No-IMG

د مسلمانانو ډېری مېرمنې د بې ځايه قيوداتو له کبله د پرديو په لمنه کې ولوېدې

څومره چې پر ښځو غير مؤجه قيودات وضع  کېږي ، هومره يې تمايلات پر بله اوړي او په مدار ، مدار د استعمار او / يا هم د چپي احزابو غېږې ته لوېږي !! د مسلمانانو ډېری مېرمنې د بې ځايه قيوداتو ، محروميتونو او د مسلمانانو په څنګ کې د سکون نه موندلو له کبله د پرديو په لمنه کې ولوېدې ، تانسوچېلر ،، حسينه واجد ، شکريه بارکزۍ  ، اناهيتا راتب زاد  او بې نظير بوټو يې بېلګې یادولی شو چې اغيارو واخيستې او د اسلام خلاف يې استعمال کړې !!

 ( له بده مرغه ) مسلمانانو چېرې هم يوه مسلمانه ، مبارزه او داعي بې نظيره ونه روزله ؛ شايد ددې نقيصې آر لامل دا وي چې مسلمانان د ښځو د روزنې او تعليم په تړاو نه يوازې  يوه خوله نه دي ، لا چې ډېری يې پر دې نظر دې  چې ښځه په کور کېنول شي ، نه پرې تعليم وشي ، نه دنده ور کړی شي ، او نه اړينه فردي آزادي  !! دا اوس طالبان په همدغسې دريځ استوار دي ، او په لوی لاس مېرمنې د پرديو داد ته سپاري !! درد ناکه داده چې دې  ډول اقدام ته امر بالمعروف  هم وايي !! موږ يوازې په دې نه ژاړو چې ښځې له ښوونې او روزنې بې برخې شوې ؛ بلکې په دې هم ژاړو چې استعمار ته مو ډېر خطرناک اسناد په لاس ور کړل ، هغوی د مسلمانانو په همدغسې منفياتو استناد کوي او له نورو اديانو نه ستړي انسانيت ته وايي ؛

که اسلام قبلوئ ؛ نو برخليک به مو د هغو افغان مېرمنو په څېر وي چې اسلام ( ؟ ) له ټولو حقونو محرومې کړې دي !! ای کاش طالبان وروڼه دې ستونزې ته متوجه شي ، نه دښمن ته اسناد په لاس ورکړي او نه د اناثو ګرايشات پر بله واړوي  .

هوکې! ای کاشششش

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک