر څو خپل بادار پوتین خپل قاطع ملاتړ ته راضي کړي؛ او تر څو ئې هغه راضي کړی نه وي مشکله ده چي سوریې ته دي ژر راستون سي؛ دا گنگوسې هم سته چي ایران او نیابتي تنيظمونو ئې له اسد څخه بغاوت کړی دئ. داسي اوازې پورته سوي چي د دمشق په کفرسوسة سیمه کي د "ریپبلکین گارډ" او "څلورم ډويژن" تر منځ شدیده جگړه ترسره سوېده؛ د اپوزیسیون د رسنيو په قول چي دا شخړه لا تر اوسه یوازي تر مرکزه محدوده ده. اسد روسیې ته تښتېدلی او کورنۍ ئې د اماراتو پر لور تللې؛ تر حلب وروسته له حماة څخه هم ایراني ملېشې شاتگ کوي او داسي ښکاري چي مجاهدین قصداً هغوی ته اجازه ورکوي تر څو وتښتي؛ همدا د ښارونو د اوسېدونکو د خوندیتوب لپاره مناسبه پالیسي ده.
هدف مي دا دئ چي د سوریې وروستي عاجل بدلونونه باید حتمي ونه گڼل سي؛ هلته په زرگونو ایراني پوځیان او د هغوی ملېشې موجودی دي؛ هلته که سنیان اقتدار ته رسېږي دا به د ایران پر لسیزو او سترو مصارفو جوړه پالیسۍ باندي ستر گذار وي؛ ایران اسد په نصیریانو تعویض کولی سي نه په سنیانو؛ هغوی به تر وروستۍ هڅي له سوریې لاس وانخلي ځکه دوی سوریه خپل یو شیعي ایالت گڼلی؛ د دوی ځوابي بریدونه به راځي او دا به ډېر تند وي؛ دا سوریه ده او په دقیقو کي ئې سیاسي او نظامي اوضاع تغییر کوي. ممکن ځیني راپورونه پوره دقیق نه وي؛ ځکه د سوريې په تصادم کي ډېر فریقین ښکېل دي؛ هر یو ئې خپل په گټه لابي کوي...
نړئوال سیاست د سترو سترو بدلونونو شاهد دئ؛ په خلیج کي د اورې لمبې بلي دي؛ تر فلسطین او لبنان وروسته سوریه؛ مفروضې نوري هم زیاتي دي؛ ډېري خندوونکي او ډېري ئې د وخت ضایع کوونکي؛ تر اټکلونو واقعیتونه ډېر ژر ژر تغییر کوي؛ منتظر به اوسو چي څه پېښېږي؛ زه د هغو خندوونکو اټکلونو او مفروضو یادونه او لوستل د وخت ضیاع گڼم چي ځیني ئې د سیاسي کارپوهۍ تر عنوان لاندي کوي؛ یوه لیکلي چي ترکیه، اسرائیل او امریکا یو طرف دئ، روسیه، اسد او ایران بل او سني تحریکونه بل طرف؛ دا درجه بندۍ یوازي هغه څوک کولی سي چي د سوریې له حالاتو بې خبره وي.
په هر صورت دا حقیقت دئ چي د اوس لپاره مجاهدین بریالي او فاتح دي؛ دوی چي کومي شیعي سیمي فتح کوي هلته باید له آسانۍ څخه کار واخلي؛ هغه اختلافاتو ته لمن ونه وهل سي چي تېر ځل ترې تکرار سول؛ د سرونو پرې کولو، په عام محضر کي د اعدام سزاوي او نور غیر مهم کارونه باید ونسي؛ دا هم سوري ملت دئ او د هغوی محوه کول ممکن نه دي... سوري مجاهدین د دې عظیم اسلامي هېواد دوهم او د عربي نړۍ پنځم ستر ښار ته ننوتلي؛ دوی دا هم نده درک کړې چي ایراني او سوري ځواکونو ولي د پام وړ مقاومت ونکړ؟ دا یوه مهمه پوښتنه ده... د احتیاط لمن پرېښودل پکار نه دي... تر اوسه د ترکیې رول هم ډېر روښانه نه دئ؛ الله مکړه دا د یوې نوي جگړي پیلامه ښکاري؛ د عراق د جنگونو پر وخت به مو د داعش پرمختگ په یاد وي؛ ځینو آن دا اټکلونه پیل کړي ول چي ډېر ژر به بغداد ونیسي؛ زه دوی نه ورسره سره تشبېه کوم بلکي دا پرمختگ حتماً ځیني اندېښنې زېږوي؛ رب تعالی دي دا اندېښنې نه رښتیا کوي؛ سوریې د خپل برخي تکلیفونه وگالل. دا مقدس مقاومت له اسدي، رافضي او د اسرائیلو د نازولو کردي ځواکونو پرته د نورو ټولو سوري اولسونو مشترک مقاومت دئ؛ دوی په دې جگړه کي همغسي سره یو دي لکه د غزې پنځه جهادي تنظیمونه چي د اسرائیل په مقابل کي سره یو او متحد دي.
د اسرائیل - حزب الله اوربند؛ بدگمانۍ:
دا یادونه مهمه ده چي حزب الله له اسرائیل سره په جگړه کي ښکېل دئ؛ له اسرائیل سره ئې موقت اوربند سوریې ته نسي متوجه کولی؛ ویل کېږي چي په دې موقت اوربند کي حزب الله د جنوبي لبنان ځیني سیمي د موقت وخت لپاره د اسرائیل تر کنټرول لاندي پرې ایښي دي؛ همداسي ئې د رهبرۍ تر ترور وروسته ځیني مشرانو په عراق او سوریه کي پناه اخیستې ده. دا به د حزب الله پر ټنډه تاریخي داغ وي چي د اسرائیل سره به محاذ تړي او په سوریه کي به خپل پخواني قتلِ عام ته درومي؛ د حسن نصر الله او هاشم صفي الدین مرگونه به بیا څنگه توجیه کوي؟ د اسرائیل - حزب الله د موقت اوربند په تړاؤ دا مفروضې هم گردش کوي چي ممکن دوی د ردع العدوان له عملیاتو وړاندي خبر سوي وو نو ځکه ئې له اسرائیل سره مذاکراتو ته زړه ښه کړ... البته چي دا هر څه به هم په نږدې ورځو کي معلوم سي چي حزب الله ته کوم شی ډېر ارزښت لري؟
رب تعالی دي پر شامي ملت ځانگړی رحم وکړي؛ الله تعالی دې د دیکتاتورانو له منگولو خلاصه آزاده او خودمختاره سوریه کړي.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
يوجهان مننه که هرڅودسوريي دحالاتونه ناخبره ووخوبياهم موږ خپل اهل سنة ورورنه چاته نشو پريښودی مونږ اوسوريايان بلکه ټول مسلمانان سره ورونه يوموږورته دکاميابئ دعا کوو الله دی ټول اسلامی امت تهنجات اووحدت نصيب کړی تاچي کوم څه ليکلی وو زمونږ تشويشونه دی رفع کړل الله دی اوږد عمردرته نصيب کړی آمين يارب العالمين