
حکمتيار: د شهيد حاجي خليل الرحمن حقاني کورنۍ ته؛ موږ او ټول مؤمن افغانان؛ په دې ستر غم کي در سره يو
بسم الله الرحمن الرحيم
إنا لله و إنا إليه راجعون
د حکمتيار له لوري د شهید حاجی خلیل الرحمن حقانی درنې کورنۍ ته!
السلام عليكم و رحمة الله و بركاته؛
د شهید خلیل الرحمن حقانی د شهادت په مناسبت تاسو، ستاسو د درنې کورنۍ ټولو غړو او ټولو هغو دوستانو او عزیزانو ته مو تسلیت وړاندي کوم چی په دې غم کي له تاسو سره شریک دي؛ موږ او ټول مؤمن افغانان؛ په دې ستر غم کي درسره یو.
شهید حاجی خلیل الرحمن خپل ژوند د اسلام په لار کي وقف کړی وو، د شوروي ځواکونو په خلاف جهاد کی ئې فعاله برخه وه. یقیناً چي د ده په شهادت سره افغان ولس له یوه مخور مجاهد محروم شو. الله جل شأنه دي هغه ته مغفرت وکړي، دوی دي د مجاهدینو، غازیانو او شهیدانو په صف کي حشر او په جنت کي ئې درجې لوړي کړي، تاسو ته دي اجر او صبر در په برخه کړي او هغه تشه چي د ده په وفات سره د افغان ولس د واقعي او مخلصو شخصیتونو په صف کی راپیدا شوې؛ الله تعالی دي هغه په خپل فضل او کرم سره په مؤمنو مجاهدو شخصیتونو ډکه کړي، د ده او ټولو شهيدانو، غازيانو او مؤمنو افغانانو نېک آرمانونه دي په دنیا او آخرت کي تر سره کړي. په لوى الله مو سپارم>
۲۱/ قوس /۱۴۰۳