مسـلحو ډلو تر اوسه په حلب کي یو شیعه هم نه دئ په نښه کړی
په لومړي ځل کوم ایراني ټلویزیون لیکي:
"مسـلحو ډلو تر اوسه په حلب کي یو شیعه هم نه دئ په نښه کړی."
انقـلابي ځواکونو ته د تـروریسټ او تکفیري پر ځای د لومړي ځل لپاره دوی د مسـلحو ډلو اصطلاح کارولې؛ همدا د بشار الاسد پر زوال تائیدي مهر دئ. د اسد وحشي دوران تېر سوی دئ؛ حالات وړاندوینه کوي چي سوریه چي د هر چا وي نوره د ده نه ده.
شرم خو دا دئ چي عرب دیکتاتورانو په وروستۍ ورځو کي تر غوږو غرق اسد ته لاس ورکړ؛ له هغه سره ئې د اړیکو عادي کول پیل کړل؛ د یوه ناکامه دیکتاتور له ملاتړه نور لاس اخیستل مهم دي. په هر صورت شیعي ټولنه د سوریې مهم او نه ختمېدونکی قشر دئ؛ انقلابیون هم باید د تېر ځل په څېر تېروتني ونه کړي؛ انتقام په خپل ذات کي ناکامي ده؛ تېر ځل ئې د دوی ټول پرمختگ ټکنی کړ؛ هیله ده دا ځل ئې له تېرو کړنو زده کړه کړې وي؛ په دې اړه د جـولاني مرکه جالبه او مهمه وه؛ ځوان مشکوک جـولاني نړۍ ته اطمینان ورکوي چي نوموړی پوخ Mature سوی دئ... له سطحيت څخه ئې عمق ته ارتقاء کړېده... نوموړی د انتقام پر نه اخیستلو ټینگار او سپارښتنه کوي او تر اوسه د HTS ځواکونه د خپل مشر پر وینا پوره عمل کوي... رب دي د سوریې ستونزمن امتحان په مثبتو او سوله اییزو پایلو پای ته ورسوي...