No-IMG

د ځینو افغانانو قضاوت ته سلام!؟؟

داسې فکر کېده، چې د اشغالګرو ملاتړي، به یو څه وغندل شي. لېکن، اوس داسې معلومیږي، چې کېدای شي، هغوی ته د غوږونو د تاوولو پرځای، مکافات ورکړل شي.

ځینو افغانانو، د وطن د خدمت تر نامه لاندې، ګران افغانستان له خاورو سره برابر کړ. د افغانستان د چور کولو دپاره، ځینو داخلي، او ځینو خارجی غلو، لاسونه سره یو کړل، او د ګران افغانستان، ملی سرمایې یې ټولې لوټې، او چور کړې.

هېره د نه وي، چې په اسلام او وطن مینو افغانانو، هر وخت، او په هرځای کې، خپل وطن ته ډېر په اخلاص او صداقت سره خدمت کړی دی، او الله(ج) دې، دوی ټولو ته، د دوی د نېکو کارونو، او خدمت کولو اجرونه، په دنیا او په آخرت کې ورکړي. آمین یارب العالمین.

د یادولو وړ ده، چې په دغه تېرو ۱۹ کلونو کې، د ځینو افغانانو اصلي ماهیت، څېرې، او نیت، ښه څرګند شول. ځینو افغانانو، د اشغالګرو سره، په ډېر اخلاص او ویاړ، ملګرتیا وکړه، او اوس یې هم کوي؛ او ځینو افغانانو، بیا په ډېره مېړانه، د اشغالګرو پرخلاف، خپل غږ پورته کړ.

همدارنګه، ځینو افغانانو، چې کله ولیدل، چې وطن اشغال، او د دالرو ټولول شروع شول، نو دوی هم د مرغانو په شان، د نړۍ له هر ګوټ او کونج څخه، د افغانستان په لور روان شول، او ویل به یې، چې غواړو، ګران افغانستان ته خدمت وکړو!؟؟

دوی هم افغانستان ته ولاړل، او د وطن د خدمت تر نامه لاندې یې، د وطن پوستکی هم له خپلو ځانونو سره، بېرته راوړل. البته، د ځینو، چې چورکړې سرمایه یې، بې اندازې زیاته وه، تر اوسه هلته، د خپلې چورکړې سرمایې د ساتلو لپاره شپې او ورځې تېروي.

د ځینو افغانانو قضاوت ته خلک باالکل حیران پاته شي، چې دوی د اشغالګرو، او د هغوی د خارجی او داخلی ملګرو، په یوه بڼه او بله بڼه، په هرځای کې، په ډېر خاص مهارت سره، ملاتړي کوي. که څوک د دوی جنایت او خیانت ته اشاره وکړي، نو د دوی پر ملاتړو، ډول ډول د قهر لمبې بلې شي، او هر وخت دوی، په مستقیم او غیر مستقیم ډول، د دغو خلکو ملاتړ کوي.

که چېرې ځینو افغانانو غوښتلی، د وزارت، سلاکارۍ، ولایت، ریاست، او نورې لوړې دولتی چوکۍ، په ډېره آسانۍ سره دوی ته لاسته ورتللای شوای. لېکن، په اسلام او وطن مینو افغانانو، د دغو چوکیو قبلول، د خپلو ځانونو دپاره، د شرم وړ کار ګاڼه، او دوی نه غوښتل، چې د اشغالګرو سره، ملتیا وکړي.

د یادولو وړ ده، چې زما دغه لیکنه، هغو وروڼو او خویندو ته، متوجه نده، چې دوی د اسلام په رڼا کې، په ډېر اخلاص او پاک نیت سره، خپل وطن ته، دندې اجراء کړې، او په ډېر اخلاص سره یې خپل وطن ته خدمت ترسره کړیدی. الله(ج) دې، دوی ټولو ته، د دوی د نېکو کارونو، او خدمت کولو اجرونه، په دنیا او په آخرت کې ورکړي. آمین یارب العالمین.

د پام وړ ټکي:

هغه افغانان د شکر وباسي، چې دوی الله(ج) پدغه تېرو ۱۹ کلونو کې، پاک ساتلي دي. پدغه تېرو ۱۹ کلونو کې ډېر خلک وزیران، رىٔیسان، او سلاکاران شول، او دغو دندو، کوم خاص لیاقت ته ضرورت نه درلود.

ځینو افغانانو، پدغه چوکیو، افتخار کاوه، او ځینو افغانانو، دغه چوکۍ، د خپل ځان دپاره، د شرم وړ خبره ګڼله.

هیله ده، چي اوس هم ځینې افغانان، پخپلو کړو، او وړو، له سره کره کتنه وکړي، او دغه حقیقت درک کړي، چې هېڅکله هم، خارجیانو، د دوی د وطن د آبادولو نیت نه درلوده، او نه به یې په آینده کې ولري.

اوس باید دغه افغانان پدغه حقیقت ښه پوه شوي وي، او دا تعهد، له خپل الله(ج) سره یوځل بیا تازه کړي، چې بیا به هېڅکله، د اشغالګرو، ملاتړي نکوي، او اوس کوښښ وکړي، چې د اسلام تر واحد بیرغ لاندې، ټول سره یوځای شي، او دغه ناورین ته، د پای ټکی کیږدي.

د ټولو افغانانو دپاره لازمه ده، چې د اسلام‌ په رڼا کې یو او بل ته، د حقیقي ورورۍ لاسونه ورکړي، او د خپل ملک د بشپړې خپلواکۍ، او د اسلامي نظام د منځ ته راوړلو، او د هغه د بشپړ عملي کولو دپاره هلې ځلې جاري وساتي.

الله(ج) دې، ددغه وطن، په اسلام او وطن مین خلک، او لویې اسلامي پرګنې سره یو موټی کړي، تر څو وکولای شي، چې په ریښتیا سره، د دغه وطن، یووالی، عزت، آزادي، او افتخار، بېرته لاسته راوړي. آمین یارب العالمین.

په پای کې د عاجزۍ دواړه لاسونه د لوی او مهربان الله(ج) دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

همدارنګه، زه یو ځل بیا د عاجزۍ لاسونه پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) دې، د افغانانو تر منځ، هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول، او منظور وي. آمین یارب العالمین.

والسلام.

زما اړیکه:

abdullahwardak53@gmail.com

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟