No-IMG

مهم ترين های امروز يکشنبه

: ‏کابل کې د ترکیې سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان سره د دغه هېواد د بشري مرستو ۲۱م رېل ګاډی تېره ورځ (شنبه) هرات ته را ورسېد.

خبرپاڼه کې راغلي چې، د درملو او خوراکي توکو په ګډون دغه ۷۲۴ ټنه مرستې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست شهاب الدین دلاور په حضور په یو لړ مراسمو کې افغان لوري ته سپارل شوې دي.

: ‏نورالدین عزیزی سرپرست وزارت صنعت و تجارت و علی‌رضا بیکدلی سرپرست سفارت ایران در کابل به هدف "گسترش روابط اقتصادی و تجارتی میان افغانستان و ایران" گفت‌وگو کردند.

وزارت صنعت و تجارت گفته است که آنان درباره افزایش دادوستد، اعتمادسازی به سرمایه‌گذاری در افغانستان، کاهش هزینه‌های ترانزیتی و وصل چابهار به راه‌آهن بحث کرده و بر رفع موانع تجارت تاکید کرده‌اند.

: ‏د بیلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره کتلي او د افغانستان او بیلاروس پر ګډو سیاسي او اقتصادي مشترکاتو یې خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل د دغه بیلاروسي چارواکي په حواله لیکلي چې، هېواد یې غواړي له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې همکاري پيل کړي. دواړو خواو هوکړه کړې چې، د دې همکاریو په موخه به تخنیکي ډلې په کابل او مېنسک کې خبرې پیل کړي.

: ‏شماری از باشندگان ولسوالی شهر بزرگ ولایت بدخشان به طلوع‌نیوز گفته‌اند که روز گذشته در اعتراض به توزیع ناعادلانه معادن دست به تظاهرات زده‌اند.

آنان می‌گویند که باشندگان محل در استخراج معادن مناطق خود سهمی ندارند و معادن به افراد بیرون از این ولایت واگذار شده است. در همین حال، احسان‌الله کامگار سخن‌گوی فرماندهی امنیه بدخشان، گفته که آمر امنیت فرماندهی امنیه به ولسوالی شهر بزرگ اعزام شده و این موضوع را از نزدیک بررسی می‌کند.

: ‏د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې، د اتلانو جام یا چمپینز ټرافي سیالیو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

په دغه نوملړ کې حشمت‌الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن‌الله ګربز او اکرام علي‌خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، صدیق‌الله اتل، عظمت‌الله عمرزی، محمد نبي عیسی خېل، ګلبدین نایب، راشد خان، غضنفر، نور احمد، فضل‌الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي. دروېش رسولي، بلال سمیع او ننګیال خروټی هم د یاد نوملړ په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي. د مهالوېش له مخې دغه سیالۍ به د کرېکټ نړۍوالې شورا له لوري د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه پیل او د مارچ میاشتې تر نهمې نېټې به په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې روانې وي.

: ‏د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د سوریې په اړه د لویدیځو او منځني ختیځ هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو غونډه روانه ده. رویټرز راپور ورکړی چې، دغې غونډې ته د سوریې بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیبانی هم وربلل شوی دی.

د راپور لمخې، د جرمني، مصر، متحده عربي اماراتو، قطر، بحرین، عراق، اردن، لبنان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د اروپایي ټولنې او امریکا استازي هم ریاض ته رسېدلي دي. د بریټانیا بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي به هم دغه غونډه کې د ګډون په موخه نن ریاض ته و رسیږي.

: ‏د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي، حسین ابراهیم طه ټینګار کړی چې، دغه سازمان د ټولو هغو تګلارو مخالف دی چې، د ښځو په اړه د اسلام له لارښونو سرغړونه کوي.

نوموړي په اسلام‌اباد کې د نجونو پر زده کړو غونډې ته ویلي: « زده کړې د یوې پیاوړې ټولنې بنسټ او ګډ مسوولیت دی چې د ټولو لپاره د پرمختګ او هوساینې لار هواروي

: ‏رویټرز راپور ورکړی چې، د چک جمهوریت شمال لویدیځ ته په یوه رسټورانټ کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله شپږ تنه مړه شوي او اته نور ټپیان دي.

راپور کې د چک جمهوریت د اور وژنې ادارې په حواله راغلي چې، د ګاز ډبې تر چاودنې وروسته د رسټورانټ ودانۍ اور اخیستی او د ودانۍ له شاوخوا استوګنځیو هم خلک د خپل کورونه پرېښودو ته اړ شوي دي.

: ‏د اسلامي نړۍ د ټولنې سرمنشي، محمد بن عبدالکریم العیسی وایي، اسلام اباد کې د نجونو پر زده کړو روانه غونډه به یوه لنډمهالې چاره نه بلکې په خبره یې، دغه غونډه به نجونو ته د زده کړو د حقونو په برخه کې پراخ بدلون رامنځته کړي. هغه ویلي، د دې غونډې موخه هلکانو او نجونو ته د زده کړو د مساوي حقونو تامین او له زده کړو د محرومې هر نجلۍ هوساینه ده.

: ‏د سوریې نوي رهبر او د لبنان لومړي وزیر د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي، د لبنان د لومړي وزیر نجیب میقاتي په مشرۍ لبناني پلاوي د سوریې د خلکو  او د دواړو هېوادونو د سټراټیژیکو اړیکو د پياوړتیا په برخه کې د عرب ملت د ملاتړ د تایید په موخه دمشق ته سفر کړی دی.

دغه کتنه کې د سوریې نوي رهبر احمد شرع او نجیب میقاتي د عربي همغږۍ د پیاوړتیا او د سیمې د امنیت لپاره د لبنان او سوریې پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

دا سوریې ته د بشارالاسد د حکومت تر پرځېدو وروسته د یوه دولت د رییس او تېر پنځلسو کلونو کې د لبناني لومړي وزیر لومړی سفر ګڼل کیږي.

: ‏مکسیکو برای مهار آتش‌سوزی در لاس‌آنجلس، یک گروه آتش‌نشانی را به کالیفورنیا فرستاد. بر اساس گزارش رویترز، این گروه که شامل ۷۰ آتش‌نشان مجهز به وسایل آتش‌نشانی است، دیروز (شنبه) به میدان هووایی لاس‌آنجلس رسید.

آتش‌سوزی در این ایالت تاکنون جان ۱۱ نفر را گرفته و نزدیک به ۱۰ هزار ساختمان را از بین برده است.

: ‏ارتش آلمان اعلام کرد که یک لشکر جدید برای دفاع از تمامیت ارضی این کشور ایجاد خواهد کرد. رویترز گزارش داده که این لشکر فعالیت خود را از ماه اپریل سال جاری آغاز می‌کند. در حالی که ناتو به بالاترین سطح آماده‌باش خود از زمان جنگ سرد رسیده است، برخی مقام‌های این ائتلاف، از جمله وزیر دفاع آلمان، هشدار داده‌اند که احتمال حمله روسیه به مرزهای ناتو طی چهار سال آینده وجود دارد.

: ‏د امریکا د کالیفورنیا په لاس انجلس ښار کې اورلګېدنې تر دې مهاله شاوخوا ۲۲ زره او ۶۶۰ جریبه ځمکه سوځولې ده.

رویټرز راپور ورکړی چې، د دغې اورلګېدنې له امله تر دې مهاله ۱۱ تنه مړه شوي او ۱۳ کسه نور نادرکه دي. راپور کې راغلي چې، لاس انجلس کې خلکو ته د هوا د لا خرابېدو او د تېزو بادونو خبرداری ورکړل شوی چې، اورلګېدنه به لا پراخه کړي.

د لاس انجلس اور وژنې ادارې د مالوماتو لمخې، د اور مهارولو څه باندې ۳۷۰۰ کارکوونکو تر دې مهاله دغه اورلګېدنه یوازې ۱۱ سلنې مهار کړې ده.

: ‏رویټرز د روسیې د کرنیزو صادراتو ادارې په حواله راپور ورکړی چې، تېر ۲۰۲۴ کال کې افغانستان د روسیې د اوړو تر ټولو ستر پېرودونکی هېواد و.

راپور کې راغلي چې، افغانستان ۲۰۲۴ کال کې له روسیې څخه د ۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اوړه پېرلي چې، دغه شمېر د ۲۰۲۳ پرتله دوه برابره زیات وو.

دغه کال کې روسیې ټولټال د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اوړه بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي. د راپور لمخې، تر افغانستان وروسته، چین او ترکمنستان د روسیې د اوړو نور ستر پېرودونکي هېوادونه دي.

: ‏د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د افغانستان د وضعیت او د دغه هېواد د بشري اړتیاوو په هکله د نړۍوالې تولنې د هڅو په اړه یې، د یوناما له رییسې رزا اوتونبایوا سره «ګټورې» خبرې اترې لرلې دي. دغه کتنه په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې شوې ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک