ژوند له سرښندنې سره
ځينې دوستان په لمانځه او آسانه عباداتو بسيا کېږي ؛ ګمان کوي چې عبادت يوازې لمونځ ادا کول او څو آسانه اذکارو ته وايي !! دوی په دې نه پوهېږي چې ژوند د مبارزې ، مجاهدت او سرښندنې نوم دی ، که يوازې په لمانځه او آسانه اذکارو بسنه کېدای ؛ نو تر پيغمبرانو عليهم السلامو هيچا هم ښه لمونځ نه کاؤ ، د اذکارو برخه يې هم تر هرچا غوره وه ؛ خو د هغوی مأموريت دا ؤ چې ؛ په لمانځه او نورو ډېرو ښېګڼو سر بېره د سر تېرو سپاهيانو په څېر ژوند وکړي ؛ ځکه خو پيغمبر صلی الله عليه وسلم ددې تمنا کوله چې ؛ د الله (ج ) په لاره کې مبارزه وکړي ؛ شهيد شي ؛ بيا ژوندی شي ؛ بيا شهيد شي ؛ بيا ژوندی شي ...
پيغمبرانو (ع) يوازې آسانه عبادات په ميراث نه دي پرېيښي ؛ بلکې مسلمانانو ته يې دا ميراث هم پرېيښی چې ؛ په ټولنه کې د يو ستر انقلاب لپاره چمتو و اوسي ؛ قرباني ورکړي او ژوند په قربانۍ کې و لټوي !!
حقيقت دادی چې له سرښندنې پرته ؛ نه آزاد ژوند کېدای شي او نه د اسارت ځنځيرونه ماتېـږي ، څوک چې له سره تېـرېـږي ؛ هم خپل سر ګټي او هم د نورو ؛ ځکه خو وايي :
ننګياليه په حق ومره چې ژوندی شې
شهيد پال خلک ګوټلی د ژوند جام شي
چې له مرګ څخه وېرېـږي مرګ يې وخوري
مرګ نيـږدې ورته له خپل وخته يو ګام شي .