تاریخ د چارواکو غفلت هم په خيانت حسابوي
دا اوس چې ځينې مشهور اشخاص او چارواکي د تاريخ په حواله رټل کېږي، کردار او کړنې يې د اوسني عصر د انسانانو لپاره د شرم او خجالتۍ دليل ګرځي، نو داسې نه ده چې دوی به په خپل وخت کې هم په اوسني شکل خلکو ملامت کړي وو، بلکې دوی ته په خپل وخت چې دغه کړنې يې ترسره کولې، د دربار چاپلوسانو، متملقينو او مضرو محافظه کارانو ويل چې بس تاسو مشران ښه پوهېږئ، تاسې د اللّٰه تعالی غوره کړل شوي خلک ياست، تاسو چې هر څه کوئ د اللّٰه تعالی استازي ياست، د خدای تعالی په نصرت او توفيق يې کوئ، تاسو د ولس او وطن په خير ياست، ستاسې نقد ستاسې تخريب او توهین دی، ستاسې هر ناقد ستاسې او د ولس بدخواه دی... او داسې نورې متملقانه خبرې!
خو وروسته د قضاوت پر مهال تاريخ بيا دغه چاپلوس درباريان او متملقين نه پېژني، نه يې يادوي او نه ورته حتی د خس او خاشاک په اندازه ارزښت ورکوي، هغه د هرې ډلې د هرَم په برنۍ څوکې قضاوت کوي، بدۍ او ټول شرمونه هغو اشخاصو ته منسوبوي چې واک او ځواک يې درلود خو د چاپلوسو او متملقو درباريانو په روا او ناروا مشورو يې عمل او پرېکړې کولې او د هغوی په افراطي ستاينو يې ځانونه غولولي وو...!
کاش چې د نن سبا چارواکي هم دې اړخ ته متوجه کېدلی، ځکه چې تاريخ بيا د چا لحاظ نه کوي، بلکې تاریخ د چارواکو غفلت هم په خيانت حسابوي او د وروستیو نسلونو لعن او طعن ته يې برابروي... کاش چې مونږ له تاريخ عبرت اخيستلی.
تاريخ
له_بلې_زاويې