No-IMG

ستر دیني عالم مولوي جلیل الله مولوي زاده وفات شو

مولانا عبد الصبور عباسي

 

په هرات کښې میشت د افغانستان یو ستر دیني عالم مولوي جلیل الله مولوي زاده وفات شو، انالله وانا الیه راجعون، الله د وبخښي او تقصیرات دې ورته الله معاف کړي او درجات دې ورته الله پورته کړي.

مولوي صیب د دیوبند له هغه فارغینو څخه و چې د دین او اسلامي علومو ډېر زیات خدمت یې کړی و ، د هرات ښار کې یې ډېره لویه مدرسه وه، ډېر ځوانان به ورته د زدکړو لپاره راتلل

د مدرسې د مالي مصارفو د پوره کولو لپاره یې ډېر ښه ترتیب جوړ کړی و چې ډېر به د خلکو مرستې ته نه اړ کېده.

ځامن یې هم علماء دي ، په مدرسه کې درس کوي، د ښځو د تعلیم په اړه یې هم ډېر عالي موقف و ،مشر ځوي یې د مناظرې چلینج هم قبول کړی و، او مخامخ یې هم مشرانو سره دا قضیه مطرح کړې وه ، او لیکل یې هم پرې کړي ول، ډېر نارینه انسان و.

د شورویانو خلاف جهاد کې یې هم قوي رول و د مجاهدینو د حکومت یوه مرحله کې د تعلیم وزیر و ،

د افغانستان په سترو علماوو کې حسابېده،  ډېر ښه کتابونه یې لیکلي دي ، ما یې یو کتاب لوستی دی ، علمي کتاب و او لیکنې یې کوټلې او پخښې وې علمي دقائق یې ډېر متانت سره بیان کړي ول.

زموږ وطن کې د علماوو قدر نشته دی ، کنه سړي د ډېر تقدیر وړ و او چې ډېر کار ترې اخیستل شوی وی، خو بیا هم هغه خپله ځان ته یوه علمي دنیا جوړه کړې وه.

الله دې په اعلی علیین کې ځای ورکړي، خدمات دې  الله قبول کړي، زما ملاقاتونه ورسره شوي ول په علمي حد کښې مې ترې ښه تاثر اخیستی و.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک