
دين د انساني ټولنې فطري اړتيا ده
انسان ټولنيز مخلوق دی، ټولنيز مخلوق د منظَّم، مهذَّب او مثقَّف ژوند لپاره يو شمېر ټولنيزو اصولو او قواعدو ته اړتيا لري، د ژوند دغه قواعد او اصول نن سبا د قانون په بڼه پېژندل کېږي، مونږ نن سبا په نړۍ کې مختلف قوانين لرو، په قوانينو کې تر ټول ښه قانون هغه وي چې د انسانانو د ژوند د چارو د تنظيم او تهذيب لپاره په کې جامع، معقول او منطقي لارښوونې شوې وي او د دې قانون جوړوونکي او تشريح کوونکي پوه او عادل اشخاص وي.
دينونه اصل کې همدا قوانين دي، بلکې دينونه د نړۍ په اوسنيو هېوادونو کې له معاصرو او نافذو قوانینو ډېر شامل او جامع ځکه دي چې اديان عموما د مادي ژوند تر څنګ د انساني ژوند معنوي او رواني اړخ هم رانغاړي، خو دا چې دا دينونه چا جوړ کړي او چا تشريح کړي دي؟ د دې برخې په پېژندلو سره مونږ کولی شو چې حتی د ادیانو په اړه د هغوی د ښهوالي، پورهوالي يا د بدوالي او ناقصوالي په ارتباط قضاوت وکړو.
دا چې په پيل کې مو ليکلي دي انسان ټولنيز مخلوق دی او د ټولنيز مخلوق په حيث انسانان د مهذب او مثقف ژوند لپاره يو شمېر ټولنيزو اصولو او قواعدو ته اړتيا لري، نو د اسلام مبارک دين د همدغه مهذب او مثقف ژوند د تېرولو لپاره يو بشپړ او معقول دين يا قانون دی، بشپړ ورته ځکه وايو چې د دې دين يا قانون جوړوونکی مخلوق نه، بلکې خپله د انسانانو خالق دی او معقول ورته ځکه وایو چې د انسانانو د سالم عقل د ټولو مقتضياتو پوره کوونکی، د معنوي او رواني اړخ سوالونو ته ځواب ويونکی او انساني عقل ته قناعت ورکوونکی دین دی.
همدا وجه وه چې ابراهيم عليه السلام د انساني ژوند فطري اړتياوو ته په کتو خپل اولاد ته توصيه کې په دې ټينګار کوي چې په خپل ژوند کې به رښتيني الهي دين ته داسې غاړه ږدي چې په همدې حالت پرې مرګ راشي. قرآن کريم د دې ابراهيمي توصیې تعبير داسې کوي:
{وَوَصَّىٰ بِهَآ إِبْرَٰهِـۧمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَـٰبَنِىَّ إِنَّ ٱللَّهَ ٱصْطَفَىٰ لَكُمُ ٱلدِّينَ فَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ} ١٣٢ (البقرة)
ژباړه: او ابراهيم خپلو زامنو او يعقوب ته پرې (په ابراهيمي ملت) توصيه وکړه،(ويې ويل) اې زامنو! الله تعالی ستاسو لپاره دين (قانون) غوره کړی دی پر تاسو دې مرګ نه راځي مګر دا چې (دغه قانون ته) غاړه مو ورته ايښې وي.
دا بايد هېره نه کړو چې د ابراهيم عليه السلام دا توصيه یوازې خپلو زامنو ته نه وه، بلکې تر قيامته ټولو مسلمانانو ته ده چې په دې زمونږ خوږ پېغمبر محمد عليه السلام او ورپسې د هغه ټول امتيان هم راځي، قران کريم په دې اړه صريح آيات لري، فرمايي:
{ثُمَّ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ أَنِ ٱتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَٰهِيمَ حَنِيفًۭا ۖ وَمَا كَانَ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ} ١٢٣ (النحل)
ژباړه: (اې پیغمره!) بيا مو تا ته د دې وحی وکړه چې د حنيف (سم، پاک، حق او د نرمۍ) ابراهيمي ملت متابعت وکړه او هغه (ابراهيم عليه السلام) له الله تعالی سره د شريکانو منونکی نه و.
{قُلْ صَدَقَ ٱللَّهُ ۗ فَٱتَّبِعُوا۟ مِلَّةَ إِبْرَٰهِيمَ حَنِيفًۭا وَمَا كَانَ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ} ٩٥ (آل عمران)
ژباړه: ورته ووايه! الله تعالی رښتيا ويلي، پس تاسو د حنيف (سم، پاک، حق او د نرمۍ) ابراهيمي ملت متابعت وکړئ او هغه (ابراهيم عليه السلام) له الله تعالی سره د شريکانو منونکی نه و.
پاتې دا خبره چې ولې مونږ مسلمانان په اوسني عصر کې يو موټي نه يو او مهذب ټولنيز ژوند نه لرو؟ يا ولې د الهي قانون په تشريح کې مسلمانان په دومره ډېرو ډلو تقسيم شوي او يو واحد دريځ نه لري؟
نو زما په نظر د دې خبرې ځواب مونږ مسلمانان تر هغه نه شو پيدا کولی چې مونږ د خالق او د مخلوق د خبرو ترمنځ فرق ونه شو کړی او همدا ډول د خالق د کلام د متن او د خالق د کلام د شرحې او تفسر مراتب او درجې ونه پېژنو. که دا خبرې مو وپېژندلې، زه ډاډه یم چې مونږ ته به په پورتني پارګراف کې مطرح شوې پوښتنې خپله ځواب شوې وي، دا ځکه چې د نقص او تضاد خبره په الهي قانون کې نه ده، بلکې خبره د الهي قانون په هغه تشريح کې ده چې مخلوق کړې ده، همدا خبره علامه اقبال په خپل يو شعر کې داسې بيانوي:
ز من بر صوفی و ملا سلامی
که پیغام خدا گفتند ما را
ولی تأویل شان در حیرت انداخت
خدا و جبرئیل و مصطفی را