مهم ترين های امروز پنجشنبه
✒️: د کندهار د والي ویاند محمد اعزام طلوعنیوز ته ویلي، د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې سازمان، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام کندهار او هلمند کې د کوکنارو د بدیل کښت پروژه پیلوي.
د محمد اعزام په خبره، د کندهار والي د دې پروژې د پیل لپاره د ملګرو ملتونو مسوولینو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
یاد سازمانونه به دغه پروژه کې بزګرانو سره د غنمو، جوارو، پيازو او ځینو نورو باغو لپاره د اقلیم سره سم د تخمونو، شنو خونو جوړولو، بې وزلو ته د څارویو وېش، بزګرانو روزنې، د بزګرانو حاصلاتو لپاره د بازارموندنې او اقلیمي بدلونونو له امله بې ځایه شویو افغانانو سره د وړتیا لوړولو په برخو کې مرستې وکړي.
✒️: د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر طلوعنیوز ته وایي، آرزو ټلویزیون د اسلامي ارزښتونو ساتنې، له رسنیو د ناسمې کارونې مخنیوي او ټولنیز نظم د ټینګښت په موخه تړل شوی دی.
سیف الاسلام خیبر ویلي، ځینو کسانو د آرزو ټلویزیون له نوم څخه په ګټې اخیستنې او له بهره د ځینو تبعیدي رسنیو په ملاتړ اسلامي ارزښتونو پر وړاندې پروګرامونه خپرول.
✒️: منابع محلی به طلوعنیوز میگویند که یک موتر نوع لندکروزر با ۱۲ سرنشین، در منطقه شولگر ولسوالی یاوان بدخشان، به دریای آمو سقوط کرده است.
به گفته منابع، در این رویداد هفت سرنشین در دریا غرق شدهاند و جسد یکی از آنان بیرون کشیده شده است.
منابع میافزایند که موتر از ولسوالی نُسی به سمت شهر فیضآباد در حرکت بود و پنج نفر نیز در این رویداد زخمی شدهاند. مقامهای امنیتی بدخشان تا اکنون در این باره اظهار نظری نکردهاند.
✒️: تیم ملی پهلوانی کشور برای اشتراک در مسابقات بینالمللی رهسپار مصر شد.
مسوولان فدراسیون پهلوانی کشور میگویند که رقابتهای بینالمللی پهلوانی زیر نام «جام ابراهیم مصطفی» به میزبانی مصر، در شهر قاهره از هفتم ماه جاری میلادی آغاز میشود.
به نمایندگی از افغانستان، ۹ پهلوان به همراه سه مربی در این مسابقات شرکت کردهاند.
✒️: مخالفان رژیم اسد کنترل مرکز شهر حما را به دست گرفتند.
گروههای مسلح مخالف رژیم بشار اسد که با نیروهای این رژیم در حال درگیری هستند، کنترل مرکز شهر حما را پس گرفتند.
✒️: شمار قربانیان حملات 426 روزه اسرائیل اشغالگر به غزه به 44 هزار و 580 نفر رسید.
وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیهای اعلام کرد که در حملات اسرائیل به این منطقه طی 24 ساعت گذشته 48 فلسطینی کشته و 201 تن دیگر نیز زخمی شدهاند.
✒️: سویلي کوریا کې خلک واټونو ته راوتلي او د ولسمشر یون سوک یول د استعفا غوښتنه کوي.
لاریونونو داسې مهال هلته زور اخیستی چې د یاد هېواد ولسمشر پوځي حکومت اعلان کړ، خو د پراخو غبرګونونو له کبله یې څو ساعته وروسته بېرته لغوه کړ.
✒️: د یونایټډ هېلټ کییر اجراییه مشر ټامپسن نیویارک کې په ډزو ووژل شو.
راپورونو کې راغلي چې نوموړی د نړۍ اتم لوی شرکت مشر و او خواله رسنیو کې خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې بریدګر بې له دې چې د نوموړي کوم څیز له ځانه سره یوسي پر هغه ډزې کوي.
✒️: راپورونه کاږي چې اسراییلي اشغالګرو ځواکونو د غزې پر المواصي سیمې تازه هوايي بریدونه ترسره کړي چې له کبله یې څه باندې ۲۰ تنه مړه شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
ورته مهال د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې اسراییلي ځواکونه په بې رحمۍ سره په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي.
✒️: د خوړو نړیوال پروګرام یوه بیان کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د ۱۵.۸ میلیون ډالره مرستې هرکلی کړی دی.
یاد پروګرام څرګنده کړې چې دغه مرسته به د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او د اقلیمي بدلونونو اغېزو د مهارولو په برخو کې ولګول شي.
✒️: وزیر دولت در امور همکاریهای بینالمللی قطر در ایکس گفته که با رییس موسسه فیروزکوه درباره ابتکاراتی با هدف پشتیبانی از جوامع در افغانستان، فلسطین، لبنان و میانمار گفتوگو کرده است.
مریم بنت علی المسند افزوده که مشتاقانه در انتظار همکاری با این موسسه در راستای دستیابی به تغییرات مثبت در این کشورها که با چالشهای بشری روبهرو اند، هستیم.
✒️: د فرانسې بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د طبي انسټيټونونو تړل کېدل "نه توجهې کېدونکې او له زغم وتلې" ګڼلې او ژر تر ژره یې نجونو ته د زده کړو د زمینې برابرېدو غوښتنه کړې ده.
اخوا د جرمني بهرنیو چارو وزارت هم د دغې پرېکړې غندنه کړې ده. اسلامي امارت بیا په رسمي ډول رسنیو ته د نجونو پر مخ د طبي انسټیټونو د تړل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
✒️: د اسلامي همکارۍ سازمان په یوه اعلامیه کې په طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو پر زده کړو د محدودیت لګول «غیرمنتظره او مایوسه کوونکی» تصمیم بللی دی.
دغه سازمان زیاته کړې چې دا پرېکړه د افغان ښځو پر بنسټیزو حقونو ګوزار ګڼل کېږي او کېدای شي د افغانستان د روغتیا پر برخه چې له لویو ستونزو سره مخامخ ده، ناوړه اغېز وکړي. د اسلامي همکارۍ سازمان هیله څرګنده کړې چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره د رغنده تعامل له لارې د نجونو پر زده کړو هر ډول بندیزونه لرې کولو لپاره مثبت ګامونه پورته شي چې د دغه سازمان د پرېکړهلیکونو او په اسلام کې د ښځو د حقونو سره سمون ولري.
✒️: د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، راتلونکي زېږیز کال کې به افغانستان کې د څه باندې ۱۲ میلیونه ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۲ اعشاریه ۹ میلیونه تنه بشري مرستو ته اړتیا ولري.
یونیسف وایي، ۲۰۲۵ کال کې د ۱۰ اعشاریه درې میلیونه ماشومانو په ګډون ۱۹ میلیونه کسانو ته د رسېدنې لپاره یو اعشاریه دوه میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.
✒️: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پخوانی لوړپوړی چارواکی اعزاز احمد چودري وایي، پاکستان باید له افغانستان سره د یوه خپلواک هېواد په توګه چلن وکړي.
هغه ویلي، پاکستان باید د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پرځای، له دغه هېواد سره پر سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې تمرکز وکړي چې په خبره یې، له دې لارې د دواړو غاړو د خلکو تعامل زیاتېږي او د وسله والو فعالیتونه لمنځه وړي.
✒️: سازمان حقوق بشر ایران از اعدام ۱۲ شهروند افغان در زندانهای مختلف ایران در یک ماه گذشته خبر داده است.
بر اساس یافتههای این نهاد، ۱۶ شهروند افغان در سال ۲۰۲۲، ۲۵ نفر در سال ۲۰۲۳ و۶۱ شهروند افغان در ده ماه نخست سال جاری میلادی در ایران اعدام شدهاند.
✒️: نړۍوال بانک په خپل وروستي راپور کې ویلي، د افغانستان خالص کورنی تولید ۲.۷ سلنې زیات شوی چې، د وروستيو اقتصادي زیانونو یوازې لس سلنې یې جبران کړي دي. نړۍوال بانک ویلي، اقتصادي برخه کې د ښځو ګډون، د کورنیو سرچینو پياوړتیا، د بیو ثبات او د ښوونیزو او روغتیایي نیمګړتیاو لمنځه وړل په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې، د راتلونکو اقتصادي ننګونو د مخنیوي لپاره مهم دي.
که څه هم نړۍوال بانک دغه راپور کې د افغانستان ورو اقتصادي پرمختګ ته اشاره کړې خو زیاته کړې یې ده چې، افغانستان اوس هم د نا انډوله سوداګرۍ، د پانګونې لپاره د وړتیا کچې کمښت او د کورنیو سرچینو د کارونې په برخو کې له ننګونو سره مخ دی.
راپو کې راغلي، افغانستان کې بې وزلي اوس هم پر خپل ځای ده او د ټولنیز خوندیتوب میکانیزم نشتون له امله ښځې، ماشومان او بې ځایه شوې کورنۍ له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دي.
✒️: برنامه جهانی خوراک سازمان ملل متحد از کمک ۱۵ میلیون یورویی (۱۵.۸ میلیون دالر امریکایی) اتحادیه اروپا به افغانستان استقبال میکند.
این نهاد در خبرنامهای اعلام کرده است که این ۱۵ میلیون یورو به جوامع محلی کمک میکند تا برای خطرات طبیعی آماده شوند و با اثرات مخرب تغییرات اقلیمی مقابله کنند.
✒️: د قطر لومړی وزیر وایي، د امریکا منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنوري په ۲۰ مه د خپلې لوړې تر مراسمو وړاندې غزه کې د اوربند ټنیګښت غواړي.
محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سکای نیوز سره خبرو کې دغه راز زیاته کړې چې، د جګړې پایته رسولو لپاره باید پر ټولو اړخونو ډېر فشار واچول شي.
✒️: پارلمان فرانسه با رأی عدم اعتماد به دولت میشل بارنیه نخستوزیر این کشور، به حکومت سه ماهه او پایان داد.
رویترز گزارش داده است که میشل بارنیه و کابینه او امروز (پنجشنبه) استعفای رسمی خود را به امانوئل مکرون رییسجمهور فرانسه، ارایه خواهند کرد.
✒️: یوناما په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په طبي انسټېټیوټونو کې د ښځو او نجونو پر حضور د بندیز د راپورونو په تړاو په کلکه اندېښمن دي.
یوناما زیاته کړې، کهڅه هم تراوسه یې په دې هکله رسمي تایید نهدي ترلاسه کړي؛ خو دغه حکم د زدهکړو پر حق او روغتیايي خدمتونو ته د ښځو پر لاسرسي به ډېر محدودیتونه، د افغانستان د روغتیا په برخې به منفي اغېزې وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر له سرپرست حکومته غوښتي چې، منفي پایلو ته یې په کتو، پر دغې پرېکړې دې غور وکړي.