No-IMG

جنسي زياتي ، جنسي فقر ، او حل لاره .....!

په پاکستان کې د موټروی( چې مشهور او محفوظ سړک بلل کېږي ) په غاړه يوې زنانه سره د اولادونو په مخکې جنسي زياتی وشو ، پاکستان کې لبرل مخلوقاتو غوغا راپورته کړې چې (پراسټيټيوشن دې ليګل شي ) يعنې په رضا باندې زنا کول دې قانوني وبلل شي،  دا خبره يوازې پاکستان پورې نه ده محدود بلکه نورو هېوادونو کې هم لبرل مخلوقات همدا چغې پورته کوي چې په رضا زنا کول دې قانوني شي ،  د لبرل مخلوقاتو په نزد د جنسي زياتي پيښو رامنځته کېدلو لوئ لامل جنسي فقر دی ، او جنسي فقر د اخلاص ( سکس )  نه کولو لامله کېږي ، که چېرې زنا عامه شي نو جنسي فقر به ختم شي ,

دا د لبرلانو ادعا ده ....!

تر ټولو اول خبره دا چې دا يو ډېر متضاد دليل دی چې زنا دې عامه شي نو جنسي فقر به ختم شي ، او جنسي زياتي به نه کېږي ، مثال : يو شخص وايې چې غلا دې زياته شي او غلا کولو باندې بايد سزا نه وي نو دې سره به هر شخص مالداره شي ، او غلا کولو ته به هيڅ اړتيا نه ليدل کېږي ،

آيا دا ممکنه ده ؟

نا ممکنه خبره ده ،

 که په غلا کې جانب مقابل رضا نه وي نو ځکه بد ګڼل کېږي ، نو زنا سره هم ټولنه د نورو ناورينونو سره مخ کېږي ،

دويمه دا چې په غرب کې زنا يو قانوني عمل دی نو هلته ولې دسې پېښې رامنځته کېږي ؟

واضحه خبره ده چې يوازې سکس کول د حل لاره نه ده ، ډېر خلک وي چې هغوئ ودونه هم لري او بيا هم نورو جوانبو ته ميلان لري ، نو آيا دا جنسي فقر دی او کنه ؟ همدا دوه کسان چې پاکستان کې يې جنسي زياتی کړی خپله کور ودانه هم لري نو بيا ولې بل طرف لاړل ؟ يا هغه د فټبال مشر ولې بل طرف لاړو ؟ ولې ښځه نه لري سه ؟ بلکل يې لري ، نو بيا ولې جنسي فقر دی ؟ آيا دا جنسي نه دی ؟

هو بلکل جنسي فقر دی ، نو معلومه خبر ده چې يوازې سکس کول يا نه کول د مسلې حل نه دی ، بلکه د مسلې حل د دې نه هم ماورا دی چې هغه د تربيت پورې اړه لري ،

موړ خويې پکار دی ، بايد د انسان سترګې مړې وي ، هر کله چې سترګې مړې شي بيا انسان په خپله کور ودانه هم اکتفا کوي او که چېرې سترګې مړې نه وي نو د څلورو ښځو په شتون کې به هم سړی دسې جرائم کوي ،

د اسلام بنيادي فلسفه هم تربيت کول دي ، د انسان ذهنيت جوړول دي ، ممکن يو شخص دا اوايي چې بعض سفيد پوشه خلک ولې دسې کوي ؟

د دې لنډ ځواب دا دی چې که کوم سفيد پوشه  شخص دا کار کوي نو هغه هم د اسلام خلاف کار کوي او تربيت يې سم نه دی شوی ، د دې لپاره اسلام بيا بله لاره هم لري او هغه دا چې سزا ورکول کېږي ، که کوم سفيد پوشه شخص دا کار وکړو نو ښه مضبوط يې سنګسار کړه او يا يې د اوچت ځای نه راوغورځوه ، بيا ته ګوره چې څومره خلک نور دا جرم تکراروي...!

متاسفانه چې اسلامي سزاګانو څخه سمه بلا جوړه شوي ، بلکل وحشت معرفي شوی ، اسلامي سزا خو دسې نه وي چې هر سړی رانيسه او ځوړند يې کړه بلکه چا چې جرم کولو سزا ورکړه ، خو د دې سزا اهميت هغه چاته معلوميږي چې په چا وشي ، مثال : د فټبال مشر چې کومې زنانه سره زياتی کړی د هغه زنانه د خپلوانو نه پوښتنه وکړه چې دا مشر سنګسار کړو او کنه ؟ بيا به سم جواب ترلاسه کړې ،

که اسلام کې سزا سخته ده او د غل نه لاس پريکول کېږي نو معنا دا چې سبا څوک غل نشي ، محنت وکړي او په حلاله پيسي پيدا کړي ، په کابل کې اکثره غله په ځوانانو کې دي ، دا ځوانان کار نشي کولی ؟ کولی شي ، خو قانون نشته ،

چې د لس غلو لاسونه پريک شي نو لکونو خلک به په سکون سره ژوند کوي ،يعنې اسلام جرم هم ختموي او  ډېر خلک تکليف نه ساتي او فقط يو څو مجرمانو ته هغه تکليف ورکوي ، همدا راز چې يو څو جنسي زياتي کونکي سنګسار شي ،  نو آيا دا مسله به ختمه نه شي ؟ د مجرم په ذهن کې چې جنسي زياتي کولو خيال رازي نو هغه به سنګسار ذهن ته راولي ، بيرته به يې خيال ختميګي او خپل کور ته به زي او اکتفا به کوي .... !همدا لامل اسلامي اکثره سزاګانې په عام محضر کې ورکول کېږي ، تر څو خلک په دې خبر وي چې د جرم پايله سه کېدلی شي؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟