د تاریخ مصنوعي اتلان او خود شاخته شهیدان!
ایران او د هغه نیابتي شیعي ډلي د خپل وروستي اجیر دیکتاتور پر مرگ ممکن همداسي کوم پوستر نشر کړي چي وایي به "د قدس د لاري سرښندونکی شهید ولسمشر؛ بشار الاسد" او تر څنگ به ئې د قرآن کوم آیت هم انځور کړي.
دا وخت سوریه د افغان مجاهدینو د فتوحاتو وخت انځوروي؛ الله دې له هغه برخلیک څخه په امان کي وساتي... چي کله ډاکټر نجیب الله د هوائي میدان له لاري لومړی د تېښتي او د رشید دوستم د ممانعت په صورت کي د ملگرو ملتونو دفتر ته پناه یووړه؛ د ډاکټر نجیب شخصیت په همغه ورځ ومړ. دا د تاریخ یو مسلم حقیقت دئ چي بار بار ئې په اثبات رسولی دئ؛ امریکایانو که د صدام له نیولو سره سم هغه هملته وژلی وای نن به ئې چا هیڅ یادونه هم نه کوله؛ خو د لوی اختر په لومړۍ ورځ د هغه د اعدامولو بې سُره او انتقامي پرېکړي صدام تاریخ ته د یوه اتل په عنوان داخل کړ... خو قذافي، صالح او مبارک له دې شرفه بې برخي پاته سول... دا دیکتاتوران بیا تاریخ د جذباتیانو له دې تېروتني وژغورل.
ممکن اسد هم له هېواده ووځي؛ بلکي اوس همدا آوازې گردش کوي... د داسي وحشي دیکتاتور یا په نورو ټکو د کورنۍ جگړي د عامل او ناکام شخصیت تر وژلو د هغه ژوند ډېر غوره او ستر ذلت دئ؛ طالبانو مـړ نجیب ژوندی کړ؛ د مجاهدینو په راتللو سره د نجیب کرکټر ومـړ خو طالبانو په عاجل او غیرمسؤلانه اقدام چي د ملگرو ملتونو په دفتر کي ئې په شخصیتي لحاظ مړ نجیب را وایستی او د آریانا پر چوک ئې اعدام کړ؛ سمدستي د رهبرۍ له خلاء څخه کړېدونکو قامپرستانو هغه ته د شهید عنوان ورکړ او په همدې توگه یو مړ انسان بیرته ژوندی سو... ممکن څو کلونو وروسته به PHDs او څېړني ورباندي کېږي او د تېښتي له صحنې خو ئې نن هسي هم قامپرستان منکر سويدي.
هیله ده د سوریې انقلابیون د فرصت ترلاسه کولو په صورت کي هم ورته کار ونه کړي؛ که اسد ونیول سي هم باید په علني توگه د تېښتي فرصت ورکول سي او یا محاکمه سي او تر اعدام په عمر بند محکوم سي؛ تر څو د هغه کرکټر ومري نه یوازي خاکي جسد. اسد د تاریخ د ناکام ترینو دیکتاتورانو له جملې یو دئ؛ په سوریه کي چي کله پوتین له هغه سره غالباً مطبوعاتي کانفرانس کاوی نو د نوموړي لپاره ئې یوه کوچنۍ څوکۍ ایښې وه او پوتین پر کومه شانداره شاهي کرسۍ ناست وو؛ اسد دا ټول ذلتونه یوازي د نورو لپاره پر ځان تحمل کړل... په هر صورت سوري انقلابیون دي له نورو انقلابیونو درس واخلي؛ هسي هم دې ورځو کي په اسلامي نړۍ کي د انقلابونو بازار تود دئ او دوی ممکن هر څه څاري.
په پای کي همدا یوه سپارښتنه کوم چي د دیکتاتورانو او جنگي مجرمینو تر وژلو ئې ژوندي پرېښودل غوره دي؛ نور پر تاریخ د مصنوعي اتلانو او خودساخته شهیدانو بوج مه ږدئ!