شهادت ژوند دی؛ شهادت د استقلال وثيقه ده
خالد رضي الله تعالی عنه د شهادت تږی ؤ ؛ ځکه خو به يې پر شونډو د شهادت تمنا پرته وه ؛ د هغه له آنده شهادت
د دارينو سعادت ؤ ؛ شهادت د آزادۍ نسخه وه ؛ شهادت پر دښمن د برلاسۍ سند ؤ ، او شهادت د مظلومو ملتونو د ژوند راز ؤ ؛
ننګياليه په حق و مره چې ژوندی شې
شهيد پال خلک ګوټلی د ژوند جام شي
چې له له مرګ څخه وېرېږي مرګ يې وخوري
مرګ نيږدې ورته له خپل وخته يو ګام شي
هغه په خونړيو جګړو کې برخه واخيسته ؛ زخم ، زخم شو ؛ په وجود کې يې روغ ځای پاتې نه شو ؛ خو الهي پرېکړه داوه چې د سنګر په ځای په بستر کې سا ورکړي ؛ د ژوند په وروستيو شېبو کې يې وويل :
په هغه چا دې خپله مور بوره شي چې ؛ سنګر کې له مرګه وېرېږي ، او حوادث د مرګ سبب ګڼي !!
دا ډول رنګينه آرزو نه يوازې د خالد رضي الله تعالی عنه پر شونډو نقش وه ؛ بلکې ډېری صحابه په دې آرمان ؤ چې خپل ژوند د نورو ژوند ته وقف کړي او د خپل سر په بيه د نورو ژوند تامين کړي !!
کله چې به کوم صحابي د مرګاني ټپونو له کبله مرګ ته ورلنډ شو ؛ د خدای ثنا به يې وويله او ځان به يې بريالی وباله ؛
« په خدای قسم بريالی شوم »
شهيد انجنېر حبيب الرحمن ته په زندان کې په دې شرط د لوړو ، لوړو څوکيو وړانديز وشو ؛ چې له مبارزې منصرف شي ؛ خو هغه ته تر شهادت لوړ مقام په نظر نه ورته ؛ ځکه خو يې ورته وويل :
« ما د شهادت په تمه مبارزې ته ملا تړلې ؛ او د مبارزې له پيله مې کفن هم جوړ کړی دی » !!
هغه هم له صحابه وو د شهادت درس اخيستی ؤ ؛ ځکه خو يې دار قبول کړ ؛ خو سر ټیټی نه !
د هغوی همدا ډول انتخاب د دوو زبر ځواکونو د ماتې او افغان قوم د ژوند سبب شو ؛ هغوی افغانانو ته ځکه د شهادت لاره ترسيم کړه چې شهادت ژوند دی ؛ شهادت د استقلال وثيقه ده ؛ او شهادت له اسارت نه د خلاصون لار.
په دې ويډيو کې چې څوک وينئ ، په ناروغيو امتحان شوې ، يو زوی يې ددښمن په لاس کېوتلی ؛ بل يې د شهادت جام ګوټلی ؛ کور يې وران او آرام ژوند يې له لاسه ورکړی ؛ خو د هغې پر شونډو د خدای ثنا پرته ده ؛ نهيلې نه ده ؛ د شکايت ژبه نه کاروي ؛ له چا ګیله نه کوي ؛ لاچې نورې آزموينې هم منې ، او په تمه ده چې يوه ورځ به يې د شهيدانو وينې رنګ راوړي .