No-IMG

د قطر بین الافغانی مذاکراتو د خبرو محور باید څه وي؟

دا د خدای کمک  دی چی د 19 کاله وروسته 11سپتمبر کې امریکا مجبوره او ذلیله  شوه مخامخ هغه چا سره کیني چې ترورست یی بللی وو.

بین الافغاني مذاکرات د وخت تقاضا او اړتيا ده.

دا چی طالبان د کابل حکومت سره خبرې کوي د یو جهت په توگه دا هم ضرورت دی.

پاتې شو د قطر بین الافغانی مذاکراتو د خبرو محور باید دا وي :

۱-پر موقت حکومت توافق او بيا اوربند وشي.

۲-اوسنی حکومت هیڅ افغان ته د منلو وړ ندی، نه قانوني بڼه لري او نه حیثیت، او نه د سولې اراده لري.

3- طالبان دا فکر باید ونکړي چې دوی د افغانستان مطلق حاکمان دي.

۴-طالبان دې د افغانستان سیاسي مشکل د انتخاباتو د لارې قبول کړي.

که چیرې په ملت کې ځای لري دنیا ته دې د غیر تقلبي لارې څرگنده کړي.

5-طالبان دې احزاب اومني بله چاره نشته، د افغانانو په وړاندې زور او فریب کار نه ورکوي.

6- اوسنی د قطر مذاکرات ښه پرمختگ دی اما د سولې امید ته وخت پاتی دی.

ځکه د یو بل سره د سولې اراده نه طالب لري او نه حکومت.

فقط بهرنی  فشار او مجبوریت سره نن یو ځای کړی دی.

7- امریکا د افغانستان څخه وتل او افغانستان کې د بې خونده حکومت جوړول غواړي.

8-د ټولو متعهدو او با احساسو افغانانو غوښتنې او حرکت هم خپل تاثیر لري.

بې معنی چک چکی طالبانو ته یا دولت د افغانستان مشکل نه حل کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟