مهم ترين های امروز چهارشنبه
✒️: د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي ترکیې ته د سفر پر مهال د افغان سوداګرو د ټولنې له غړو سره کتلي دي.
په دغه کتنه کې ښاغلي عزیزي، ترکیه کې مېشتو سوداګرو ته ویلي، د اسلامي امارت رهبر تاسې اقتصادي مجاهدین بولي او خپل هېواد ته مو رابولي.
هغه پخپلو خبرو کې ټينګار کړی چې هېواد امن دی او سوداګر دې د هیواد دننه پانګونه وکړي.
✒️: سید محمود ضیا دشتی رییس فدراسیون سامبو کورش افغانستان، در نشست سالانه فدراسیون بینالمللی کورش به نمایندگی از کشور اشتراک کرد.
آقای دشتی به طلوعنیوز میگوید که کانگرس سالانه فدراسیون بینالمللی کورش امروز (چهارشنبه) به میزبانی منگولیا برگزار میشود و رییسان تمامی کشورهای عضو در آن اشتراک میکنند.
در این نشست، با حضور نماینده افغانستان، درباره برگزاری مسابقات کورش در قارهها و کشورهای میزبان تصمیمگیری میشود.
✒️: د برېښنا شرکت ویاند، حکمت الله میوندي وايي، د دغه شرکت اجراييوي رییس، عبدالباري عمر ترکمنستان ته د خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد له چارواکو او د ټاپ پروژې له رییس سره کتلي دي.
میوندي زیاته کړې، ښاغلي عمر د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه د افغانستان او ترکمنستان اقتصادي اړیکو په پراختیا ټېنګار وکړ او افغانستان سره یې د ترکمنستان لوري همکارۍ وستایلې.
✒️: دوه ورځې او شپې تېرې شوي، خو د ترکمنستان له لوري هرات ته د وارداتي برېښنا د پرې کېدو قضیه لا نه ده حل شوې او د هرات تر نیمایي زیات اوسېدونکي له برېښنا بې برخې دي. د هرات د برېښنا ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هوا د سړېدو له امله، د دغه ولایت د کشک رباط سنگي ولسوالۍ په اړوند سیمه بند بغرچر کې د وارداتي برېښنا مزی په ۷ سیمو کې پرې شوی دی.
✒️: د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نيوز ته تایید کړې چې کندهار کې د اسلامي امارت د کابینې غونډه روانه ده. هغه زیاته کړې چې په دغه غونډه کې د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر په ګډون د کابینې ځینې وزیران حضور لري څو پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړي.
✒️: د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري راشد خان په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې، د تعلیم او طبي څانګو د تړل کېدو په تړاو خبرونو خواشینی او مایوسه کړی یم. نوموړي همدارنګه لیکلي «لکه څنګه چې، د یو هېواد د پرمختګ بنسټ له تعلیمه پېلېږي، همدا راز زموږ خویندې حق لري چې، تعلیم وکړي او خپلې ټولنې ته د طبي برخې سربېره، په هره برخه کې د خدمت جوګه شي.»
ښاغلي خان همدارنګه ویلي«هیله لرم چې، په دغې پرېکړې بیا کتنه وشي او زموږ خویندو ته د اسلام مقدس دین د اصولو مطابق د زدهکړو زمینه برابره شي.»
✒️: د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي محمد نبي عیسیخېل د هېواد په طبي څانګو کې د نجونو د زدهکړو بندیز ته غبرګون ښودلی.
ښاغلي عیسیخېل پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي«زه د دغې ناعادلانه پرېکړې غندنه کوم او په ورته وخت کې له حکومته غوښتنه کوم چې، پر دغې پرېکړې بیا جدي غور وکړي.»
نوموړي همدارنګه لیکلي چې، افغانستان د لوستو نارینهوو ترڅنګ لوستو ښځینهوو ته هم اړتیا لري.
✒️: پنجمین محموله کمک های بشری روسیه به کابل رسید.
دیمیتری ژیرنوف سفیر روسیه در کابل می گوید، یک پروند طیاره وزارت حالات اضطرار این کشور صبح امروز نزدیک به ۳۰ تن کمک های بشردوستانه را به افغانستان آورد است.
به گفته ژیرنوف، این کمک ها به دستور ولادیمیر پوتین رییس جمهور روسیه ارسال شده اند.
✒️: کرزی به امارت اسلامی؛ دستور مسدود کردن انستیتیوت های طبی اناث را فورا ً لغو کنید.
حامد کرزی رییس جمهور پیشین کشور در مورد مسدود شدن انستیتیوت های طبی اناثیه ابراز نگرانی کرده و از امارت اسلامی خواسته است که این تصمیم منع تحصیل دختران در انستیتیوت های طبی را فورا ً ملغا کند.
کرزی در صفحه ایکس خود نگاشته است، افغانستان زمان از احتیاج بیگانه ها رهایی می یابید که از قوای بشری تعلیم یافته و متخصص بهرمند شود.
به گفته کرزی، این کار زمان ممکن خواهد شد که برای تمام جوانان (دخترها و پسرها) زمینه برابر آموزش فراهم شود.
✒️: د هډوکو ځوان افغان متخصص ډاکټر زلال د جرمني د ملا او ستون فقرات د عملیاتونو ستر (بډبیرکا) روغتون سرطبیب وټاکل شو.
دې نه مخکې یې په کابل کې کلونه خدمت کړی.
✒️: امانوئل مکرون، رئیسجمهور فرانسه در سفر به ریاض اعلام کرد که با محمد بن سلمان، ولیعهد سعودی تصمیم گرفتهاند کنفرانسی را برای ایجاد کشور فلسطین برگزار کنند. طبقگزارشها، این کنفرانس در ماه جون سال ۲۰۲۵ برگزار خواهد شد.
✒️: اونروا: 60 هزار نفر در شمال غزه تحت محاصره اسرائیل با مرگ مواجه هستند.
جاناتان فاولر، مدیر ارشد آژانس امداد و کار آوارگان فلسطینی سازمان ملل متحد «اونروا»، اعلام کرد که 60 هزار نفر در شمال غزه تحت محاصره اسرائیل به طور کامل منزوی شده و عملا به حال خود رها شدهاند.
✒️: شمار کشتهشدگان در حملات اسرائیل به لبنان به 4 هزار و 47 نفر رسید.
✒️: د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس غورځنګ ته څرګنده کړې څو اسراییلي یرغمل شوي کسان ازاد کړي. نوموړي زیاته کړې چې که دا کار ونه کړي نه سخت تاوان به وکړي.
✒️: راپورونه کاږي چې ۷۵ کلنه نېټومبو نندي د نامیبیا ولسمشرۍ ټاکنې ګټلې او د یاد هېواد تاریخ کې لومړنۍ ښځینه ولسمشره ده.
راپورونه زیاتوي چې نوموړي ۵۷ سلنه رایې اخیستې دي.
✒️: سازمان ملل ۴۷ میلیارد دالر را برای کمک به مردم مناطق جنگ زده در سراسر جهان درخواست کرده است.
سازمان ملل اعلام کرده است که این پول در سال ۲۰۲۵ برای کمک به ۱۹۰ میلیون تن در جهان که از جنگ فرار کرده اند و با گرسنگی روبرو هستند مورد نیاز است.
✒️: راپورونه کاږي چې مسکو له اوکراین په نیول شویو سیمو کې اوکرایني ماشومانو ته د روسیې تابعیت ورکوي.
راپورونو کې راغلي چې پر اوکراین د روسیې د جګړې د پیل سره سم شاوخوا ۳۱۴ اوکرایني ماشومان روسیې ته وړل شوي دي.
✒️: اتحادیه اروپا در واکنش به بسته شدن انستیتوتهای علوم طبی به روی دختران در افغانستان گفته است که این تصمیم «نمایانگر نقض آشکار حقوق اساسی بشر» است.
این اتحادیه در خبرنامهای با ابراز نگرانی از این تصمیم حکومت سرپرست، اعلام کرده است که این اقدام بحران انسانی در افغانستان را تشدید کرده و رنج مردم این کشور را افزایش میدهد.
خبرنامه افزوده است که مشارکت زنان در آموزش و نیروی کار تنها مسئلهای مربوط به برابری نیست، بلکه برای خودکفایی، توسعه و رفاه هر کشوری ضروری است.
اتحادیه اروپا از امارت اسلامی خواسته است که این تصمیم خود را لغو کند و به تعهدات خود تحت قوانین بینالمللی، از جمله تضمین دسترسی برابر به آموزش و خدمات بهداشتی اولیه برای همه افغانها، عمل کند. تا اکنون وزارت صحت عامه به شکل رسمی درباره بسته شدن انستیتوتهای علوم طبی به روی دختران به رسانهها چیزی نگفته است.
✒️: ماجد بن محمد الانصاری سخنگوی وزارت خارجه قطر، بر موضع دولت این کشور در خصوص ضرورت یافتن راهحل سیاسی جامع برای بحران سوریه تأکید کرده است.
وزارت خارجه قطر در خبرنامهای از تمامی طرفهای درگیر خواسته است که از راه گفتوگو و تفاهم به بحران جاری در سوریه پایان دهند.
✒️: د ډسمبر څلورمه؛ دغه ورځ په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې د امریکا د وخت بهرنیو چارو وزیرې، هېلري کلېنټن د وحشي ژیو د ژغورنې په موخه د عامه پوهاوي لپاره وټاکله.
د طبیعت د ساتنې نړۍوالې ټولنې د راپور پر بنسټ اوس مهال څه باندې ۴۱ زره حیواني او نباتي نسلونه د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.
✒️: روسیې او امریکا په سوریه کې یو بل د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړل.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د سوریې د روان امنیتي وضعیت پر سر بېړنۍ غونډه وشوه.
راپور زیاته کړې چې غونډه کې د واشنګټن او مسکو استازو یو بل پر دې تورن کړل چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.
دغه غونډه وروسته له هغې رابلل کیږي چې د ولسمشر، بشر الاسد مخالفې ډلې، تحریر الشام د سوریې حلب ښار نیولی او د لا پرمختګ خبر یې هم ورکړی دی.
✒️: د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، په تېر اکټوبر میاشت کې یې نږدې ۱۵۰ زره والدینو او پالونکو ته د ماشومانو د تغذیې اړوند مشورې ورکړې دي.
یونېسف زیاته کړې په دغو مشورو کې ماشوم ته تر ۶ میاشتنۍ پورې یوازې د مور شیدې ورکول، له ۶ میاشتو تر ۲ کلنۍ پورې د بشپړو خوړو ورکړه او ماشوم ته د سالمو خوړو چمتو کول او لارې چارې شاملې دي.
✒️: د سویلي کوریا پارلمان غړو د دغه هېواد د ولسمشر د استیضاح غوښتنه وکړه.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې، د سویلي کوریا لسګونه پارلمان غړي واټونو ته وتلي او د ولسمشر، یون سوک یول د استیضاح غوښتنه یې کړې ده. دغه غوښتنه وروسته له هغې وشوه چې ولسمشر یون، د نظامي حکومت اعلان وکړ او څو ساعته وروسته یې دغه پرېکړه بېرته واخیسته.
د راپورونو پر بنسټ، د سویلي کوریا پارلمان غړي په دې باور دي چې ولسمشر په دغه کار سره سیاسي فعالیتونه بندول غواړي او رسنۍ سانسوروي.